ټولنیزه برخه

په سعودي پېر كي د نبوي مسجد ستري او ښکلي تاريخي پراختيا وي

عبدالمالک همت

سعودي واكمني:
د سعودي عربستان بنسټ ايښوونكي ملك عبدالعزيز د 1902ع. د جنورۍ پر لسمه يا پنځلسمه نېټه د آل رشيد واكمن عجلان له منځه يووړ او رياض يې ونيو. بيا هغه د يوه پياوړي واكمن په څېر د خپل ملك ډېري سيمي يو په بل پسې خپلي کړې. په 1906ع. كال يې پر ابن رشيد شواخون وروړ او په يوه سخته جګړه كي يې وواژه چي تردې وروسته په نجد كي د تركانو اغېز په بشپړه توګه له منځه ولاړ او عبد العزيز د دغه ځاى واكمن سو.

بيا عبد العزيز د حجاز دولت ته د جنګ اعلان وکړ او د 1343سپوږميز كال د لومړۍ خور پرڅلورمه، د 1924ع. كال د اكتوبر پر درېيمه يې حسين د حجاز له واكه راوپرزاوه او عبد العزيز د 1924ع. كال د اكتوبر پر اتلسمه مكې مكرمې ته ننوتى. د 1925ع. كال د جنورۍ په مياشت كي يې جده هم محاصره کړه او د حسين زوى علي هم د 1925ع. كال د دسمبر پراتلسمه له واكه لاس واخيست او د سلطان عبدالعزيز پوځونو جده هم ونيول. د 1344سپوږميز كال د څلورمي خور پراوومه چي د 1925ع. كال د دسمبر د ( 25 ) سره سمون خوري ټول حجاز د سلطان عبد العزيز تر واك لاندي راغي او په دې ډول نجد او حجاز سره يوځاى سول. پاى عبد العزيزته د 1344 سپوږميز كال د څلورمي خور پر ( 25) د 1926ع. كال د جنورۍ پرلسمه د جمعې په ورځ باب الصفا ته نژدې په حرم شريف كي د يوې ستري غونډي په ترڅ كي د حجاز د سلطان نوم ورکړه سو، او په دې ډول د نجد او حجاز پاچاسو.

تر1932ع. كال پوري سلطان عبد العزيز ته ” ملك الحجاز و النجد وملحقاتها“ ويل كيدل، خو د دغه كال د سپتمبر په اتلسمه ملك عبد العزيز د يوه پاچايي فرمان په ذريعه د خپل هيواد نوم ” المملكۍ العربيۍ السعوديۍ “ كښېښود. او د سپتمبر پر ( 23 ) په دغه نامه رسماً ونومول سو.

د تاريخ نجد وحجاز په (۲۱۴) مخ كي ليكي :
” سعوديانو په حجاز كي د شريف حسين د پوځونو سره د جګړې په بهير كي په طايف، مكه او مدينه كي ډېر زړه بوږنوونكي ظلمونه وكړل. پر مدينه منوره باندي د سعوديانو د يرغل پرمهال د شريف حسين د زوى علي چارواكو د نړۍ ګوټ ګوټ ته خبر وركړ چي نجديانو نعوذ بالله د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر مقدس مرقد باندي ګولۍ اوروي. كه څه هم د نجديانو لخوا دغه خبر رد سو خو ډېر وروسته وو. له دې امله د نړۍ مسلمانان ډېر خفه سول او حكومتونو يې احتجاجونه وكړل. بيا د ايران حكومت د حالا تو د څېړني لپاره يو پلاوى ورولېږى. د۱۹۲۵ع.كال په وروستيو كي دغه پلاوي خبر خپور كړ چي په رشتيا سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د روضې په ګمبته كي پنځه ګولۍ لګېدلي دي“.

