نړۍ

مستونګ: د ډزو په تبادله کي ۶ لیویز مړه، او ۱۱ نور ټپيان دي

نن ټکی آسیا: نن سهار مهال د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کي د وسلوالو او لویز تر منځ هغه وخت جګړه را منځته شول، کله چي وسلوالو غوښتل یو هسپانوي سیلاني ترې تم کړي، او له ځانه سره یې بوزي.

ویل کیږي چي دغه هسپانوي سیلاني د ډالبندین څخه د کویټي په لور د بایسیکل په ذریعه سفر کوی، او ورسره امنیتي  عسکر (لیویز) د هغه د ساتني لپاره روان وه چي یاده پيښه را منځته شول.

د پاکستاني رسنیو په وینا په ډزو کي ۶ تنه د لیویز عسکر ووژل شول، او ۱۱ نور ټپیان شول، چي په هغو کي خپل هسپانوی سیلاني هم شامل دی.

باید وویل شي چي تیره ورځ هم په مستونګ کي د شیعه زائرینو په بس باندي چاودنه وشول چي له کبله یې 28 کسه مړه او زیات شمېر نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x