نړۍ

شام: د شکنجو او ۱۱ زرو کسانو په دار کولو وحشي انځورونو راپور راغلی

نړیوالې ټولنې له شام څخه د یوولس زرو بندیانو د اعدامولو او شکجنو اړوند راغلي پخوانيو قاضیانو ويلي، چې د بشارالاسد پر خلاف د پاڅون له پيله دبنديانو د شکجه کولو او یوولس زره بندیانو د اعدامولو کره شواهد تر لاسه شوي دي. متحده ایالاتو  ويلي، له دې پيښو ښکاري چې باید د بشار الاسد حکومت له منځه ولاړ شي. بل پلو د راپور په اړه خواشني او حیرانتیا ښودلې ده. ویل کيږي چې د جنګي جرمونو درې بشار الاسد حکومت د یاد راپور په اړه وايي چې دا راپور د اعتبار وړ ځکه نه

دی چې د قطر د حکومت په اشاره جوړ شوی چې د مخالفینو پلوي کوي. دا راپور په داسې حال کې راغلی چې به په سويټزر لینډ کې د دمشق د امنیت په اړه سمینار حوړیږي. راتلونکی سمینار د روانې درې کلنې کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره تر ټولو مهم کوښښ ګڼل کيږي. د بشار  الاسد پر خلاف د روان پاڅون له پيله تر یو لکو زیات کسان وژل شوي او له لس لکو زیات خلک بې کوره شوي دي. د یاد راپور يو لیکوال سر جیفري نایس ويلي چې له دغو شواهدو ښکاري چې د بشار الاسد رژيم دغه کړنې ترسره کړي دي او باید پر خلاف يې جرمي دوسیې جوړې شي. د یاد راپور يو بل پلټونکي سټوارټ هیملټن هم دغه عکسونه کتلي او يلي يې دي چې له دغو شواهدو ښکاري چې ډېری وګړي د شکنجو او لوږې له لاسه مړه شوي دي. هیملټن وايي چې زیاتره بنديان له شکجنه کولو مخکې تړل شوي او له وهلو ټکولو وروسته وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x