پر دې سربېره په دغه كتاب او ډېرو نورو كتابونو كي پر سعودي حكومت ډول ډول نيوكي كيږي او د امريكايانو او نورو كفري هيوادونو سره يې په داسي اړيكو تورنوي چي نه ښايي. خو له دغو خبرو او عقيدوي مسايلو څخه قطع نظر سعودي واكمنانو د خپلي واکمنۍ پر مهال د حرمينو شريفينو خدمت كړى دى او له كله چي يې تېل موندلي پر متبركو اماكنو او ډېرو نورو اسلامي چارو يې بې خرته لګښتونه كړي دي او په دې هكله يې هيڅ نه دي سپمولي او درېغولي. خو له بده مرغه اوس داسي ښکاري چي د سعودي واکمنو د زوال مهال رانژدې سوی وي. اوس په سعودي کي د هغه ځای د خلکو هماغه د څو کالو پخوا خوشالي او ډ ېر پرمختيايي کارونه نه ليدل کېدل. سعودي حکومت د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، له يوې خوا امريکې د امو غوندي زبېښلي او اوس يې د امو د پوست او مندکي غوندي د امبارو پر کوټه وغوارځاوه. تيل يې دومره بې ارزښته سوي چي د هغو د را ايستلو لګښتونه نه ورجوړوي. په یمن کي د حوثيانو سره په اوږده او ستر لګښت لرونکې جګړه اخته دی. له بله پلوه د داعش په وړاندي بې خرته لګښتونه کوی، په سعودي او سيمه کي د ايران لاسوهنو هم د سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی. په هيواد کي يې داسي درانه صنايع هم نه دي رامنځ ته کړي چي له عوايدو يې د هيواد اقتصادی کمزوري ليري کړي. سلامي رشتيانی عالمان ټول ځني ناراضه دي او ډېر يې بندي خانو ته اچولي دي. د خلکو ډېره سلنه يې د سعودي حکومت څخه کرکه کوي او د داعش په حکومت خوشاله او په واکمن کېدو يې خوښ دي. الله دي پر دوی، موږ او ټولو مسلمانانو ورحميږي.

په سعودي پېر كي د نبوي مسجد لومړۍ پراختيا :
په ۱۳۶۸سپوږميز كال ملك عبدالعزيز آل سعود د يوې خبرتيا د خپرولو په ترڅ كي
د حرمينو شريفينو د پراخولو تكل څرګند كړ. ورپسې د ۱۳۷۰سپوږميزكال د كوچني اختر په پنځمه د نبوي مسجد د پراختيا لپاره څه لومړني كارونه ترسره سول. د مسجد په شمال، ختيځ او لوېديځ كي واقع ځايونه د څلوېښتو مليونو ريالو په بيه رانيول سول، ودانۍ يې ونړول سوې. د مسجد د مجيدي ودانۍ د شمال د لوري ۶۲۴۷ مربع متره برنډې ونړول سوې، ۶۰۲۴ مربع متره اورشو ورسره ګډه سوه او د نوي ودانۍ او پراختيا لپاره ۱۲۲۷۱مربع متره ځاى برابر سو. د سلطان عبدالمجيد له ودانۍ څخه چت لرونكې ۴۰۵۶مربع متره سهيلي برخه چي نبوي حجره او د هغې زرغونه ګمبته، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه ځاى، منبر شريف، تاريخي متبرك ستونونه او اصلي مناره پكښي راځي پرهماغه پخواني حال پاته سوه او په دې ډول د مسجد ټوله اورشو ۱۶۳۲۷مربع متره سوه. په ذوالحليفه ( ابيارعلي ) نومي ځاى كي د ډبرو، مرمرو او موزاييك د تراشلو او جوړولو جوړښتون ( فابريكه ) جوړه سوه، چي د فني ماهرانو تر نظر لاندي تر څلورو سوو تنو زياتو كارګرانو كار پكښي كاوه. د ودانيزو كارونو ډېر پر مختللي او نوي آلات برابر سول. د تخنيكي آلاتو د ترميم لپاره هم يو كارځى ايجاد سو چي ټول تخنيكران، انجنيران او كاركوونكي يې د سعودي اوسېدونكي وه.

د ۱۳۷۲سپوږميزكال د برات ( شعبان ) پر ۱۴مه د مسجد د باب الرحمت د لوري د لوېديز دېوال د بنسټ كيندل پيل سول. بيا د ۱۳۷۲سپوږميزكال د روژې پر ۱۴مه د يوې ستري غونډي په جوړېدو سره د دغي پراختيا د بنسټ ډبره كښېښوول سوه او كار په بنسټيزه توګه پيل سو. د مسجد د ودانۍ او پراختيا په كار كي پر مصري، شامي، پاكستاني، سوډاني، يمني او حضرموتي انجنيرانو، ماهرانو او كارګرانو سر بېره (۱۵۰۰) تنو سعودي كارګرانو هم كار كاوه او د كار مشري د شيخ محمد صالح قزاز او شيخ محمد بن لادن پر غاړه وه.

د ۱۳۷۳سپوږميزكال د لومړۍ خور پر دوولسمه ملك عبدالعزيز وفات سو. د هغه تر مړيني وروسته د ملك سعود په وختو كي هم دغه كار په بېړه روان وو. په ۱۳۷۳سپوږميزكال ملك سعود مدينې منورې ته ورغى له دغه كاره يې ليدنه وكړه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په پيروي يې د مسجد په كار كي برخه واخيسته. بالاخره دغه كار د دېرشو مليونو ريالو په لګښت، چي د نړول سوو ودانيو د بيي سره اويا مليونه رياله كيږي. په ۱۳۷۵سپوږميزكال، بشپړ سو او د ۱۳۷۵سپوږميزكال د لومړۍ خور پر پنځمه د ملك سعود لخوا پرانيستل سو.

