ټولنیزه برخه

اروا څه ده؟ څلورمه برخه

اروا د اروا پوهانو له نظره

    د يونان نامتو فيلسوف دمکريتوس وايي :
که موږ غوږونه نه لرلاى، د اوبو شور به نه وو.
    د دمکريتوس د دغې خبرې له مخې انسان هرشي ته په شيئت(څېزوالي) قايل دى، همدغه انسان دى چې انسان يې په انسانيت منلى.او هر څوک له خپله ليده، پرېکړه کوي، نو موږ هم دلته د ارواپوهانو له خپله ليده د هغوى خبرې را اخلو.

•    نيايا:
له ميلاده وړاندې په لرغوني هند کې د(نيايا) فلسفې د اروا د څرنګوالي په اړه وويل چې د اروا ځانګړنې ميل، کرکه، هڅه او پوهنه ده. د حرکت، حواسو، عواطفو، احساساتو او…ټاټوبي ډانچه ده. دوى وايي چې حواسو ته اروا ويل ځکه بې ځايه دي، چې هر حس د درک يو اړخ پېژني.

دغه ډله خلک د اروا د څه والي په اړه وايي، چې که زه ووايم چې، ما پخوا يو منګى لېدلى وو،اوس يې لمسوم. په دې جمله کې که (ما) بېل واى، نو سترګې د لمس وس نه لري او د لمس قوه د لېدلو توان نه لري، نو هغه څه چې دغو لېدلو او لمس کولو ته يووالي ورکوي، اروا ده. ځکه چې هر حس له خپل درک سره اړيکه لري، سترګې لېدل کوي، غوږ غږ اوري او….خو د دغو ټولو مجموعي ادراک اروا کوي. دوى د ارسطو خبره چې ډانچه او اروا سره يو بولې، ځکه ردوي چې د دوى د باور له مخې بيا نو تناسخ نه شي راتلاى.

•    زردشت:
 د لرغونۍ اريانا د بلخ پېژندل شوى فيلسوف او د اوستا څښتن زردشت وايي چې اروا ابدي موجود دى، چې کله له ډانچې ووځي درې  ورځې وروسته يو داسې ځاى ته رسېږي چې درې قاضيان پکې ناست وي؛ دغه قاضيان (ميترا)، (سارايوشا) او (يازاتا) نومېږي. دوى د اروا ښې او بدې کړنې تلي، وروسته يې د (شينوات) په نامه پر پله باندې تېروي، که يې ښې کړنې ډېرې وي پر پله باندې هوسا او ارام تېرېږي او جنت ته رسېږي؛که يې بدې کړنې ډېرې وي، نو پل ورته تنګېږي او لاندې دوزخ ته لوېږي. زردشتيان پر دې باور دي چې که په دې تللو کې د چا ښې او بدې کړنې سره برابرې وي، نو دغه اراوګانې د قيامت تر ورځې د دوزخ او جنت تر منځ وي، بيا به دغه ارواوې هم جنت ته ځي.

دې ته ورته له ميلاده نږدې اته پېړۍ وړاندې لرغونو يونانيانو هم داسې عقيده درلوده، چې ټوله نړۍ درې برخې لري: هسک، ځمکه او کنده. د دوى د عقيدې له مخې په هسک کې ارباب الانواع ، په ځمکه کې ژوندي انسانان او په کنده کې مړي اوسي. دوى باور درلود چې له مړينې وروسته انسانان په کنده کې خپل بل ژوند پيل کوي.

•    زيمقراطيس:
د يونان يوبل فيلسوف زيمقراطيس وايي چې اروا له کروي ذراتو جوړشوى موجود دى او د ډانچې په ټولو اجزاوو کې خپور شوى دى. په دغو ذراتو کې د عقل او اروا توپير نه کېږي. د ده په خبره اروا درې ډوله نسبتي اغېزې لري:
o    احساس
o    فکر
o    شعور
     د غه ټولې اغېزې نسبتي ځکه بولې چې په خبره يې موږ له حسي اغېزې پرته دغه نړۍ نه شو درک کولاى، دى وايي :
رنګ، خوند، بوى، غږ او…زموږ د درک شويو ذرو ګډ کار او د حسي غړيو نتېجه ده.
اپيکور يونانى فيلسوف هم له ده سره هم فکره دى او وايي :
اروا په ډانچه کې لکه مايع په لوښي کې؛ چې د لوښي له ماتېدو سره اروا هم له منځه ځي.

