نظــر

د تذکرو تاييد خلکو ته ستونزي او غلو ته د لوټ لاري جوړي کړي دي

ليکوال: ملازوی
موږ او تاسي ټول پوهيږو چي په هيوادونو کي د دولت له رامنځ ته کېدو څخه بنسټيزه موخه د خلکو د ستونزو ليري کول او د هغو هوسايي او سوکالي ده. د دې هدف لپاره خلک را ولاړيږي د خپلو ستونزو او نورو ډېرو مسايلو د حل او سمون لپاره له خپله منځه يو شمېر وګړي د دولت د مشر او ډول ډول چارواکو په توګه ټاکي او هر يوه ته يو مقدار مياشتنی معاش مقرروي. په دې ډول دولتي چارواکي د خلکو باداران نه، بلکی د هغو مزدوران باله سي. خو که په يوه هیواد کي دولتي چارواکي پر خلکو باندي د نورو یا د وسلې په زور وتپل سي، بيانو داسي ګدوډي رامنځ ته سي لکه اوس چي زموږ په ګران هیواد کي له ډېرو کلونو راهيسي روانه ده. دولتي چارواکي مو څنګه چي د امريکایانو له خوا ټاکل سوي دي، زموږ نه بلکي د هغو مزدوران دي، هغو ته مسؤول باسي او هغو ته چوپړ وهي او خلک مو څنګه چي د خپل هيواد او خپلو ځانونو د چارو واګي د غليمانو او د هغو د مزدورانو په واک کي ويني، نو له دې اسارته د ژغورني لپاره يې ډول ډول وسايلو ته لاس غځولی دی چي له امله يې همدا اوسنی ناورین پر ګران هیواد او زموږ پر پتمنو خلکو باندي روان دی.
له ښکېلاک او نيواک څخه د ژغورني په دغسي حالاتو کي زياتره دولتي چارواکي او ډېر نور څنګه چي ويني ګډوډي ده، لوټ، چور او غلا ته لاره خلاصه ده، له قانون او سزا څخه د ژغورني لاري پیدا کيږي، نو دغسي کسان د انسانانو په کالو کي عامو خلکو ته شرمښان جوړ سوي دي. لکه چي وايي ”ګرګ از خدا چي ميخواهد، باد وباران “ . نو دغسي انسان مخي شرمښان په دغسي احوالو کي په غلا، لوټ، خيانت، ظلم، د خلکو په زورونو او داسي نورو کي ډول ډول لاري او چلونه رامنځ ته کوي او سمارټ او چالاکه غله ان په دې چارو کي نوښتونه او ابتکارات په لاره اچوي. اوس به تاسي هم فکر کړی وي او منلې به مو وي چي دغو غلو رشتيا هم په دې اړودوړ کي څومري ډول ډول غلاوي کړی او په دې غلاوو کي يې څومري نوي طرز، ابتکاري، بې سابقې، امريکايي، غربي ډوله او پاکستانۍ شانتي غلاوي ازمويلي او پر لار اچولي دي.
په دې لړ کي د دغو داړه مارانو د غلا يوې بلي غير مرئي ګوښې ته هم فکر سوی دی او واقعاً چي په دې کي يې له يو ډول جالب نوښت څخه کار اخيستی دی او په وچه غوا يې شيدې کړي دی. له هيڅ څخه يې خلکو ته په اصل کي لوی مشکل جوړ کړي، خو د دوی په خبره يې د خدمت او قانوني اجراآتو او د کار او سوداګرۍ زمينه رامنځ ته کړې او برابره کړې ده. دغو غلو دا پيدا د افغانانو د تابعيت په تذکرو، ځينو تحصيلي اسنادو او وثايقو کي موندلې ده.

