دالجزائر مشهور جامع جومات المسجد الأعظم

دالمحمدیه په کلي کې، دنړۍ ددریم ستر جومات (المسجد الأعظم) په اړه، نادر معلومات

مفتي احسان اللّه

دالجزائر په پایتخت کې، دالمحمدیه په کلي کې دنړۍ په سطحه دبیت الله شریفي او مدینې منورې تر مساجدو ورسته دریم ستر جومات دالمسجد الأعظم په نامه دی، چې په 2012 کال کې پر 20 هکتاره زمکه چې 200 زره مربع متره کیږي سنګ بنیاد کېښودل شو.

دجومات تعمیر په داسي ساحه کې واقع دی، چې دبحر ابیض په ساحل دی، په کښتیو کې هم خلک کولای شي، دلمانځه لپاره جومات لاړ شي، او پر وچه خو ډيري پراخې او ازادي لاري ورته جوړي شوي دي، هغه که په موټر کې څوک ورځي او که پیدل، دموټرو لپاره دزمکي لاندي څلور منزله ستر پارکنګ هم شته، چې په یو وار 6000 موټر په کې ځای پر ځای کېدای شي.

یوازي هغه ساحه چې دلمانځه لپاره استعمالیږي، پر 2 هکتاره زمکه جوړه شوي ده، نو دباندي برنډي که ورسره استعمال شي، په یو وخت کې 120.000 کسان لمونځ په کې کولای شي.

دمسجد خواوشا ساحه په ښایسته ونو او بوټو په ډير دلکش انداز سره پوښله شوي ده، چې دلمانځ سره دسړي طبعي تنده هم ورباندي ماتیږي.

له دې سره دتعلیم القرآن لپاره هم ځانګړی ځای لري، چې په یو وخت کې 300 شاګردان په کې اوسېدلی شي.

ورسره لویه مکتبه هم شته، چې په ملیونو کتابونه په کې موجود دي.

مسجد يوه ډیره ښایسته ګونبده هم لري، چې 70 متره لوړ والی او 50 متره يې قطر دی.

ویلکیږي، چې ددې جومات مناره چې 300 متره اوږدوالی لري، تر اوسه دنړۍ په سطحه تر ټولو لویه مناره ده.

2055 بنایان او 10 زره مزدوران دا څو کاله شپه اورځ کار په کې کوي.

ټول ټال لکښت يې 350 ملیونه ډالر اټکل شوی دی.

دا جومات په داسي حال کې جوړيږي، چې په الجزائر کې تر اوسه 30 زره مساجد جوړ او فعال دي.

تر ټوله ښه خبر لا دا دی، چې دجومات تعمیر دزلزلې ضد جوړ شوی دی.

دا به دالجزائر داسلامي تاریخ او ثقافت یو تل پاتي کارنامه وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.