افغانستان

دفاع وزارت: د کابل په ډله ایز برید کې ۳۰ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پر ټولنیزو پاڼو اعلان وکړ چې د کابل په ننني برید کې ۳۰ تنه مړه او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې د ټپیانو او مړو اکثریت د روغتون ناروغان، ډاکټر او نرسان دي.

دولت وزیري زیاته کړې چې تر شپږ ساعتونو جګړې او چاڼیز عملیاتو وروسته ۴ تنه بریدګر وژل شوي دي او روغتون یې خوندي بللی دی.

باید وویل شي چې نن سهار څلور تنه بریدګرو د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د سردار محمد داود خان پر روغتون ډله ایز برید وکړ چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامینځته شوه.

د سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې بریدګرو د ډاکټرانو جامې په تن وي او د لاسي بمونو تر څنګ په سپکو وسلو سمبال وو او د کلاشنکوف ډزې يې پر هر هغه چا کولې چې په مخه ورتلل.

د سردار داود خان روغتون چې په څلور سوه بستریز روغتون هم مشهور دی، په کې اکثره د ملي اردو او پولیسو ټپیان تداوي کیږي او پوځي روغتون بلل کیږي، چیرې چې د غټو امنیتي پيښو وروسته ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله هم د ټپیانو د پوښتنې او عیادت لپاره تګ راتګ کوي.

طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي پيغام کې وویل: «په کابل کې په روغتون باندې د نن ورځې برید داسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نلري».

له بلې خوا د داعش ډلې د خپل خبری اژانس «اعماق» له لارې رسنیو ته په لیږلي پيغام کې د پيښي پړه په غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې د دوی سرتیري بریدګرو په کابل کې په پوځي روغتون باندي برید وکړ.

خو په ورته وخت کې داسې باورونه هم شته چې د پوځي روغتون نننی برید یوه ډرامه ده او په روغتون کې مخکې له مخکې پراته ټپیان او مړي د نننۍ پېښې مرګ ژوبلې ته منسوبیږي تر څو امریکا او ګاونډیو هیوادونو ته په افغانستان کې د داعش د ځواکمنتیا دلیل وړاندي شي او د امریکا نوې ادارې په شمول نور هیوادونه هم قانع کړل شي چې افغانستان ته د داعش د ځپلو په پلمه اضافه عسکر راولیږي او جګړه اوږده کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x