•    اپلاتون:
 اپلاتون وايي د انسان ډانچې ته اروا له پورته راغلې، که اروا وغواړي چې حقايق درک کړي او معرفت ته ورسېږي، نو بايد د ډانچې پرده څېرې کړي. چې دغه ډانچه د اروا له پاره زندان دى، د ده د همدې نظر پر اساس بودا خپلو لارويانو ته غږ کوي چې ترڅو مو وسه وي پر خپلو ډانچو سختۍ تېرې کړئ، چې اروا خوشحاله شي.

پر دې سربېره د اپلاتو ن بل ښاري فلوطين هم د ده خبره تاييدوي او وايي:
د انسان په ډانچه کې اروا تل له وېرې سره مخ ده، ځکه چې اروا ته  دغه ډانچه لکه زندان داسې دى، اصلاً اروا پاک موجود دى، خو دا چې په ماده کې نغښتل شوې، نو يې خپل پاکوالى له لاسه ورکړى، مګر اصليت يې ساتلى دى.او جوهر يې تغير نه دى کړى.

•    ارسطو:
 ارسطو وايي چې د اروا او ډانچې بېلوالى حماقت دى، بلکې دغه دواړه د يوه جوهر نه بېلېدونکي توکي دي. او اروا له ډانچې سره يو ځاى پيداکېږي، لوېيږي او مري. ځکه خو دى د فيثاغورسيانو د (تناسخ) باور ردوي.
له ده سره د پنځلسمې پېړۍ انګليسي فيلسوف تامس هابز هم فکره دى او وايي : اروا له ډانچې سره نښتې ده، که ډانچه نه وي اروا هم نشته.

•    سن توماس:
په دوولسمه ميلادي پېړۍ کې د روم نوموتى فيلسوف او ارواپوه سن توماس اکوين وايي: ژوندي موجودات ماشينونه نه دي، بلکې ژوند لري، او د يو غير ژوندي موجود په وړاندې يو ژوندى موجود خپل جوړونکي توکي په خپله جوړوي او د ځاني ځواک په مرسته حرکت کوي، دغه ځواک اروا ده.
توماس وايي: اروا درې درجې لري:
o    نباتي اروا: د ودې ځواک.
o    احساسي اروا: احساس لرونکى ځواک.
o    عقلاني اروا: د تعقل ځواک.
چې ارسطوهم دغه درې ګوني ځواکونه مني، مګر توماس د اروا لپاره پنځه ځانګړنې راپېژني:
o    نباتي ځانګړنه: دغه ځانګړنه د خوراک، ودې او زېږېدنې ځواک لري.
o    حسي ځانګړنه: له باندينۍ نړۍ د اغېزې ځواک لري.
o    شهواني ځانګړنه: د اوښتون او ارادې ځواک لري.
o    محرکه ځانګړنه: د حرکت ځواک.
o    عقلاني ځانګړنه: دغه ځانګړنه د تفکر ځواک لري.

•    جارج برکلي:
د شپاړلسمې پېړۍ مشهور انګليسي فيلسوف جاج برکلي وايي چې ترڅو يو شى درک نه کړم، حقيقت يې نه بولم. اروا درک کوي او کوم شى چې درک کېږي، معلوم دى.
دى وايي :اروا بسيط ذات دى نه وېشل کېږي مګر فعال دى؛ او فعل دوه اړخونه لري:
o    ادراک:
د اروا د فعل دغې څانګې ته (علم) او (عقل) وايي.
o    ايجاد((موجودول)):

 دغې څانګې ته برکلي (اراده) وايي. دى وايي هغه څه چې له دغې څانګې راپيداکېږي (صُور) بلل کېږي اوهر څوک چې ښه فکر وکړي ډېر صُورتونه پيداکولاى شي. او دغه حالت چې اراده کوم صُورت را پيدا کوي، تخيل وايي. مګر د محسوساتو ايجادول زموږ په واک کې نه دي، د ورځې د شيانو لېدل او نه لېدل زموږ له واکه ځکه وتلي چې هرڅه نه شو لېدلاى او هرڅه نه شو موجودولاى.
په پاى کې برکلي دې پايلې ته رسېږي چې په حقيقت کې يو بل ذات موجود دى چې زموږ په ذهن کې دغه تصورات راپيداکوي.اوهغه الله جل جلا له دى. وړاندې وايي:

