افغانستان

تر چاودني وروسته بریدګر پوځي روغتون ته ننوتلي دي، جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د سردار محمد داوود خان روغتون ته نیژدې تر چاودني وروسته وسلوال بریدګر توانېدلي چې روغتون ته ننوزي او هلته له دولتي ځواکونو سره جګړه پیل کړي.

د سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د روغتون مخته وشوه او وروسته ډزې پیل شوي چې لا ادامه لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي بریدګرو د ډاکټرانو جامې په تن وې.
د پولیسو یوه قومندان خبريالانو ته ویلي چې اقلا یو بریدګر د روغتون شپږم منزل کې دی او لاسي بمونه غورځوې.

تر اوسه امنیتي ادارو د پيښي د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي شریک کړي.

د روغتیا وزارت ځینو سرچینو تر اوسه د ۱۳ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تر اوسه دوی ته په دې اړه څه خبر نه دی رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x