د دې ودانۍ ځانګړني :
دغه لومړنۍ سعودي ودانۍ چي د مجيدي چت لرونكي ودانۍ په شمالي لوري كي جوړه سوه. مستطيله ( اوږده ) وه. اوږدوالى يې، يعني د ختيز دېوال اوږدوالى يې ( ۱۲۸) متره، د لوېديز دېوال اوږدوالى يې هم ( ۱۲۸) متره او پسور يې، يعني د شمالي دېوال اوږدوالى يې (۹۱) متره وو. د مسجد د چت لوړوالى ( ۱۲) متره وو. د ودانۍ ټول غولى په سړه مرمر ډبره فرش سو. د هغه په ختيزو او لوېديزو لورو كي درې برنډي جوړي سوې. د غولي په منځ كي له ختيځ څخه د لوېديځ په لور د سايوانونو يوه اوږده لړۍ جوړه سوه چي درې برنډې پكښېكي وې. پخوا مسجد پنځه دروازې درلودې، خو د دې پراختيا په پايله كي شپږ دروازې نوري وركړه سوې. له دغو دروازو څخه د ملك عبدالعزيز په نامه دروازې درې مدخله درلوده. د ملك سعود په نامه دروازې هم درې مدخله درلوده . دغه راز يې په بېلو بېلو ځايونو كي (۴۴) كړكۍ هم وركړي وې.

د دې غولي په شمالي لوري كي هم د سايوانونو يوه لړۍ وه چي پنځه برنډې يې درلودې. د هري برنډې پسور شپږمتره وو. په شمالي دېوال كي درې دروازې جوړي سوي وې. له كانګرېټو څخه دغه جوړه سوې ودانۍ پر (۲۳۲) ستونونو ولاړه وه. د ستونونو او دېوالونو د بنسټونو ژوروالى يې پنځه متره وو.

دمخه مسجد پنځه منارې درلودې. له هغو څخه درې ونړول سوې او په ختيزو او لوېديزو كنجونو كي يې دوې نوي منارې وركړل سوې چي د دغو منارو بنسټونه (۱۷) متره ژور وه او لوړ والى يې (۷۲) متره وو. په دې توګه د مسجد پر څلورو كنجونو څلور منارې وې.

د نبوي مسجد دوهمه سعودي پراختيا ( د ملك فيصل سايوانونه ) :
ومو ويل چي د لومړۍ سعودي پراختيا په پايله كي د نبوي مسجد ټوله اورشو ۱۶۳۲۷مربع متره سوه. څنګه چي د زيات او ډاډ من امنيت د ټينګښت او د سفرونو د وسايلو او آسانتياوو د ډېرښت له امله د حاجيانو او زيارت كوونكو شمېرمخ پر زياتوب روان وو او د لومړنۍ پراختيا سره سره نبوي مسجد تنګ سو نو شهيد ملك فيصل وپتېيل چي د مسجد په لوېديزه خوا كي د لمانځه لپاره نوره اورشو برابره سي.

له دې امله د دغي خوا ودانۍ ونړول سوې، څښتنانو ته يې څه د پاسه پنځوس مليونه رياله وركړل سول، تر شارع العيني پوري ټول بازار، منډيان او كورونه په مسجد ګډ سول او موقتي سايوانونه پر جوړ سول. دغه اورشو لومړى (۰۰۰،۳۵) مربع متره وه، بيا يې (۵۵۵۰) مربع متره نوره پر ورزياته كړه. د دغو سايوانونو د جوړولو كار په ۱۳۹۳سپوږميزكال پيل سو چي وروسته بيا د نبوي مسجد په درېيمه پراختيا كي له منځه يووړل سول.

د نبوي مسجد درېيمه ستره سعودي پراختيا :
دغه پراختيا چي د ملك فهد بن عبد العزيز په ځانګړې پاملرنه ترسره سوه د نبوي مسجد په تاريخ كي تر ټولو ستره پراختيا ګڼل كيږي. د دې پراختيا په پايله كي په دې مسجد كي د پخواني مسجد په پرتله نهه واره زيات لمونځ كوونكي ځاييږي. پر دې سربېره د دې پراختيا ودانيزه ښكلا دونه زياته او زړه راكښونكې ده چي هرڅونه تعريف يې وسي بيا به هم لږ وي. له دې پراختيا څخه موخه داوه چي په هروخت كي په تېره په روژه او د حج په ورځو كي هرڅه زيات لمونځ كوونكي ځاى كړي. زيارت كوونكو ته زياتي آسانتياوي او هوسايى برابري سي او دغه ودانۍ څو پېړۍ د دغو سترو موخو لپاره بسنه وكړي.