له پخوا څخه تر ننه او بيا په راتلونکې کي هر افغان حق لري چي د خپل دولت له اړوندي دولتي ادارې څخه د خپل افغانيت پېژند پاڼه(د تابعيت تذکره) تر لاسه کړي او چاته چي د افغانيت دغه پېژند پاڼه ورکړه سوه، هغه د هيواد په دننه او بهر کي افغان باله سي، د هغه او په هغه پوري اړوندي ټولي خبري يې د دغي پېژندپاني له مخي اواريږي. دغه تذکره چي د کومي قانوني مرجع له خوا د قانونی پړاوونو تر تېرېدو وروسته کوم افغان ته ورکړه سوې وی، بيا نو دغه تذکره بايد يو تاييد سوی موثق سند وبلل سي او بيا څېړلو او تاييدولو ته يې نوره اړتيا بايد نه وی او بايد هيڅ يوه افغان ته د خپل افغانيت پر پېژند پاڼه باندي نور هیڅ تکليف ورنه کړل سي او که ورکړل سي دا به نو غير قانونی کار او جرم او زورونه وي. البته که د کوم چا په تذکره کي څه ستونزه یا اشتباه وي، صرف د هغه چا تذکره بايد وڅېړل سي، نه داچي په دې پلمه تقريباً ټولو افغانانو ته تکليف ورکړه سي او د هر افغان تذکره تاييد سي او ددې چاري لپاره داسي مشکلات رامنځ ته سي چي هره ورځ د بهرنيو چارو وزارت ته په سوونو کسان مراجعه کوی، اوږده قطارونه يې جوړ کړي وي او په ورځو ورځو لالهانده وي. او که بالفرض کله ناکله د يو چا د تذکرې يا کوم بل سند تاييد ته اړتياوي د تاييد لپاره يې بايد آساني لاري چاری ولټول سي نه دا چي دا کار تجارتی بڼه خپله کړی او د سوونو خلکو د له کاره ايستلو، سرګردانۍ او زورولو او د پيسو د پیډا کولو مدارک او لاملونه جوړ سي.

په پخوانيو حکومتونو کي د تذکرو او نورو داسي اسنادو د تاييد خبري هيڅ دومره کش نه وو اخيستی، خو په اوسنۍ غلواکۍ کي تذکرې او پاسپورټونه هم حکومت او هم خلکو ته يوه داسي لویه ربړه ګرځېدلې ده چي نه دا چي په دې شپاړسو کالو کي اواره نه سوه، بلکي نور ډول ډول ابعاد پيدا کوی.

په اوسنۍ غلواکۍ کي که کوم افغان په کابل کي د سفر پاسپورټ اخلي داسي به ورسره کيږي:

لومړی به خپله تذکره تاييدوي. په سرای شمالي کي به د نفوسو د احوالو د ثبت لوی رياست ته ورځي. هلته ويني چي د دغه رياست د باندي د هغه پر شاوخوا د عريضه ليکونکو، عکاسانو، فوټوکاپي کوونکو، کمپيوټر لرونکو، خوړنتونونو او چای خوړلو د تختو او فلزي دکانونو او پر ځمکه باندي د ايښولو سوو کږو وږو مېزونو او چوکيو او د موټرونو د ګاراجونو، د برېښنا د کوچنيو او لويو جنرېټرونو، پوليسو او ډول ډول بازاري او اطرافي خلکو يو غول ماغول جوړ دی. عريضه ليکونکي او عکاسان او نور په خلکو پسي نارې وهی او ان تر لاس يې نيسي او خپل دکان ته يې ننباسي، د کار پوښتنه يې کوي او بيا يې د پيسو په مقایل کي عريضه ورليکي يا يې د اسنادو فوتوکاپۍ یا عکسونه اخلي. بيا د ثبت احوال نفوس دروازې ته ورځي د امنيت او پوليسو د مؤظفو کسانو له خوا تلاښي کيږی او بيا د ننه ورځي، هلته ګوري چي د کوچني محشر غوندي حالت حاکم وي، لویه ودانۍ ده او د باندي يې ها خوا دې خوا د کانټينرونو ډول ډول غرفې دي، خلک ها خوا دې خوا ژر ژر ځي راځي او په دغه ودانۍ او غرفو وزی ننوزي.

د تذکرې تاييدوونکی تر پوښتنو وروسته په دې ډېرو غرفو کي اړونده څانګه پيدا کوي، اصل تذکره او د هغې فوتوکاپي ورکوي، د ښځينه يا نارينه مؤظف مامورله خوا يوه کوچنۍ چاپي پاڼه ورکول کيږي او ورته ويل کيږي چي سبا پر دوې بجې دلته راسه.

