دیني، سیرت او تاریخ

پر کلیساوو بولۍ

حامد افغان

لویدیځه اروپا کې له فرانسوي انقلاب وروسته تر دویمې نړیوالې جګړې پوري داسې حالات رامنځته شول چې هلته د دین او د دین پیروي وضعه پوره مخ پرځوړ روانه شوه، هلته عبادات په رسمي بڼه شول او بیا همدا ګوتشمیر رسمیات هم په کمیدو او ورکیدو کیدونکي دي، دا حالات موجوده وخت کې لا مخ پر ځوړ روان دي او داسې حالاتو کې طبعا د کلیسا حالت هم پوره بېخونده شو او عبادت کوونکي یې کم شول، عربي ورځپاڼي “الشرق الاوسط” اروپا کې د کلیساوو په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده چې دلته یې راژباړم.

هالینډ کې د (الرهم) ښار کې د سان جوزیف کلیسا له څو پېړیو راهیسي خپل مذهبي زنګونه کړنګول، خو وروستي لس کلونه یې زنګونه چوپ او د ځانګړو مذهبي لوستونو لپاره د عبادت کوونکو ټولي نه لیدل کیږي، اوس هغه پرېښودل شوې وداني ده او هلته خلک لوبي او ساتیري کوي، د لویدیځي اروپا نورو ډېرو کلیساوو په څېر اوس په دې کلیسا د خرڅلاو لپاره لوحه لګیدلې ده. له دې نه معلومیږي چې اروپا کې عیسايي تدین مخ پر څټ روان دی.

ځیني څېړنو نه معلومیږي چې برتانیه کې هر کال ۲۰ کلیساوې تړل کیږي، دا راز ډنمارک کې رسمي معلومات ښيي چې 2015م کال کې تقریبا 200 کلیساوې تړل شوې دي، دا راز په جرمني کې وروستیو لسو کلونو کې 515 کلیساوې تړل شوې دي او د هالینډ تقریبا دریمه برخه کلیساوې تړل شوې دي.

اروپا کې د تړل شویو کلیساوو برخلیک هم نامعلوم دی، لکه هالینډ کې یوه کلیسا کې سپر مارکیټ جوړ شو، بله کې کتابخانه جوړه شوه، ځیني په لوبغالو بدلې شوې، دا راز هلته یوه کلیسا کې د شرابو دکان هم پرانستل شو او څښتن یې وايي چې تر اوسه د ده پر خلاف رسمي شکایت نه دی شوی.

وارسا کې یوه کلیسا باندې عامه بولۍ روانه وه، وروسته بولۍ یوه کویتي عرب ورکړه او کلیسا یې واخیستله، هغه غوښتل د کلیسا پر ځای جومات جوړ کړي، د کلیسا شاوخوا اکثره خلکو موافقه وکړه، په دې شرط چې جومات باندې به لوډسپیکرونه نه لګول کیږي، دا شرط یې ومنل شو او جومات تیار شو.

جرمني کې یوې بوډۍ خپله کلیسا د خرڅلاو په نیت عامي بولۍ ته وړاندې کړه، د تجارتي، کلتوري آن ګډاځای لپاره یې اخیستلو ته مختلفو خلکو بولۍ ورکړه، خو بوډۍ ټولو ته نټه او انکار وکړ، هغې وویل: کلیسا به مې په داسې چا پلورم چې د دیني کار لپاره یې وکاروي او د “اللّٰه” نوم په کې یادیږي!

د نړیوالو مشهورو ادارو څېړنو ویلي دي چې تر کال 2030م پوري به اروپا کې د مسلمانانو شمېر 58 ملیونه ته ورسیږي، یعني هلته به د مسلمانان شمېر 8% کې شي، د کلیسا روان مخ پر ځوړ حالت ښيي چې هغه مهال به ډېري کلیساوې جوماتونه ګرځيدلي وي او د عیسائیت د جرسونو پر ځای به له هغو نه د “الله اكبر” نارې پورته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x