دیني، سیرت او تاریخ

بې عنوانه!!! درېیمه کړۍ

وړوکی خادم….

ملګرو! نن د مدینې منورې د هغه وړوکي ماشوم کیسه درته اوروو، چې د هغه نوم انس دی. د هغه والده ام سلیم د نبي کریم له نږدې خپلوانو څخه وه.

حضرت انس اوس ډېر وړوکی وو، چې والد صیب یې وفات شو، بیا ام سلیم رضي الله عنها له حضرت ابوطلحه سره واده وکړ. نو حضرت ابوطلحه رضي الله عنه د انس ناسکه پلار شو.
ملګرو! په دې ورځو کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې څخه مدینه النبي ته هجرت وکړ، او مدینې منورې ته یې تشریف راوړ. څو ورځې وروسته ام سلیم رسول اکرم څخه غوښتنه وکړه، چې: (( یارسول الله! انس هوښیار هلک دی، دی درسره وساته، دی به ستاسو خدمت کوي.))

نبي کریم صلی الله علیه وسلم انس له ځانه سره کړ.

انس د رسول اکرم له زړه څخه خدمت پیل کړ، هر وخت به ورسره وو، د نبي کریم په هر امر به یې هغه کار په منډه سرته رساوه. ځینې وخت به نبي کریم د کار ورته نه ویل، په خپله به پوهېده، او په مینه به یې هغه کار سرته رسوه. ۱۵

د نبي کریم یو وړوکي زوی( ابراهیم) څومیاشتنی وو، او د مدینې منورې سره نږدې یې یوه صحابي ابوسیف روزنه کوله. ابو سیف اهنګر وو، او تل به یې کور له لوګیو څخه ډک وو، ځکه بټۍ به یې ګرموله، اوسپنه به يې نرمه کړه اوبیابه يې ترې لوښي، زغري او نور شیان جوړول.

حضور اکرم به کله کله د ابراهیم لیدلو ته د ابوسیف کره ور روان وو، نو انس به له حضور اکرم څخه مخکې د ابوسیف کور ته ورتله، چې هغه ته ووایي، چې نبي کریم را روان دی، او خپله بټۍ د یوڅه وخت لپاره ودروي. چې لوګی نه وی، او نبي کریم په تکلیف نه شي. نبي کریم به هلته ورتله او ابراهیم به یې له سینې مبارکې سره جوخت کړ، وبه یې سولاوه، او مینه به یې ورسره وکړه، او بېرته به راستون شو.۱۶
یو ځل یوه ګنډونکي حضور اکرم ته دعوت وکړ، هغه کدو غوښه( کدو او غوښه یوځای) پخه کړې وه. حضور کریم هلته تشریف وېوړ. انس رض هم ورسره وو. د نبي کریم کدو ډېر خوښېده، په سالن(کتغ) کې به یې کدو ولټوه، او بیا به یې نوش کاوه. انس چې دا وکتل، نو هغه هم کدو ډېر خوښ کړ، ځکه چې دا د نبي کریم ډېر خوښ وو، پس له دې به انس په خپل کور کې ډېر وخت کدو پخوه. ۱۷

نبي کریم یو ځل په یوه کار پسې ولېږه، هغه په مینه او ناز وویل: ( زه خو نه ځم). دا یې هسې په نخرو ویل، په زړه کې خو یې وو، چې خامخا ځم. ددې کار پسې ولاړ، خو په لاره کې یې د ماشومانو په کتلو مصروف شو، چې لوبې یې کولې، نو ناوخته شو.

نبي کریم له هغه ځایه تېرېده، ویې کتل، چې انس د ماشومانو لوبه ګوري، نږدې ورغی، او له څټه یې ونیوه، انس چې مخ واړوه، نو نبي کریم مسکی وو(( انسه! ته هغه کار ته ولاړې نه، د کوم مې چې درته ویلي وو. )۱۸
انس وفرمایل:( یا رسول الله! زه ځم، همدا یې وویل، او هغه  کار پسې روان شو.)
یو ځل نبي کریم کومه د راز خبره ورته وکړه، او ورته ویې فرمایل، چې هیچا یې ونه وایي. نو له ده څخه یې مور هم خبره نه شوه. ۱۹
د انس له خدمت رسول اکرم ډېر خوښ وو، او ډېرې دعاګانې به یې ورته کولې. ددې دعاګانو برکت وو، چې ډېر اوږد عمر یې وکړ. په مال او رزق کې یې پراخي وه، دا ټول د نبي کریم د دعاوو برکت وو. ۲۰

کوربه توب او میلمستوب

څوک دعوت کول یو لوی شرف(اعزاز) دی، دعوت کوونکي د را غوښتل شوي سړي عزت او درناوی کړی دی. دعوت شوي کس ته دا په کار دي، چې په خپل وخت د کوربه خواته ځان ورسوي. میزبان(کوربه) په خپل وخت د میلمه په راتګ ډېر خوشحاله کېږي.
لباس، وخت او د موسم له حالاتو سره سم ځان برابرول په کار دي، ډېر زیات ځلېدونکی، شوخ رنګ والا، او ګډوډ لباس د درناوي خلاف عمل دی.

