مهربانه ښوونکی «لنډه کيسه»

نصیب رحماني

احمد دڅلورم ټولګۍ زده کوونکی نیک او د ښو اخلاقو خاوند وو

په کورنۍ دنده کې به یې هیڅ کله سستې نه کوله هر څه به یې په خوښۍ او شوق سره سر ته رسول

نو ځکه ورته د ښوونکی تر نورو زده کوونکو پام زیات وو

خو په دي سر بیره په احمد کې یو نیمګړتیا وه

چې هر ورځ به ښوونکی د همدي نیمګړتیا له وجي دوه یا دري لښتي په لاس ورکولې

خو ښوونکي به هر ورځ ډیر کوښښ کاوو چې د احمد په راز ځان خبر کړي چې ولي تر نورو زده کوونکو ټولګۍ ته ناوخته راځي او ولي
یې د وهلو سبب شي

خو احمد به په دي هکله هیڅ هم نه ویل له راتګ سره به یې ښوونکی ته لاس اوږد کړاو ښوونکی به مجبور شو د نورو زده کوونکو په مخ احمد دوه لښتې ووهي

همدا سي شپې ورځې تیریږي یوه ورځ ښوونکي ته ضروري کار پیدا شو له راتګ سره،سره یې ببرته
له ښوونځۍ رخصتي واخسته او لاړو

کلي ته په رسیدو ګورې چې احمد په سایکل سپور ده او شاته ورپسي د ورځ پاڼو/ اخبار بنډل تړلی او کور په کور یو،یو دانه ویشي

ښوونکی یې په لیدو حیران شو ځان یې د سړک په غاړه یوې ونې ته پټ کړ تر څو د احمد ورته پام نه شي
خو خیر ورځ تیره شوه

خو د ښوونکی په ذهن کې د احمد دا کړنه تکراریږي ….

په صبا چې ښوونکی ټولګۍ ته لاړو احمد لا نه ده راغلی په بی صبرې یې انتطار کوي چې کله به راشي

په همدي سوچونو کې وو چې د ټولګۍ دروازه خلاصه او احمد راغي ښوونکی ته یې د وهلو لپاره لاس اوږد کړ

خو ښوونکی د دي پر ځاي چې احمد ووهي له سینې سره ټینګ کړ

د احمد په سر یې لاس کیښود ورته راټیټ شو

بچیه!

ته چې هر ورځ ټولګۍ ته په وخت نه شي راتلاي دا همدا وجه ده کوم څه چې ما ولیدل؟

د احمد سترګې له اوښکو راډکې شوي

هو معلیم صیب!

کور کې مې هیڅ څوک نشته کلونه مخکې مې پلار هوایې مرمۍ په خوب ویده راشهید کړ

یو سپین سارې مور مې ده هغه هم په سترکو څه نه وینې

نو ځکه مجبور یم چې دومره پیدا کړم تر څو کور او زما د ښوونځۍ مصرف پوره کړم

احمد لا خبرې پاي ته نه وي رسولې چې ښوونکی یې اوبلنې سترګې ورته راپورته کړي

بچیه!

نور تاته هیڅ ضرورت نشته چې ته داسي کار وکړي

د کور ټول مصروف مو په ما ورشه بچیه مور دي خبره کړه

چې ته سر له صبا ښوونځۍ ته په وخت راځي

احمد د خوشحالۍ له لاس دوه پښې خپلې او دوه نورې د کور په خوا رامنډه کړه

د خوشحالې تاب یې نه درلود د کور په دروازه کې لا نارې کړې

مورې !

وه مورې!

خو د مور له خوا ورته هیڅ غږ نه کیدو

د مور خونې ته یې په تلوار ځان ورساوه که ګورې د مور یې تسپیح په ګوتو کې همداسي بندي پاته او روح یې څښتن تعالی ته سپارلی وو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.