يو سړی چي د خپلي مېرمني سره د هغې د تذکرې لپاره سبا پر دوې بجې ورغی که ګوري چي پر نور ازدحام سربېره څو ځايه خلک را ټول دي او مؤظف مامورين د يوه يوه تن نوم اخلي او تاييد سوې تذکره ورکوي. سړي د خپلي مېرمني د تذکرې د ازدحام ځای پیدا کړ، خو د ده د مېرمني تذکره يې هيڅ ورنه کړه. پوښتنی يې وکړې، هغي خوا او دې خوا ته وځغاست، بالاخره ورته وويل سول چی سبا پر اته بجې د غير حاضرانو غرفې ته ورسه. سبا د دغي غرفې له کوچنۍ کړکۍ څخه تر پوښتنو ګروېږنو وروسته ورته وويل سول چي د کندهار د ثبت احوال نفوس چارواکي وايي چی ستاسي تذکره په اساس کي ثبت نه لری. د تذکرې د فوټوکاپۍ پر شا
د نفوسو د احوالو د ثبت لوی رئيس ته ليکل سوی وه چي دا تذکره ثبت نه لري. سړي کرۍ ورځ خواري وکښل، وځغاستی را وځغاستی، يو ځل يې د کندهار د ثبت احوال نفوس پر چارواکو عريضه وکړه چي زموږ ثبت لرونکې تذکره يې بې اساسه ښوولې ده، خو دې عريضې هيڅ کار ورنه کړ، بالاخره ورته وويل سول چي سبا راسه د تذکرې مثنا به درکړو. سبا تر ډېرو سرګردانيو وروسته موضوع د دغه رياست ارشيف ته ورغله. په ارشيف کي يو مامور سړي ته وايي:”بیا مه کاريته خلاص کنم، مه هم قنداريستم، مادرکلانم از قندهار بود“. سړی يې له ارشيف څخه دباندي وايست، ها خوا دې خوا يې وګرځاوه راوګرځاوه، پای يې ورته وويل چي ستا کار نه کيږی.
سړی ماپښين لوی رئيس ته د شکايت لپاره ورغی، هغه جلسې ته تللی وو، بل لاندني رئيس ته ورغی، هغه ورته وويل : خير دی پر دې لږ تکليف صبر وکړه، خدای په قرآن کي نه دي ويلي چي﴿ لَقَدْ خَلَقْنَا الْأِنْسَانَ فِي كَبَدٍ ﴾ (په حقيقت کي موږانسان د خواري کښلو او زيار لپاره پيدا کړى دى ). بيا يې پر تذکره باندي ارشيف ته څه وليکل او ورته ويې ويل چي دا ارشيف ته وروړه. په ارشيف کي يوه بل مامور خوشکه ورته وکړه او دباندي يې وايست ، دروازه يې ورته وتړل. سړي ته هم درد ورغي ، له خولې يې لاس واخيست، هم بدرد وايي او هم دروازه په لغتو ور وهي. د امنيت نفر راغله، خلک پر راټول سول او سړی يې لاندني رئيس ته وروست، رئيس ورته وويل: ولي دا لباس خو دي د ښه سړي ښکاري، ولي دي دې مامور ته ښکنځل کړي او د ارشيف دروازه دي په لغتو وهله؟ سړي ورته وويل تاسي د خلکو کارونه په سمه توګه خلاص کړئ هيڅوک به ښکنځل نه درته کوي. څنګه چي دا خبري ډېري سوې څو تنو نورو هم د رئيس د کړکۍ د باندي او په دننه اتاق کي شکايتونه وکړل. پای رئيس سړي ته وويل چي سبا راسه نوې تذکره واخله او پر تذکره يې ډېر څه وليکل خو سړي يې يو توری يې هم و نه ويلای سوای.

سبا بيا په نيم ساعت کي نوې تذکره ورکړه سوه.

بيا سړي ته وويل سول چي تاسي خو د کندهار ياست او پاسپورټ دلته اخلئ، نو بايد په کابل کي ستاسي د اوسېدو له ناحيې او د ګذر د وکيل تصديق راوړئ. سړي ناحيې ته عريضه وليکل او پر هغې باندي د ګذر د وکيل تر تصديق وروته، ناحيې په خپله ناحيه کي د هغو اوسېده تصديق کړه.

