
د اسرائيلي الوتکي په بمبار دوه فلسطینیان وژل شوي
نن ټکی آسیا: دوه فلسطینيان هغه وخت ووژل شول، کله چي د غزه تړانګې په شمال کي د بیت حانون په سیمه کي د هغوی موټر د اسرائیل الوتکي بمبار کړ.
د یهودي فوځ په وینا هغوی په دغه بمبار سره وکولای سوای چي د احمد الزعانین په نامه د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې یو مشر ووژني، چاچي په دې وروستیو کي پلان جوړ کړی وو، تر څو داسرائیل د پخواني صدر اعظم اریل شارون په جنازه د توغندیو په واسطه برید وکړي.
باید وویل شي چي تیره ورځ هم د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی وو، او ویلي وه که د غزې له خوا پر اسرائیل باندي د توغندیو توغول بند نه سي، اسرائیل به یو ځل بیا پر غزه باندي هوايي بمبار شروع کړي.
دا په داسي وخت کي چی په غزه تړانګه کي د حماس واکمني ډلي تیره ورځ اعلان وکړ او وې ویل چي دوی د اسرائیلو سره پر حدودو باندي خپل فوځ ګمارلی، تر څو حدود خوندي وساتي، او چاته اجازه ورنه کړي چي په اسرائیلو توغندۍ وتوغوي.
د یادوني وړ ده چي څو ورځي وړاندي د متحده عرب اماراتو په اړه ځینو اسرائیلي سرچینو خبر ورکړی وو، چی امارات به د اسرائیلو د ټولو هغو هوايي بریدونو لګښت په غاړه واخلي چي اسرائیل یې د غزې په تړانګه باندي کوي، په دې شرط چي هلته به د حماس د ډلي حکومت ړنګوي، او د هغوی ریښي به د غزې څخه باسي.
له کومه راهیسي چي په مصر کي د اخوان المسلمین حکومت د فوځ له خوا د سعودي، اماراتو او نورو خلیجي او غربي هیوادونو په مرسته ړنګ شوی، د هغه راهیسي په غزه کي د حماس په ډله باندي هم فشارونه زیات شوي، او له هري خوا هڅه کیږي چي اخوان المسلمین ته نیژدې ددغي ډلي څخه واک واخیستل شي.