
چارسده: د پولیسو موټر ته نیژدې چاودني د شپږو پولیسو په ګډون ۷ کسان ووژل، ۱۱ ټپيان دي
نن ټکی آسیا: د پاکستان د خیبر پختونخوا ایالت د چارسده په سرډیري بازار کي د پولیسو موټر ته نیژدې چاودنه وشول، چي له کبله یې د شپږو پولیسو په ګډون اوه کسان ووژل شول، او ۱۱ نور ټپیان شول.
د تفصیلاتو سره سم یاده چاودنه د سرډیري بازار په مردان روډ باندي را منځته شول، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله واوښتل.
په چاودنه کي د شپږو پولیسو تر څنګ یو تن زده کونکی هم وژل شوی، او د ۴ پولیسو په ګډون ۱۱ تنه ژوبل دي.
د عیني شاهدانو په وینا بم په موټر سایکل کي ځای پر ځای شوی وو، او هغه یې زوروه چاودنه وکړه، کله چي ورته د پولیسو موټر نیژدې سو.
سرډیري بازار د چارسدې هغه سیمه ده چیري چي د سهار په وخت ګڼه ګوڼه زیاته وي، او زیات خلګ د کلیو او لیري پرتو سیمو څخه دلته راځی، او خپل د ضرورت توکي اخلي، او همداسي دې سیمه کي زده کونکو هم ګڼه ګوڼه زیاته وي، کوم چي د کلیو او لیري پرتو سیمو څخه د زده کړي لپاره دلته ځی راځي.