د دې پرځاى چې محسوسات جسماني جواهر وګڼم، د خداى جل جلا له له ارادې څخه يې ګڼم. نو لومړى بايد د الله جل جلا له پر حقيقت باور وکړم، بيا د الله جل جلا له پرمخلوق (اروا). هغه څه چې الله جل جلا له يې زموږ په ذهن کې خلقوي شيان او حقايق ورته وايو او هغه څه چې اروا يې موجودوي، په حقيقت کې د محسوساتو (صورو)، تصوير او شبح دى.

•    کانت:
 د اتلسمي پېړۍ مشهور المانى فيلسوف ايمانويل کانت وايي:
د اروا د شتون په اړه له خپل مشهور شعاره (فکرکوم،نو يم!) په ګټې اخيستنې وايي، دا چې زه ورته (زه) وايم اوفکر کول يې ځانګړنه بولم، دغه (زه) شته، له ډانچې بېل دى او پسور، اوږدوالى او ژوروالى نه لري. او مجرد جوهر دى، خو دى دغه ټولې خبرې په عقل نا ثابته بولي، وايي دا چې دا څرنګه شونې ده چې په دې جوهر پسې دې فکرهم وتړل شي او بيادې ورته (مجرد) هم ووايو!
کانت پر دې باور دى چې جوهر هغه مفهوم ته وايي چې انسان يې اخذ کوي، او دا چې دغسې اخيستنې په وجدان پسي تړل کېږي او بيا په ويلو يووالي ورکوي؛ علم  _حسي وجداني_ چارې نه دى، چې يواځې په ويلو بشپړې څرګندې شي او دا چې ويل کېږي: فکر بسيط دى، کوم دليل شته چې سرچينه يې هم بسيطه وي؟
کانت وايي چې که پورته خبرې ومنو، نو بيا خو ډانچې ته هم بسيطه او مجرده ويلاى شو، ځکه چې وزن لري او  وزن په خپل ذات کې بسيط دى او ابعاد هم نه لري، ځکه خو مجرد دى. دى وايي دا سمه ده چې زمان ټولې ذهني کړنې زما له ډانچې سره تړلې دي، مګر دغه نو دليل نه شي کېداى چې پر اساس يې دغه دعوه وکړو، چې ((زه)) له ډانچې بېل دى.

•    جارج ويلهلم فريدريش هيګل:
دى وايي اروا درې پړاوونه لري:
په ذات کې اروا.
له ذاته د باندې اروا.
مطلقه اروا.
په ذات کې اروا:
    د هيګل پر باور د اروا دغه پړاو د انسان انفرادي حال دى، چې انسان د حيوانت په دوره کې وي او له يوه لوري د طبيعت غوښتنې او له بل لوري د نفس او هوا دېوالونه وي. په دغه پړاو کې يې ورو- ورو حواس او ادراک وده کوي؛ د ژوند په تجربو تفکر او تفهم پيداکوي،اود ((زه)) دعوه کوي.

    هيګل وړاندې وايي چې انسان په ((زه)) کې ډېر ډوبېږي او هڅه کوي چې پر نورو هم د جګړې په زور خپل ((زه)) ومني. دى وايي چې انسان په دې وخت کې پر دې ځان نه پوهوي چې ده ته تر هغو څوک ((زه)) نه وايي، ترڅو چې دى نورو ته د هغوى پر ((زه)) منلو اعتراف ونه کړي.

    د هيګل موخه داده چې انسان ترهغوپورې پر بل چا ځان انسان نه شي منلاى ترڅو يې مقابل لورى هم په انسانيت نه وي منلى، اوکه منلى يې وي، نو بيا د جګړې اړتيا نه پاتې کېږي، ځکه  چې هغه بايد له خپل همنوعه سره ورانى ونه کړي.

له ذاته دباندې اروا:
    هيګل دغه پړاو له لومړي هغه سره نږدې يو ډول تشريح کوي، دى وايي: په دې پړاو کې هماغه ((زه)) د شخصيت پر دعوه سربېره د حق دعوه هم کوي اوکه يې څوک پر حق تېرى وکړي، جزا ورکوي. هګل وايي : دغه جزا اصلاً د حق تلفۍ بدله ده او دغه د حق تلفۍ تاوان ورکول بولي. دى په دې جزا کې جرم ته په کتو د اعدام هم پلوي کوي.