حقيقت دادى چي د دغي ودانۍ وياړ يوازي د خداى بخښلي ملك فهد لپاره نه ، بلكي د هر مسلمان لپاره دى. په ۱۴۰۲سپوږميزكال ملك فهد د نبوي مسجد د ستري پراختيا فرمان صادر كړ. د دغي پراختيا نخشه د هغه تر ځانګړي څارني لاندي تر درو كالو وروسته بشپړه سوه. چي د هغې په ډيزان كي د مصر د ودانيزو چارو ماهر ډاكټر محمد كمال اسماعيل فعاله ونډه لرل..

بيا د ۱۴۰۵سپوږميزكال د صفري په نهمه ملك فهد د دغي پراختيا د بنسټ ډبره كښېښوول. لومړى د دغي پراختيا تر نخشه لاندي ودانۍ ونړول سوې. بيا تعميراتي كار د ۱۴۰۶سپوږميزكال د حسن حسين ( محرم الحرام ) په مياشت كي د مسجد د بنسټونو په كيندلو سره پيل سو. بنسټونه د نوي ټكنالوژۍ په عصري وسايلو او سترو ماشينونو وكيندل سول. چي بيا په كېمياوي موادو او په ډېرو كلكو پولادو، ويلډينګ او يو لك مكعب مترو كانګرېټو را پورته سول. په ۱۴۰۹سپوږميزكال د برات ( شعبان ) په پنځمه د نبوي مسجد د لوېديزي پراخي سوي برخي د فرشولو كار پاى ته ورسېد.
څنګه چي د نبوي مسجد د كار لپاره ډول ډول تعميراتي ډبري په كار وې نو د دې موخي د تر سره كېدو لپاره د تعميراتي كار له كار ځاى څخه شل كېلو متره ليري په نړۍ كي د مصنوعي ډبرو تر ټولو داسي لوی جوړښتون جوړ سو چي كه يې د خپل ظرفيت سره سم كار كړى واى د ورځي يې (۷۵۰) مصنوعي ډبري جوړولاى سواى. له ټول عربستان څخه ډول ډول او د بېلو بېلو رنګونو درلودونكي ډبري را ټولي سوې، په سمېټو ګډي سوې او مصنوعي ډبري ځني جوړي سوې. په مجموعي توګه بايد پنځه لكه ډول ډول ډبري جوړي سوي واى.

د ۱۴۱۰سپوږميزكال د دريمي خور پر (۱۹) ملك فهد مدينې منورې ته ورغى او دغه ودانيز كار يې وكوت.

يو ډول ډبره چي ګرينيټ (GRANITE) ورته وايي په آسيا كي تر ټولو ډېره كلكه ډبره ده.
د دغي ډبري د دوو ډولونو زېرمي د سعودي د القسيم په بيديا كي سته. څنګه چي پتېيل سوې وه چي دغه ډبره د نوي مسجد په ودانۍ كي وكارول سي نو د دغو ډبرو او رخام ډبرو د خرابيو د له منځه وړلو، توږلو او پالش كولو او كارولو ته د چمتو كولو لپاره په ځانګړې توګه يوه ستره فيكټري جوړه سوه. دغه فيكټري چي د مياشتي د شپږسوه مكعب مترو ګرينيټو د چمتو كولو ظرفيت لري د نړۍ له سترو فيكټريو څخه ګڼل كيږي. د مسجد د بهرنيو دېوالونو لپاره يو لك شل زره دغسي خښتي يا ډبري او يوولس زره بل ډول ډبري په كار وې.

بل ډول ګرينيټ ډبري يې د مدينې د ښار په جنوب كي له يوې سيمي څخه راوړلې. په دغه نخلستاني سيمه كي سرې ګرينيټ پيدا كيږي. له دغو ګرينيټو څخه يې د مسجد ځيني ستونونه جوړ كړل.

د نبوي مسجد د دې پراختيايي ودانۍ له پاسه ( ۲۷) داسي دا لانونه جوړ سوي دي چي چتونه يې له خوځندو ګمبتو څخه جوړ سوي دي كومي چي د برېښنايي كمپيوټري نظام په وسيله د تكمې په وهلو سره په يوه دقيقه كي له چته ايسته كيږي او بېرته پر دريږي، څو د ګمبتو په ايسته كېدو سره مسجد ته طبعي رڼا او هوا دننه سي.

