ورزش

افغانستان د آیرلینډ څخه لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): نن په هندوستان کې د افغانستان او آیرلېنډ تر منځ لومړۍ شل اوریزه لوبه تر سره شوه، چې افغانستان په اسانۍ سره تر شل اورونو پوره کېدو مخکې په شپږ وکټونو وګټله.

د آیرلېنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په خپل وار یې په شل اورونو کې ۱۶۵ منډي جوړي کړې او د افغانستان لپاره یې د ګټلو لپاره ۱۶۶ هدف وټاکه.

د افغانستان په بال غورځوونکو کې امیر حمزه دوه او راشد خان یو لوبغاړی وسوځوی.

د محمد نبي په ۴ اورونو کې ۴۸، د کریم جنت په ۴ اورونو کې ۳۶ او د شاپور ځدران په ۴ اورونو کې ۳۲ منډي جوړي شوې. غوره توپ غورځوونکی امیر حمزه وو چې په څلورو اورونو کې یوازي ۲۳ او د راشد خان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډي جوړي شوې.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد په ۴۱ بالونو باندي ۴۷ منډې جوړي کړې، نجیب ترکي په ۲۵ بالونو باندي ۲۷، سمیع الله شینواري په ۵۶ بالونو باندي ۵۶، اصغر ستانکزي په ۱۸ بالونو باندي ۲۰ ناسوځېدلی، محمد نبي په یوه منډه جوړولو سره اوټ شو او شفیق الله په یوه بال یوه شپږیږه ووهله او ناسوځېدلی پاته شو.

د افغانستان لوبډلي په ۱۸ اورونو کې د شپږو وکټونو په سوځېدلو سره هدف تر لاسه کړ او لوبه یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی سمیع الله شینواری ونومول سو چا چي تر ټولو ډیرې ۵۶ منډې جوړي کړې.

ددواړو هیوادونو تر منځ به دوهمه لوبه د روانې میلادي میاشتي مارچ پر لسمه تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x