افغانستان

طلوع تلویزون: خواصي د امریکایانو په خلاف افغانان جهاد ته را بولي.

نن ټکی اسیا: تیره ورځ د طلوع تلویزون څخه په یوه خپره شوې ویډیو کي وویل شول چی نوموړی د امریکا په خلاف د غوربند اوسیدونکي جهاد ته را بولي، او د هغوی هڅوي چي د امریکا په خلاف وسلې اوچتي کړي.

د طلوع تلویزون دا راپور وروسته تر هغه نشریږي کله چي ښاغلي عبد الستار خواصي دوه ورځي وړاندي ولس مشر حامد کرزي ته خپل هغه ګزارش وړاندي کړ، په کوم کي چي نوموړي د خپل سیمي غوربند د ولس آه وفریاد ارګ ته ورسوی.

ښاغلي خواصي د ولس مشر له خوا هغه ګمارل شوي پلاوي مشري کول، کوم چي غوربند ته د امریکایانو په بمبار او مخامخ ډزو او وژنو د پلټلو لپاره سیمي ته لیږدول شوی وو.

نوموړي وویل چي دغوربند ولسوالۍ په سیا ګرد سیمه کي امریکایانو د بمبار وروسته کلیو ته پیاده ته پیاده ورغلي وه ، او هلته یې ماشومان، ښځي او عام ولسي وګړي په ډیر بی رحمي سره وژلي او ټپيان کړې وه، او د هغه ځایه څخه یې د ځینو جنازو او شهیدانو عکسونه او ویډیوګاني هم ولس مشر ته راوړي وي.

نوموړي وویل چي د غوربند خلګو ولس مشر حامد کرزي ته دا پيغام درلود چي باید د امریکایانو خبره ونه مني، او د هغوی سره امنیتي تړون امضا نه کړي، ځکه چي هغوی هیڅ کله د افغانستان ارامي او سوکالي نه غواړي، بلکي خپل اهداف لري.

نوموړي وویل چي د غوربند ولسوالۍ اوسیدونکو ده ته وویل چي مونږ به تر هغو د ولس مشر تر شا دریږو، او خپل ټول سر او مال به دده ددې موقف لپاره قرباني کړو، خو هیڅ کله به د بیغیرتي دا شرمیدلی تړون ونه منو.

د ځینو شنونکو په وینا د سیاګرد د پيښي د لومړۍ ورځي څخه د طلوع نیوز تلویزن هڅه کړي چي د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د سیاګرد هغه فاجعه چي د امریکایانو له خوا د ولسي وګړو په خلاف تر سره شول، یو وړه او بی اهمیته موضوع وبولي، او غواړي چي هغه ولسي وګړي چی په دغه بمبار او ټول وژنه کي شهیدان شوي، د طالبانو مشران وبولي.

تیره ورځ کابل میشتي سیاسي کارپوه نظر محمد مطمئن په خپله یوه لیکنه کي انکشاف وکړ، چي د طلوع تلویزون شبکه د کابل د ادارې د مهمو چارواکو ځیني پټ اسناد لري، او همیش په دې کوشش کي وي چي د هغوی پټ اسناد را ټول کړي، او بیا دغه چارواکي د خپل او امریکايي اهدافو لپاره د پټو اسنادو په نشرولو سره وګواښي، تر څو خپله خبره په ومني.

د ځینو شنونکو په وینا د ښاغلي خواصي وروستۍ ویډیو چي د طلوع نیوز له خوا نشر شوي، د هغو پټو اسنادو د نشر یو سلسله ده، چي غواړي په دې توګه خواصي او نور چارواکي وګواښي.

باید وویل شي چي د عبد الستار خواصي له لوري د امریکایانو په خلاف د جهاد خبره څه نوې خبره نه ده، بلکی نومړي په څو واره په ښکاره ویلي چي امریکایانو په ولسي وګړو وحشي او غیر انساني برید کړی، او د هغوی څخه باید انتقام واخیستل شي.
نوموړي د ولسي جرګې څخه هم غوښتي وه چي باید بی تفاوته پاته نه شي، او د امریکایانو داسي وحشیانه اعمال وغندي، او په خلاف یې اواز اوچت کړي.

د یادوني وړ ده چي ددې تر مخه ولس مشر حامد کرزي هم څو ځله اعلان کړی او ویلي ، که امریکا بیا د ولسي وګړو په خلاف دشپي عملیات تر سره کړي، او یا هم د هغوی په کورونو بمبار وکړي، نو نوموړی به یې اشغالګر وبولي، او ولس به د هغوی په خلاف جهاد ته را وبولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x