پښتو ژبه په شعوري ډول د علومو اکاډمي څخه ايستل کيږي

سردار محمد همدرد
علومو اکاډمي ديو هیواد ماغزه دي کله چي په دي ستر او اکاډميک مرکز کي دستونزو او تعصب خبره راځي دا ډیره دافسوس خبره ده هسي هم افغانستان کي رواني جګړي دپرديو لاسوهنو زموږ ډيري ارزښتونو باندي لوبي وکړي ملي فکر ارزښتونه،دخاوري سره مينه دافغانيت دننګ اوغيرت په وړاندي بي تفاوتي هغه څه وه چي ددې هيواد ښمنانو ددې له پاره شعوري کار وکړ،خبره داده په حکومت او ادارو ملنډي ووهل سوي په هرڅه کي لاسوهنه وسوه حکومت د معاملو په اساس جوړ سوو جوړجاړي د ډلو حکومت چوکي په پيسو خرڅول داهرڅه تکرارسول اوس اصلي خبره داده چي خبره دهيواد د مغزو ده که دا ماغزه هم د دا ډول معامله ګريو پرديو استخباراتو ښکار سي ددې وطن دراتلونکي لپاره هم ښه فکر نسو کولاي په دا ورستيو کي علومو اکاډمي کي دنويو کسانو دمقرري خبره وه دمقرريو اخري نتايج داسي راووتل هغه کسان بريالي اعلان سول چي هم په علمي لحاظ ضعيف وه اوهم په فرمايش باندي راغلي وه ځيني دوستان به دا فکر وکړي چي دعلومو اکاډمي په راس کي يو پښتنه خور راغلی ده اصل خبره داده چي اغلي سوريا پوپل باندي يوازي دا بست ډک سوي دی دهغي دا بست نمايشي جوړښت لري او په دي کي ددې ستر مسوليت دپورته کولو توانايي نسته ددې ترڅنګ چي ددې سره دوه نور کسان چي یو احمدشاه عمر علمي منشي او حيران چي اداري مرستيال دی هغوي هم په دي ستر مسوليت کي ښه رول نه دي لوبولي حتآ داسی ويل کيږي چي هغوي په لوي لاس غواړي چي دا ډول ناوړه کړنې ترسره سي کله چي موږ دپرديو دلاسوهني خبري کوو تر ټولو ایران په دي برخه کي شعوري خطرناکه لوبه کوي دلته يوي بلي لوي تشي ته وګوري چي په تيرو لسو کالو کي دلوي کندهار څخه یو کس هم علومو اکاډمي ته دغړي په حيث نه دی راغلي چي ډیرو علمي او په معيار پوره شخصيتونو هڅي هم کړي دي د افسوس خبره داده چي په دي ستر علمي کور کي دا ډول ناروا کړنې ډیري بدي دي او راتلونکي ولسونو ته دښه زيري نسته که خبره لويو شخصيتونو او عالمانو وي اوپه صحيح معنا حق حقدار ته ورسيږي د ښاغلي استاد حبيب الله رفيع بايد ددې ستر مرکز دمسول په حيث ټاکل سوي واي دي ته ورته نور ملي او علمي شخصيتونه لرو لکه ښاغلي صلاحي صيب ښاغلي ظاهر شکيب صيب او دي ته ورته نور شخصيتونه سته چي هم ملي او علمي لوړ شخصيتونه دي اخري خبره داده زه پر ولسمشر او دهیواد پر نورو خواخوږو مشرانو ږغ کوم چي دعلومو اکاډمي کي چي کومي طوطيي رواني دي دهغو باید مخه ونيول سي ترڅو زموږ دا معنوي مرکز دپرديو استخباراتو اوپه هيواد کي د داخلو توپک سالارانو دناروا موخو ښکار نسی.
په درنښت
دهلمندمدني ټولني مشر
سردارمحمد همدرد



2 تبصرې

  1. که په پشتو ژبه ، د غنی ، اثمر ، احدی ، او د غلامی اداری نور پلورل شوی خبری کوی ښه ده چه دغه پشتو له افغانستانه بل کوم هیواد ته کډه وکړی ، د دوی په خوله د پشتو ژبه شرمیږی چه دوی خبری کوی پښتو د میړنو زبه ده د ډمانو ، ملحدینو او بی غیرتانو ژبه نه ده ، هغه پشتانه چه په دغه غلامه ناوړه ، فاسده او بی کفایته اداره کی کار کوی په ډالرو او مقامونو له خبل ناموس څه چه خپله تن فروشی پری کوی د غلامی اداری د هری ژبی او هر قوم د لوړپورو چارواکو کو رو ته ولاړ شی له کورونو یی شین سترګی او د سرو ویښتانو لرونکی ماشومان راوځی دا له کومه شو ، دا هماغه د غلامی تړون د لاسلیک کولو لاسته راوړنه ده چه اشغالګرو ته قضایی مصونیت ورکړو ، د هغه قضای مصونیت له مخی هغوی چه د دوی په کورونو پهری کوی دوی په دفترو کی او هغوی چه یی کورونو کی حه خوښه وی هغه ترسره کوی . څوک چه د خپل ناموس ساتنه نه شی د پښتو ساتنه به څه وکړی او پشتو نه غواړی چه په دوی ځان وساتی پشتو نور میړنی بچیان لری ساتنه به یی کړی پشتو غلامانو ته بچی نه وایی میړنو ته بچی وایی هغه پشتو چه ارګ او وزارتو کی ویل کیږی بنده دی شی . پشتو ته عار دی چه په ارګ کی پری غلام غنی ، کریزی او اتمر او نور پری خبری کوی يا بری سیاف او حکومتیار خبری کوی

  2. ستاسی فکر وکړی خلک د اشرف غنی، احدی، کرزی، داودزی و امثالهم ځخه د ننګ غیرت ګیلی کوی، زه همدرد خان ته وایم چه د اشرف غنی بی بی مسلمانه هم نده او پشتو یی هم نده زده، که د اشرف غنی سره د اسلام ، وطن او پشتو درد یا زره غم وای اول به یی د خپل کور نه شروع کړی وای: ده په ځولیشتو کلو که خپله بی بی د د اسلام په ا ړوند قناعت ور نه کړای شوی، پشتو یی ورزده نه کړای شوه نو ددی نه دا معلومیژی چه دا سړی ددی سترو ارزشتونو نو خلاص دی. نو زه په دی خوشاله یم چه دده د کافری میرمن پشتو نده زده، او پشتو ددغه دیوسانو په خوله هیځ خوند نکوی. پشتو او غیرت سره تړلی دی، که ځوک غیرتی نوی، نو پشتو د خدای پری وه نوایی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.