بيا د نورو ټولو غوندي سړی او مېرمن په ساړه ژمي، په پېشلمي(څلور بجې) د پاسپورټ رياست ته ورغله هلته هم د دغه رياست د باندي په دکانونو کي او پر درې ګزيو باندي د عريضه ليکونکو، عکاسانو، فوټوکاپي کوونکو، کمپيوټر لرونکو، شيدو، چايو، ډوډي او کيک خرڅوونکو بازار ښه تود دی او د پارسپورټ د رياست د ودانۍ دباندي پر سړکانو باندي موټرونه ، پوليس او ډول ډول بازاري او اطرافي خلک ښکاري. يوه د سړک د غاړي دکاندار تر چنو وروسته د پيسو په بدل کي د سړي د مېرمني فورمې، عکسونه او فوتوکاپۍ ترتيب کړل، بيا له ښځو او نرو څخه څو ډوله لينونه جوړ وه او د پاسپورټ د کارکوونکو راتلو ته يې انتظار ايست. د سړي مېرمن هم د ښځو په ليکه کي ودرېده. يو وخت د چارواکو له خوا وويل سول چي نن ډېر يخ دی په قطارونو کي ولاړي ښځي دي د پاسپورټ د ودانۍ دننه ولاړي سي. بيا کار پیل سو، بانک ته د څه باندي پنځه زرو افغانيو تر تحويلولو وروسته د ورځي تر لسو بجو پوري د سړي د مېرمني د پاسپورټ جوړولو کار د نورو ټولو غوندي پای ته ورسېد او ورته وويل سول چي څلور ورځي وروسته ستاسي د اوسېدو د ځای له پوسته خانې څخه پاسپورت واخلئ.
سړي څلور ورځي وروسته د مېر مني پاسپورټ واخيست، بيا سړي په پېشلمي پاسپورټ د تاييدولو لپاره د همدغه پاسپورټ رياست ته وروړ. د پاسپورټونو د تاييدوونکو په ليکه کي ودرېد، بيا مؤظف پولیس افسر راغی. د هر چا ګوته په ټاپه رنګوي او پر اړونده فورمه يې لګوی. که پخپله د پاسپورټ خاوند نه وي او کوم چا له کوم ليري ولايت څخه خپل کوم دوست ته په پاسپورټ رياست کي د تاييدولو لپاره ور لېږلی وي نه يې اخلي او ورته وايي چي د پاسپورټ خاوند دي راسی. که چا څه دليل ورسره ووايه بيا يې پوري وهي او څه بد رد هم ورته ووايي. کله چي د سړي نوبت ورسېد، سړی په درواغو متوصل سو او ورته ويې ويل چي مېرمن مي څو ورځي دمخه دلته د دغه پاسپورټ اخيستلو لپاره راوستلې وه، بيا یځ ووهله او تر اوسه ناروغه وه، ځکه يې نو پاسپورټ ما راوړ؟! د افسر پر زړه د رحم اوبه تېري سوې، پاسپورټ يې واخيست او ويې ويل پر دوې بجي راسه پاسپورټ واخله.

د پاسپورټ تر تاييد وروسته سړي او مېرمني ته وويل سول چي ستاسي د سفر لپاره نکاح خط اړين دی. بيا سړی، مېرمن او دوه تنه شاهدان محکمې ته ورغله. محکمې (۳۶) کاله وروسته بيا نکاح ور وتړل او د نکاح خط رسمی وثيقه يې ورکړه.

ښه، اوس نو نکاح خط او تذکره په انګريزی ژبه د رسمي دارالترجمې له خوا ژباړه او مهر، د مدافع وکيل او د قضايای دولت تصديقونه او د بهرنيو چارو د وزارت تاييد غواړي. سړي نور ټول کارونه وکړل، خوچي وزارت ته ورغی ورته وويل سول چي نن جلسه ده. کارونه بند دي. سبا يې د وزارت نژدې لا څوک نه پرېښوول، ويل يې نن هم په وزارت کي غونډه روانه ده. سړی چي ډېر ستخ سوی وو د وزارت بې له تصديقه يې د سعودي له سفارت څخه د عمرې لپاره پر پاسپورټونو باندي د ځان او مېرمني وېزې واخيستلې، تر سفر وروسته يې د مبادا لپاره د مېرمني د تذکرې انکرېزي ژباړه د بهريو چارو وزارت د تصديق لپاره وروړه، پخوا به يې هر څوک په دروازه کي درې ځايه تلاښي کاوه او بيا به يوې لويي زېرخانې ته ورتی. په زېر خانه کی بېلي بېلي غرفې وې، هري غرفې ته به خلک په لينونو کي ولاړ وه. پر يوه تذکره باندي به يې د ۲۰۰ افغانيو محصول تعرفه ورکړه ، په بله غرفه کي به يې پيسې اخيستې، خو د بانک آويز يا کوم سند يې نه ورکاوه. له دې څخه ښکارېدل چي دا پیسې د دولت حساب ته نه، بلکي د غلو ځاني جېبونو ته ځي. د پيسو تر اخيستلو وروسته به په يوه بله غرفه کي تذکره اخيستل کېدل او ويل به يې چي په پلانۍ ورځ راسه او تصديق کړې تذکره واخله.

