غزني: د قومندان په ګډون اته پولیس د طالبانو سره یو ځای شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۷، ۱۳۹۵ل): د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د یوې پوستې د قومندان په ګډون اته تنه پولیس د طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند فهیم امرخېل رسنیو ته ویلي چې د ګیلان د یوې پوستې ټول عسکر د قومندان په ګډون د طالبانو سره یو ځای شوي دي.

نوموړي ویلي چې دوی د یادو کسانو د بیا نیولو لپاره پلټنې پیل کړي دي.

بل خوا د ګیلان اوسیدونکي وايي چې د پوستې عسکر ټول د کندهار ولایت وه، له تیرو ۲ کلونو راهیسي په دغه پوسته کې مېشت وه چې بالاخیره طالبانو ته تسلیم شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبر تصدیق کړی او رسنیو ته یې په لېږلي پیغام کې ویلي: « نن د غزني ګیلان ولسوالۍ د بختیارو د پوستې قوماندان ودود له ۷پولیسو، ۱۲ میله وسلو، ۱رینجر، ۴موټرسایکلونو او مهماتو سره له مجاهدینو سره یوځای شول.»

باید وویل شي چې تېره ورځ ماځیګر مهال د کندهار ولایت د نیش پر ولسوالۍ د جګړې وروسته هم ۴۰ تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي او د ولسوالۍ د بازار په شمول یو شمېر پوستو سقوط کړی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې اوس مهال جګړه د نیش ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ روانه ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.