د ویده کولو پرمهال د ماشوم مغز آرامول

ژباړه : عطا محمد میاخېل  

   مور او پلار باید هڅه وکړي، چې د ویده کولو پرمهال د ماشوم مغزي فعالیت را کم کړي.  دا کړنه د مغز کېمیاوي موادو یانې اکسی توسین (Oxytocin) او د خوب هورمون مېلا ټونین ( Melatonin ) په فعالولو سره ترسره کېږي  . په دې کار کې د بریا له پاره تر ټولو غوره لار، د خوب پرمهال ماشوم ته آرامتیا ور بښل دي .

کله چې غواړئ، خپل ماشوم ویده کړئ، خپله باید آرامتیا ولرئ . که چېرې مور په خپله له اروایي ستونزو سره لاس و ګرېوان وي او د ماشوم د ویده کولو پرمهال د هغې خپله د مغز اروایي فشار زېږونکي مواد زیات وي، یانې مور خپله اندېښمنه او غوسه وي، نو دا حالت ماشوم ته لېږدول کېږي، ماشوم د نه خوندیتوب احساس کوي او ویده به نه شي .   برعکس که چېرې مور آرامتیا ولري او غږ یې نرم او آرام وي او ماشوم په آرامۍ سره ونازوي، دا هرڅه د دې سبب ګرځي، چې ماشوم په آرامۍ سره ویده شي .

کله چې مور د ماشوم ترڅنګ ویده کېږي، د مور او ماشوم ترمنځ بدني اړیکه ټینګېږي، که چېرې په دې وخت کې مور د ماشوم له پاره کیسه وکړي او یا هم سندره ووایي، دا د دې سبب کېږي، چې د ماشوم د مغز اکسي توسین زیات شي او د ماشوم پورتنی مغز د هغه له خوځښتي هڅونو ( پاڅېدلو او کولېدلو ) څخه مخنیوی وکړي او ماشوم ویده شي .

د ماشوم د خوب چاپېریال باید د ویده کېدلو له پاره مساعد وي، د کوټې رڼا باید ډېره کمه وي ( تیاره د مغز مېلاټونین فعالوي ) .

که چېرې ماشوم له تیارې څخه وېرېږي، خونه نباید تیاره وي او ماشوم ته ووایئ، کله چې ته ویده کېږې، زه په تا باندې پام کووم . میندې باید پوه شي، د ماشوم د ویده کولو پرمهال د نرام او آرام موزیک غږول د ماشوم له ویده کېدلو سره ډېره مرسته کوي .

د ماشوم د مغز آرامول :

کله چې ماشوم ویده کېدلو ته چمتو شوی او مور یې ترڅنګ ویده شوې، مور کولای شي د خوب کولو تمثیل وکړي، ترڅو ماشوم ویده شي .

له مور سره د ماشوم بدني تماس او هغه آرامتیا چې مور یې لري او هغه عاطفي اړیکه چې د دوی دواړو ترمنځ را منځته کېږي، د ماشوم په ویده کېدلو کې ډېر زیات اغېز لري . د مور د بدن د پوستکي تماس د ماشوم د بدن له پوستکي سره او حتا د مور لاس د ماشوم له لاسونو، سر، مخ او شاه سره د دې سبب ګرځي، چې اکسي توسین ترشح شي او د ماشوم د ویده کېدلو لامل شي .

کله چې ماشوم ویده شو، کولای شئ، هغه په ډېرې آرامۍ په خوب ځای او یا زانګو کې واچوئ، په ډېرې آرامۍ او د پښو په څوکو له کوټې څخه بهر شئ او خپل کارونه پیل کړئ.

مور باید د ماشوم ترڅنګ ویده شي، ترڅو ماشوم په بشپړه توګه ویده شي، که چېرې ماشوم د خوب په تخت یا په زانګو کې ویده کېږي، مور باید په خپل لاس له ماشوم سره بدني تماس ولري، ترڅو هغه د آرامتیا او خوندیتوب احساس وکړي او ویده شي .

له ویده کېدلو څخه مخکې ماشوم ته هغه خواړه مه ورکوئ، کوم چې د هغه مغز فعالوي .

د پروټیني خوړنیزو موادو ورکړه ( غوښه او کب ) له ویده کېدلو څخه دوه ساعته مخکې د دې سبب ګرځي، چې د ډوپامین (Dopamine) په نامه کېمیاوي ماده ( د مغز محرکه کېمیاوي ماده ) زیاته شي .

دغه راز د چاکلیټو ورکړه، چې کافئین لري، د دې سبب کېږي، چې د ماشوم له ویده کېدلو څخه مخنیوی وکړي .

که چېرې ماشوم له ویده کېدلو څخه مخکې وږی وي او غواړي څه وخوري، نو کاربوهایدریټ لرونکي خوړنیز توکي لکه د کیلې یوه برخه ورکړئ . له ویده کېدلو څخه مخکې حمام کول د دې سبب کېږي، چې ماشوم آرامتیا پیدا کړي او په آرامۍ سره ویده شي.               

 

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.