ځان پاک کړئ، او بیا دعوت ته حاضر شئ. په ځانګړي توګه غاښونه او خوله ښه پاکه کړئ، او له ټولو ښه خوشبو(عطر) ولګوئ.
له پسپسکو( په ورو ورو غږېدل) څخه ځان وساتئ، د نورو د رایو درناوی وکړئ؛ ځکه داسې کار( پسپسکې یا د بل په رایه نظر) کول د درناوي خلاف عمل دی.
ويښ او تاند اوسېږئ، لږه اندازه مسکا په خپلو شونډو ولرئ، لږه اندازه مزاح او ټوکې وکړئ.
په ټوکو کې د نورو خلکو پسې مه نښلئ، که ټوکې کوئ، نو هره ټوکه د خپل ځان پسې وکړئ.
چېرته هم سترګې مه نښلوئ، یا چېرته ته هم په ډېر دقت مه ګورئ، ځکه چې شریف او ښه خلک په چا پسې سترګې نه نښلوي.

په خپل قاب کې د ډوډۍ اخستلو په وخت کې دومره خوراک واخلئ، څومره چې خوړلی شئ، له دې یې هم لږ واخلئ، په دویم ځل به مو نه څوک منع کوي، او نه به کوم ممانعت وي.
سم نیغ کینئ، کوږ مه کینئ، په یوه پښه بله پښه اېښودل هم عیب شمېرل کېږي.
د نورو مخې ته مه کینئ، ځکه دا ډېر بد شمېرل کېږي. په خلاصه خوله اسویلي مه باسئ، بلکه خولې ته لاس ونیسئ.

د میلمستیا د خلاصېدو په وخت کې دې خبرې ته ډېره پاملرنه وشي، چې ځانګړی میلمه لومړی رخصت شي.( خو که اخوا دېخوا څه خبره نه وه).
د کوربه دزړه له کومې مننه او شکریه ادا کړئ، د ښه وخت د تېرولو مننه ترې وکړئ، د ډوډۍ شکریه یا مننه ترې مه کوئ، په مجالسو کې ښه وخت تېرول موخه وي، ډوډۍ موخه نه وي.
د مجلس په پای کې له ټولو مه مخکې ځئ، او مه له ټولو وروسته پاتې کېږئ، ځکه له ټولو د مخکې تګ حق د ځانګړي میلمه وي.

په هوټل او رسټورانټ کې…..

په هوټلونو او رسټورانټونو کې خدمتونه او سلوک زمونږ په رایه او طبیعت برابر کېږي. څو خبرې په دې باره کې په یاد ساتل په کار دي….
د هوټل د کارکوونکو ډېر امد( لاسته راوړنه) د ټٍپ( هغه پیسې چې د اخستونکي له خوا خدمت کوونکي یا د هوټل کارکوونکي ته ور کول کېږي) له لارې وي، نو کوښښ وکړئ، چې خدمت کوونکي ته ټٍپ ورکړئ. څومره؟ عموماً پنځه یا لس پیسې ورکړئ، که چوپړ بیکونه او سامان الات تر کوټې پورې درته وېوړ، نو د بیک یا د پلاستیک په سر لس یا پنځه پیسې ورکړئ. د ډوډۍ دبل( پیسو) ۵ تر لس فیصده ورکول هم څه خبره نه ده او مناسب شمېرل کېږي.

خپل بوټان په پردو او یا د لاس په ورغوي مه پاکوئ، که خدمت کوونکي دا وویني، نو بده خبره ده، او بیا به په ښه سترګه درته نه ګوري.
د هوټل په کوټه کې څه مه پخوئ.
که خپلې جامې په خپله استري(اوتو) کول غواړئ، نو له هوټل والاوو څخه اوتو وغواړئ، هغوی ددې په برابرولوکې درسره کومک کوي، او یا یې له مخکې لري.
د ویټر(خدمت کوونکي) د را غوښتلو لپاره چغې مه وهئ، بلکه په ورو او ټیټ غږ ورته غږ کړئ، او هغه را وغواړئ.
خپل اواز کله هم مه پورته کوي…..

د نورو لپاره د ډوډۍ را غوښتلو په وخت کې له هغوی پوښتنه وکړئ، چې کومه کومه غذا خوري.
د پیسو(بل) د ورکولو څخه مخکې بل په ښه توګه وګورئ، بیا یې تحویل کړئ.
د بیت الخلاء د کارولو په وخت کې باید ددې خبرې خیال وساتل شي، چې په بیت الخلاء کې مې اوبه واچولې، او ښه پاک شو او که ښه پاک نه شو.
د لاسونو دمینځلو په وخت کې د لاس مینځلو ځای وکتل شي، چې په پوره توګه بېرته پاک شو، چې ناپاک نه شي.
خراب توکي په ټوکرۍ کې وغورځوئ.
ځان پاکونه(تولیه) په ځمکه مه غورځوئ.

د حمام( غسل ځای) او پخلنځي په غولي باندې کوښښ وکړئ، اوبه درنه پاتې نه شي، چې پرې خپله ستاسو د لوېدو وېره ده.
غسل ځای او پخلنځی ښه پاک وساتي، ستاسو د لوړ شخصیت څرګندونه کوي.
پاتې کړۍ هم لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x