د دغو ګمبتو د ډيزاين كار يوه جرمني مسلمان ډاكټر محمود مراش، د مصري كار پوه ډاكټر كمال اسماعيل په مشري تر سره كړ. هغو لومړى يوه دغسي ګمبته جوړه كړه. كله چي ملك فهد د ۱۴۱۱سپوږميزكال د څلورمي خور په مياشت كي نبوي مسجد وليد، دغه جوړه سوې ګمبته يې وازمايل او بيا يې د نورو د جوړولو منظوري وركړه. د دغو ګمبتو دنننۍ سطحي له لرګيو جوړي سوي دي چي ډول ډول نخشونه لري. پر ځينو برخو يې د سرو زرو پتري نښلول سوي دي. د دغو سرو زرو مقدار يې (۶۸) كلو ګرامه ښوولى دى. ويل كيږي چي د دغو ګمبتو د دنننۍ سطحي د ټينګښت او ښايست لپاره يې د فلايي ووډ ( يو ډول لرګيني تختې ) څخه كار واخيست. دغه فلايي ووډ د كاناډا كاركوونكو د مراكش له يو ډول ونو څخه چي لركي يې ډېر كلك او ټينګ دي چمتو كړ. هغو دغه ډول وني پرې كړې او دغه لرګي يې ځني جوړ كړل، چي بيا پر دغو لرګيو باندي د نقش ونګار كار د مراكش د ماهرو هنرمندانو په لاسونو تر سره سو. دغه راز يې د دغو لرګيو ځيني غټ غټ تيران له مراكش څخه جرمني ته ولېږل څو هلته په نوو ماشينونو پرې سي، ګردي او نخشي جوړ سي او بيا د مسجد د بنسټيزو ډيزاينونو په مهمو برخو كي وكارول سي. د دغو ګمبتو د ځينو نورو ډيزاينونو لپاره د يو ډول ډېر بيي ډبري ( ميزونايټ ) د كارولو پرېكړه د هغې د ځانګړي رنګ له امله وسوه. دغه ډبره يې د كينيا په يوه كان كي وموندل. دغه كان چي بند كړل سوى وو خاص د همدې چاري لپاره بيرته پرانيستل سو او دغه ډبره يې ځني را وايستل. دغه راز يې د دغو ګمبتو د سرونو لپاره له پيتل څخه جوړ سوي تاجونه ( د ګمبتي پر سر باندي نوك لرونكي برخي ) له سويزرلينډ څخه راوغوښتل، د سرو زرو په اوبو يې ووهل او پر دغو ګمبتو يې نصب كړل. د ګمبتو دباندنيو خواوو ته ګرينيټ غوندي جرمنۍ سراميك وركړه سوي دي. د دغو ګمبتو دنننى نيمى پنډوالى (۳۵،۷) متره دى او د هري يوې ګمبتي دروندوالى اتيا ټنه دى.

دغه راز د مسجد د ننه د دوو لڅو غوليو له پاسه د سيوري لپاره، پر هر غولي شپږ شپږ بشپړ ميكانايز سايوانونه جوړ سوي دي. چي په برېښنايي كمپيوټري نظام د تكمې په وهلو سره ټوليږي او غوړيږي، يعني د مسجد پر دغو لڅو اورشوګانو باندي د برېښنا په مټ سايوان كيږي او لڅه اورشو پټوي او بيا چي يې ايسته كوي د لڅي اورشو په منځ كي د سايوان غوندي سره ټوليږي.

په مسجدونو كي د ښكلا لپاره له مرمر ډبرو څخه كار اخيستل د اسلامي ودانيز فن لرغونى دود دى. د دې دود په پام كي نيولو سره د نبوي مسجد په پراختيايي ودانۍ كي د كارولو لپاره ډول ډول مرمر ډبري په ډېر غور او احتياط سره وټاكل سوې. د برازيل د څلور كنجو او ډيزاين لرونكو ډول ډول مرمر ډبرو څخه يې ښكلي او منقش ستونونه جوړ كړل. د مسجد پر چتونو يې د يونان مرمرډبري نصب كړې. د منارو ستونونه يې د اټلي له كراره ډبرو جوړ كړل. دغه راز يې د اټلي مرمر ډبري د مسجد پر زينو او ځينو نورو برخو هم وكارولې.

