سعودي وايي پاکستاني نرښځيان یې نه دي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۷، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره هغه ادعاوي رد کړي چې ګواکي د پاکستاني نرښځیانو د نیولو وروسته یې دوه تنه تر وهلو لاندي مړه کړي دي.

د خبرپاڼي سره سم د نیول شویو کسانو څخه یو کس چې ۶۱ کاله عمر یې درلود، د زړه د حملې له امله په روغتون کې ساه ورکړه او نور ژوندي دي.

باید وویل شی چې څه موده مخکې د سعودي امنیتي ځواکونو ۳۵ نرښځيان نیولې وه او په پاکستان کې د نرښځیانو تنظیم ویلي وه چې د هغو څخه دوه تنه وروسته تر هغه ووژل شوه کله چې پولیسو هغوی په لرګیو وډبول.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.