ښځه/ عبدالهادي عمري

عبدالهادي عمري
له هرڅه برخمنه یې اسلام کي دي عزت دی
اې خوري! ستا په نوم قران راوړی یو سورت دی

راغلې له جنت نه دحوا بي بي وارثي
په کور کي ستا وجود یو برکت دی یو زینت دی

حجاب دي پر سر ساته دا میراث دعایشې دی
په دي کي الله ایښي ستا لپاره شرافت دی

په کور کي باچهي درلره ښايي دادي حق دی
خاوند باندي فرض کړی رب کریم ستا هر خدمت دی

دعلم په طلب کي هم خیال ساته د پړوني
د علم او حجاب یو حقیقت یو فرضیت دی

بې تا چي سي بې خونده سي دښار تول محلونه
په تا سره ودان د(عمري) کورګی جنت دی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.