كراره مرمر په ټوله نړۍ كي مشهوره ده او د ودانيزو چارو ماهرين يې د هغې د ښكلا، شفافيت او ټينګښت له امله ډېره خوښوي. د اټلي له دغي سيمي څخه تقريباً له دوو زرو كالو څخه مرمر ډبري په پراخه پيمانه را باسي او پروسيسوي يې. له دې امله هلته د مرمر ډبرو د راايستلو ډېر باوري صنعت رامنځته سوى دى. له دغو مرمرو څخه يې د (۲۱۷۰) ستونونو لپاره پنځه ويشت زره ګول ډبري جوړي كړې. چي بيا د هر ستون سربېرنه برخه له دغو مرمرو او نوري برخي يې له اويا بېلو بېلو بنسټيزو اجزاوو څخه جوړي سوې.

دغه راز يې له دغو مرمرو څخه ځانګړي ډبې جوړي كړې ( هره ډبه له اوولسو ټوټو څخه جوړه سوې وه) او بيا يې پر ټاكلو ځايونو نصب كړي چي د قرآنونو د ايښوولو لپاره تاخچې ځني جوړي سوې.

د مسجد غولي يې هم د اټلي د كراره او د اسپانيا، پرتګال او يونان په اتو زرو اوږدو، ګرديو او رنګ رنګ مرمرو فرش كړل. په مجموعي توګه په نبوي مسجد كي پنځه اويا زره مربع متره فرشي خښتي يا ډبري كار سوي دي.

لكه چي پوهيږو خطاطي د اسلامي ودانيز فن ډېره مهمه برخه جوړوي. له دې امله په نبوي مسجد كي قرآني آيتونه يوه ماهر خطاط د ټيمكي( ټين) پر پليټونو باندي وكښل او بيا يې هغه ټريسينګ ( ترسيم، كاپي ) كړل. د قرآني آيتونو لپاره يې مرمر ډبري وټاكلې، پالش يې كړې او په خپله اصلي بڼه كي يې پرې كړې. پر مرمر ډبرو يې يو بل شيټ SHEET) ؛ پاڼه (كښېښوول او د ټريسينګ د الفاظو د بېلولو او پرې كولو لپاره يې استعمال كړل. بيايې پر هغو تر څه نورو ضروري چارو د تر سره كولو وروسته په خپلو خپلو ځايونو كي نصب كړې.

د ۱۴۱۲سپوږميزكال د څلورمي خور پر لسمه بيا ملك فهد د نبوي مسجد د كار بهير وكوت او اړوندو چارواكو ته يې لازمي لارښووني وكړې.

څرګنده ده چي په دغسي ودانۍ كي د ښكلا او تزئين لپاره پيتلو، لرګيو او نورو ډول ډول توكو او شيانو ته اړتيا پيدا كيږي. د همدې موخي لپاره جدې ته نژدې يوه فيكټري په ځانګړې توګه جوړه سوه او د نوي ټكنالوژۍ سره سم ډول ډول مشينونه پكښي ودرول سول. دغي فيكټرۍ له پنځلسو ټنو پيتل څخه ډول ډول ښكلايي توكي او ټوټې جوړي كړې او د نبوي مسجد په بېلو بېلو برخو كي استعمال سوې. د مسجد پر دنننيو دروازو او كړكيو باندي هم ښكلي نخشونه وكيندل سول او پر هره دروازه يوزر او شپږ سوه تراشل سوي ټوټې وكارول سوې.

له رنګينو ښيښو څخه د ستورو په بڼه كړكۍ هم د جدې په يوه وركشاپ كي جوړي سوې. دغه زيل يوه دانه كړكۍ به درو تنو ماهرو هنرمندانو تر درو شپو ورځو وروسته جوړوله، چي بالاخره د اسلامي ودانيز فن د لرغونى دود سره سم دغه ډول (۲۴۰) كړكۍ جوړي سوې او د نبوي مسجد په بېلو بېلو برخو كي نصب سوې.

په انګلستان كي د سراميك جوړولو يوې ستري كمپنۍ د نبوي مسجد لپاره د اسلامي دوديز طرز سره سمي ډېري ښې او ښكلي سراميك خښتي جوړي كړې او د ملك فهد د دروازې له پاسه او د اوو ګمبتو له پاسه او دننه نصب سوې. د نبوي مسجد د سترو دروازو د جوړولو لپاره يو ډول لرګي د اسپانيا د وارسلونا بندر ته ورسېدل. دغه مهال چي په ټوله نړۍ كي زيات لرګي په كار وه، هغه د دغه مسجد لپاره وه. د دغو دروازو لپاره د پيتل ټوټې په فرانسه كي جوړي سوې او سره زر پر ووهل سول او د دروازو په مختلفو برخو كي وكارول سوې. په دې ډول د هري دروازې وزن دوه نيم ټنه سو.

