طالبان: د میز په سر او سنګر دواړو کې له خپلو حقوقو دفاع ته تیار یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره یې د وسلوالې مبارزې ترڅنګ د سیاسي حل لاره هم پرانیستې پریښې او ولس ته یې دا ثابته کړې چې جګړه د طالبانو یوازینی انتخاب نه دی خو که څوک ورسره د زور لار غوره کوي بیا دوی هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼې (الاماره) کې خپره شوې اونیزه تبصره کاږي چې د هیواد خپلواکي او د اسلامي نظام قیام د طالبانو هغه «سپیڅلي اهداف» دی چې دوی ترې د میز په سر او سنګر دواړو کې دفاع کوي.

د ویب پاڼې تبصره زیاتوي چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د سیاسي دفتر شتون ولس او نړیوالو ته دا ثابتوي چې دوی جګړه د جګړې لپاره نه کوي او که اهداف یې «د وینې تویېدنې پرته تر لاسه کیږي، دا زموږ په نزد تر ټولو ښه حل دی».

طالبان وايي چې سیاسي استازي يې د مشرانو له لارښوونو سره سم د افغان قضیې د حل لپاره هلې ځلې کوي او په دې ډول یې هغه تېرایستونکې پلمه پوچه کړې چې طالبان د سیاسي جوړجاړي لپاره ادرس نه لري.

د طالبانود رسمي ویب پاڼې اونیزه تبصره لیکي:

«د دې دفتر د شتون هدف دا دی چې په افغانستان کې د یرغلګرو هیوادونو او نورو اړوند جهتونو څخه دغه پلمه واخیستل شي چې ګویا د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل غواړي خو د طالبانو ادرس معلوم نه دی».

تبصره زیاتوي چې جګړه د طالبانو اولنی انتخاب نه بلکې مجبوریت دی، خو په وینا یې، که څوک بیا هم د زور خبرې کوي او د سولې له نامه څخه د ولس د تېر ایستلو لپاره د یوې پروژې کار اخلي، «باید پوه شي چې د اسلامي امارت هر یو غړی قوی ایمان او نه ستړې کیدونکې حوصلې درلودونکي دي، مخته یې لوړ او سپیڅلي اهداف ایښی دي چې د هغو د حصول لپاره هر وخت او هر ډول قربانۍ ته چمتو دی».

د طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې خپریږي چې په دې وروستیو کې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو او د طالبانو په سیاسي استازو د بندیزونو غوښتنه کړې.

د طالبانو د ویب پاڼې اونیزه تبصره په پای کې لیکي چې د هیواد د تاریخ په اوږدو کې هغه څوک د ماتې او ناکامۍ سره مخ شوي چې د «افغان مسلمان او مجاهد ولس» په وړاندې يې د زور لاره غوره کړې، او په خبره یې، دغه انجام د ټولو لپاره پند او عبرت دی.

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۲۵﴾
    ۵۷-الحدید (۲۵)بیشکه راوه لیږل موږپیغمبران خپل په واضحونخښوسره اوکښته راوه لیږۍ ددودپاره کتاب اوتله دانصاف چه قایم اوسیږی خلق په انصاف اوکښته راولیږله موږ اوسپنه چه پکښی دجنګ قوت سخت دۍاوفایدی دخلقودپاره اوچه معلوم کی الله چه څوک مدد کوی دده اودده درسول بی لیدو بیشکه الله ډیرزورآور غالب دۍ ،وګورۍ دالله دکلام هدایت چه په دی کوچنی آیات کی څونه لوکامیابی پرته ده چه عدل اوانصاف وکۍ اوداوسپنی صنعت زده کۍ ددښمن مقابله په وکۍ نوداوسپنی صنعت خوبی مکتبه نه زده کیږی موږبایدپه مدرسوکی هم ساینس ووایوډیرداسی زهین زده کونکی په مدرسوکی پیداکیږی چه ایټمی توانایی زده کولای سی چه دکفارومقابله په وکو په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.