خو دا ځل خبره بل ډول سوې وه، سړي ته د وزارت په دروازه کي د اړوند کس له خوا وويل سول چي دا کار اوس د (GTR) په نامه شرکت ته سپارل سوی دی او په دې اړه يې د (GTR) او بهرنيو چارو وزارت دوې چاپي اعلاميې هر چاته ورکولې. سړي په لومړيو کي فکر وکړ چي ښايي په دې کار کي څه آسانتيا راغلې وي. خو داسي هيڅ نه وه تر پوښتنو وروسته چي سړي د دغه شرکت ځای پیداکړ، د تايمني پخوانۍ څلور لاري ته نژدې يې د کاردان ښوونځي تر څنګ د خلکو د اوسېدلو په يوه اپارتمان (عزيزولي پلازا) کي لومړی او ډوهم پوړ نیولی دی. پر لومړۍ دروازه يې د مراجعينو داسي ګڼه ګوڼه وه، تا چي ویل حاجيان په مکه مکرمه کي شيطانان ولي. دننه يې پر چوکيو باندي د خدای مخلوق ناست وو او هاخوا دې خوا يې ښکلی سينګار کړي نجوني او غوړپړ موډرن هلکان ګرځېده راګرځېده. يوې انجلۍ هر تن ته له يوه ماشين څخه ټوکن(لمبر) را ايستی او بيا به يې لمبر پر برېښنايي سکرين ښکاره کېدی او په سپېکر کي به هم د غه لمبر ويل کېدی. سړي د تذکرې د محصول هماغه ۲۰۰ افغانۍ د ځان سره را اخيستي وې. (داځکه چي اوس په کابل کی د کيسه برانو او غلو له ويري څوک د ځان سره ډېري پيسې نه سي ګرځولای). خو دلته پوه سو چي اوس دغه شرکت هماغه دوه سوه افغانۍ د وزارت لپاره اخلي او درې سوه افغانۍ نوري خپله حق الزحمه غواړي. سړی له شرکته راووت، کور ته ولاړی، نوري پيسې يې راواخيستې او بېرته شرکت ته ورغی، خو لايې لمبر نه وو رسېدلی. کله چي يې لمبر ورسېد لوړ پوړ ټه رهنمايي سو. هلته يې يو ډېر ښکلی سالون وليد، يوه ښکلې يو غوړپ سينګارکړې نجلۍ ولاړه ده او خلک چوکيو ته رهنمايي کوي. سړي چي نجلۍ ته وکتل سترګي يې وتخنېدې او بې واکه يې تر خوله ووتل : اوه ! دا څونه ښايسته ځای دی او دا ته څونه ښايسته نجلۍ يې ؟! ما شاء الله ! نجلۍ موسکۍ سوه، سړي ته يې د ټوکن له دلته بل ايښوول سوی ماشین څخه يو بل ټوکن ورکړ او ورته ويې ويل چي ښي لاس ته وګرځئ، پر چوکۍ کښېنئ او خپل نوبت ته انتظار وباسئ. ناست….. ناست…… کله چي د سړي نوبت ورسېد. ورته وويل سول: دا دي څه ده؟ مېرمن مي ده. نکاح خط يې لرې؟ هو . ورسه نکاح خط دي د خپلي تذکرې سره راوړه يا دي مېرمن راوله. سړي ورته وويل په دې کي خو کوم مشکل يا د جعل کارۍ يا کوم بل خيانت څه احتمال نسته، کار مي را خلاص کړه، بيا د دوی له ډلي څخه يو بل کس ورغی او سړی يې يوه بل مامور ته کښېناوه، بل يوه پنځه سوه افغاني (دوه سوه پخوانی محصول او درې سوه حق الزحمه)ځني واخيستې او ورته ويې ويل چي څلور ورځي وروسته راسه او تاييد سوې تذکره واخله.

ښه ، اوس نو تاسي فکر وکړئ چي پر يوه پاسپورټ او تذکره باندي دغومره بوروکراسي او سرګرداني څه معنا لري؟ پخوا چي يې پر تذکره باندي دوه سوه افغانۍ اخيستې هم يې ظلم کاوه. دوی بايد دغه ظلم بند کړی وای او په دې اړه يې په کار کي آساني راوستلې وای نه داچي دولتي کار يې شرکتي او تجارتي کړ، په کار کي يې نوره هم پېچلتيا او ځنډ راوست او پر هره تذکره او نورو اسنادو يې درې سوه افغانۍ نوري هم زياتي کړې. موږ خو د دې ظالم او د غليم په زور رامنځ ته سوي حکومت سره بې له ښراوو بله وسله نه لرو نو الله ته به زارۍ وکړو چي الهي دا د پردو ګوډاګی، ناځوانه او غل حکومت هر څه ژر راوپرځوې،

آمين يا رب العالمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x