د اېركنډېشن سټېشن ” مبنى ماكينات التبريد“ ( د هوا يخولو ځاى ) له مسجد څخه اووه كېلو متره ليري په (۰۰۰،۷۰) مربع متره اورشو كي جوړ سو.د مسجد د هوا د سړولو لپاره له دغه ځاى څخه تر نبوي مسجد پوري اووه كېلو متره تونل وكښل سو او د نبوي مسجد د ستري ودانۍ ترڅنګ د (۰۰۰،۲۵) ټنو په ګنجايش د نړۍ د هوا سړولو داسي پر مختللى ستر سيسټم ولګېد چي د مخه هيڅ مسجد ته نه وو لګېدلى. چي له هغه څخه د مسجد د ستونونو له لاري سړه هوا د مسجد بېلو بېلو برخو ته تقسيميږي.

دغه راز له ښاره بهر د سړو اوبو له ځاى څخه په يوه دقيقه كي اوولس زره ګېلنه يخي اوبه د پايپ لين په ذريعه د مسجد د ودانۍ زېرخانو ته رسيږي. چي په دې ډول د مسجد په اړوندو ځايونو كي د روغتيايي او زمزم اوبو منظم سيسټم ايجاد سوى دى. همدا شان مسجد ته د ” شرکة كهرباء المنطقة الغربية “ لخوا د اتيا مليونو ريالو په بدل كي د برېښنا سټېشن جوړ سوى او د (۱۱۰) ميګاواټو په طاقت برېښنا يې نبوي مسجد ته وركړې ده. پر دې سربېره مسجد ته د راډيو ټلويزيون شبكه، د اور اخيستلو پرمهال د خطر زنګونه او د اور وژني وسايل هم لګېدلى دى.

په پاى كي بايد ووايو چي د نبوي مسجد دغه ټول كارونه په ۱۴۱۴سپوږميزكال بشپړ سول.

د دې پراختيا ځانګړني :
د دې پراختيا په پايله كي د نبوي مسجد پر پخوانۍ اورشو (۸۲۰۰۰) مربع متره اورشو نوره زياته سوه. دا پراختيا پر لومړۍ سعودي پراختيا له درو خواوو را چاپېره سوې ده. خو د مسجد مخكنۍ برخه پر خپل پخواني حال پاته ده. څو د مجيدي ودانۍ ښكلا له منځه ولاړه نه سي او له ورايه وليدل سي. د دې پراختيا برنډې، ستونونه، چتونه، او نور كار د لومړۍ سعودي پراختيا غوندي دى او اوس دغه دواړي ودانۍ ګردسره يوه ښكاري. پخوا د مسجد منارې څلور وې چي د هري يوې جګوالى (۷۲) متره وو. په دې پراختيا كي شپږمنارې نوري پر زياتي سوي دي، چي د زياتو سوو منارو د هري يوې جګوالى ( ۹۲ ) متره دى. په دې ډول اوس د نبوي مسجد ټولي منارې لس دي.

دغه ودانۍ پر زېرزميني ( البدروم )، ځمكني پوړ او بام مشتمله ده. ځمكنى پوړ يې اصلي ودانۍ ده، چي لوړ والى يې (۶۰،۱۲) متره دى. پخوا مسجد يوولس اساسي او فرعي ورونه در لوده خو د دې پراختيا په پايله كي د مسجد د اساسي او فرعي دروازو شمېر (۸۱) ته ورسېدى او ټول (۲۱۷۰) ستونونه وركړه سوي دي، چي هر يو (۶،۶) متره سره ليري دي، څو6×6متره دالان تشكيل كړي. كوم ځاى چي چت د ګمبتي غوندي دى هلته د ستنونو ترمنځ واټن ( ۱۸) متره دى، څو x18 18متره دالان تشكيل كړي.

د مسجد بام ته پنځه خوځندي برېښنايي زينې وركړه سوي دي چي هري زينې (۳۷۵) مربع متره ځاى نيولى دى. نورې ساده زينې هم د مسجد بام ته پورته سوي دي
د مسجد پر بام هم د لمونځ كولو لپاره پراخه غولۍ جوړ سوى دى. چي اورشو يې (۵۸۲۵۰) مربع متره ده. هسي خو د ټول بام اورشو(۰۰۰،۶۷) مربع متره ده. د بام پر هغه برخه چي كار ځني اخيستل كيږي سپيني يوناني مرمر ډبري كار سوي دي. چي په ځانګړې توګه هغو ځايونو ته وركول كيږي چي د لمر وړانګي پر لوېږي او نه توديږي. پر بام باندي نژدې (۰۰۰،۹۰) تنه لمونځ كولاى سي. پر بام سربېره پر (۰۰۰،۱۱) متر مربع اورشو باندي برنډې هم جوړي سوي دي، چي د چت لوړ والى يې څلور متره دى. دغه بام داسي جوړ سوى دى چي د اړتيا پر مهال بل پوړهم پر جوړېدلاى سي.

