نړۍ

د یو رستورانت د خدمت ګار لخوا د ټونني بلیر د نیولو هڅه

تېر ماښام د لندن په يو رستورانت کې يو خدمتګار هڅه وکړه چې د بریتانيه پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر د جنګي مجرم په نوم ونیسي. له لندنه خپريدونکې ورځپاڼې “ډيلي مېل” په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې د لندن په ختيځ کې د یو رستورانت خدمتګار د بریتانيه پخواني لومړي وزیر ته لاس ور واچاو چې ته جنګي مجرم يې او باید بندي دې کړم. ټوني بلیر له نوموړي خدمتګار سره د خپل ځان د سپیناوي په اړه بحث پيل کړ ولې  دبلیر ساتونکو مداخله وکړه او دی يې له رستورانت څخه وویست. د بلیر پلویان وايي چې د بلیر مخالفې ويبپاڼې خلک دغسې کارونو ته هڅوي چې د بلیر د سپکاوی وکړي. د  رستورانت د دغه ځوان خدمتګار دغه کار په پراخه کچه ستایل شوی دی. د یادونې وړ ده چې دا پنځم تن و چې ټوني بلیر يې په شخصي توګه جنګي مجرم بللی او د هغه د نیولو هڅه يې کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x