
طالبان: کابل کې په روغتون برید مونږ پورې اړه نه لري
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کابل په سردار محمد داود روغتون باندې په ننني برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې «په کابل کې په روغتون باندې د نن ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري».
نن سهار د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون کې د یوې چاودنې وروسته وسلوال بریدونه پیل شوي چې د راپورونو له مخې لا هم دوام لري.
د بریدګر شمېر د پنځو تنو په شاوخوا کې ښودل شوی او ویل کیږي چې د ډاکټرانو په جامه کې روغتون ته ننوتلي.
تر اوسه په پیښه کې د تلفاتو په اړه دقیقې شمېرې نه دي تر لاسه شوي.