مطلقه اروا:
    د هيګل پر باور دغه پړاو د تېرو دوو د يووالي پړاو دى چې په ذات کې د ننه اروا پر له ذاته د باندې اروا باندې څارګره شي اوله ذاته د باندې اروا د ذات د ننه اروا استازې ګرځي. دى وايي چې دغه پړاو که له ذاته سره يو شي، نو موږ يې پوهه  بولو.دى د مطلقې اروا دپړاو له پاره هم پړاوونه لري.او د دې له پاره چې يو ه اروا بشپړه مطلقه وبولي، نو بايد د صنعت، ديانت، علم او حکمت پړاوونه ووهي. چې پوره مطلقيت ته ورسېږي.

•    جرمنى فيلسوف ارتورشوپنهاور:
شوپنهاور پر دې باوردى چې هر انسان دوه اړخه لري:
له ذاته دباندې:
    دى وايي دغه اړخ د ډانچې په ګډون له نورې مادي نړۍ سره د حواسو او ادراکاتو ټولګه ده، او زما ډانچه هم لکه د نړۍ نورشيان زما يو تصور دى.

د ذات دننه:
    د شوپنهاور په اند د انسان دغه اړخ د هغه اراده ده. ځکه چې کله انسان کوم څه کوي د ډانچې په وسيله يې کوي . او د انسان هره کړنه د هغه د ارادې په اساس کېږي. دى وايي بهرنۍ نړۍ د انسان پر اراده اغېزه کوي،که دغه اغېزه زموږ غوښتل شوې اغېزه وي، نو خوند يې بولو.اوکه مخالفه وي درد ورته وايو.

    دى وايي: د ډانچې هر جز له ارادې سره متناسب مرستندوى دى. مثلاً: که انسان د خوړلو اراده وکړي، د ډانچې غاښونه  مرسته ورسره کوي.
    دې ته ورته خبره د بلجيم فيلسوف موريس ميترلينګ هم کوي، هغه وايي: کله چې موږ کوم بد عمل وکړو، پر دې باور لرو چې بخښل کېږي، ځکه چې ډانچه اختيار اومسؤوليت نه لري او اروا مسؤوله ده .په داسې حال کې چې هغه ټولې کړنې چې موږ يې اروا مسؤوله بولو اصلاً  له ډانچې صادرېږي او دواړه مسؤول دي.

    ميترلينګ وړاندې وايي: موږ تل د اروا په اړه پوښتنه کړې، چې اروا څه ده؟ خوزه پوښتنه کوم چې ډانچه څه شى ده؟ دى وايي: که موږ پر دې پوه شو چې ډانچه (ماده) څه شى ده؟ اروا په اسانۍ پېژندلى شو. په داسې حال کې چې اوس يو هم نه پېژنو، يواځې پر دې مو زړه ښه کړى چې اروا د ډانچې محرک او ډانچه يې صورت دى.

    المانى البرت انشټاين بيا وايي چې ترمړينې وروسته ژوند هغه موضوع ده چې زما تر درک او تصور ډېره لوړه ده. او ارزو هم نه لرم چې زما اروا دې زما له مړينې وروسته په نړۍ کې وګرځي.

•    امريکايي جان ډېوې:
    ډېوې پر دې باور دى چې موږ بايد اروا لکه د ډانچې نور غړي ژوندى شى وبولو، چې په چاپيريال کې شته. او چاپيريال او اروا يو پر بل باندې اغېزه کونکي دي. دى وايي: د دې پرځاى چې د (وجدان) په اړه وپوښتو، ښه به وي چې د وجدان دندې وپېژنو.
ډېوې وايي: مغز داسې غړى دى چې يو ځانګړې کړنه کولاى شي. خو د عالم د حقيقي درک وس نه لري. دى وايي: فکر بيا د ډانچې د نورو غړو (لاس،پښه..) په شان يوغړى دى چې له چاپيريال سره تطابق راولي. او تصورات د لاسته راغليو اړيکو د توازون او مطابقت کارکوي. دى وايي موږ بايد تر غريزې فکر ته ډېر ارزښت ورکړو.
پاتې لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x