د مسجد غولۍ :
د نبوي مسجد په سهيلي، شمالي او لوېدزو خواوو كي پراخه غولي جوړ سوي دي. چي د ګردو اورشو (۰۰۰،۲۳۵) مربع متره ده. د دغو غوليو پر ځينو برخو باندي سپيني مرمر ډبري چي نه توديږي او پر نورو برخو يې ګرينيټ فرش سوي دي. د دغو غوليو د رڼا كولو لپاره د مصنوعي ډبرو او ګرينيټو (۱۵۱) ستونونه جوړ سوي دي چي د برق غټ غټ ګروپونه پر نصب سوي دي. د دغو غوليو شاوخوا كلك دېوال وهل سوى دى. پر دغو غوليو باندي (۰۰۰،۴۳۰) تنه لمونځ كولاى سي. د دغو غوليو پر ځينو ځايونو باندي زينې جوړي سوي دي چي تر غوليو لاندي په زېر زمينۍ كي جوړو سوو غسلخانو، د اوداسه ځايونو او د زيارت كوونكو د هوسايۍ ځايونو ته وركښته سوي دي. تر دغو غوليو لاندي د بسونو پراخه تمځايونه هم جوړ سوي دي. په دې ډول تر غوليو لاندي دوه پوړه جوړ سوي دي.

تر لومړنۍ پراختيا وروسته په مسجد كي (۰۰۰،۲۸) تنه لمونځ كوونكي ځايېدل، تر دوهمي پراختيا وروسته (۰۰۰،۲۶۸) تنه پكښي ځايېدل او اوس د مسجد د ننه، د هغه پر بام او د باندي غولي باندي (۰۰۰،۶۹۸) تنه لمونځ كوونكي ځاييږي. البته د حج پرمهال او د روژې په مياشت كي يو مليون لمونځ كوونكي هم پكښي ځاييږي. تر سعودي پراختياوو دمخه د نبوي مسجد د ودانۍ اورشو (۱۰۳۰۳) مربع متره وه خو تر سعودي پراختياوو وروسته اوس د مسجد مجموعي اورشو(۰۰۰،۳۷۳) مربع متره ده. د سعودي د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په يوه خپرونه كي وايي چي د نبوي مسجد اوسنۍ اورشو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وختو د مدينې د ټولي اورشو سره برابره ده.

د نبوي مسجد اوسنی عمراني کار او پراختيا :

په دې وروستيو کلونو کي د نبوي جومات د باندي د هغه په شاوخوا څلورو غوليو کي د دغو غوليو پر پخوانيو ستونونو ۲۵۰ ځانګړي سايوانونه جوړ سوی دي چي ۱۴۳ مربع متره اورشو يې پوښلې ده. د دغو سايوانونو تر هر يوه لاندي تر ۸۰۰ تنو زيات لمونځ کوونکي لمونځ کولای سي. (لومړی انځور).

د دې کار ترڅنګ د سعودي مخکني واکمن ملک عبدالله بن عبدالعزيز د خپلي واکمنۍ پرمهال د نبوي مسجد د بلي ستري او په تاريخ کي تر ټولو لويي پراختيا د پروژې د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کي کښېښوده. دغه پراختيايي کار اوس د نبوي مسجد په ختيزه خوا کي روان دی. ټول لګښتونه يې ۲۰۰ مليارډه رياله اټکل سوي دي او د دې ودانيزي پروژې په بشپړېدو سره به په دې مسجد کي نوره پراختيا او ښکلا هم راسي او که خدای کول له اتلسو لکو تر شلو لکو لمونځ کوونکي به لمونځ پکښي کولای سي.(دوهم اودرېيم انځور).

( د سعودي پراختياوو په هكله پورته معلومات د لاندي مراجعو څخه په استفاده ليكل سوي دي : شفاءالغرام،۲/ ۴۸۲ مخ، في خدمة ضيوف الرحمن، سعودي خپرونه ،۱۴۵مخ، رهنماى حجاج، سعودي خپرو نه ،۸۲ مخ، تاريخ معالم المدينة المنوره،۲۷۴مخ، تاريخ مدينه منوره، د دارالسلام خپرونه،۷۴مخ، تاريخ المدينة المنوره، ۳۷۰مخ، اټلس سيرت نبوي،۱۶۳مخ ، د سعودي بن لادن په نامه د نبوي مسجد د پراختيايي كار د كمپنۍ معلومات او په انټرنيټ کي بېل بېل سايټونه ).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x