د چمن دروازه تر نامعلومې مودې بیا وتړل شوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): د چمن دروازه نن د چهار شنبې په ورځ ماښام تر نامعلومې مودې پوري وتړل شوه.

د پاکستان دولتي تحقیقاتي ادارې (FIA) چارواکو رسنیو ته ویلي چې تر دوه ورځو خلاصېدو وروسته یې د چمن لاره تر نامعلومې مودې پوري یو ځل بیا وتړله.

د پاکستان د خبري رسنیو په حواله د یادي ادارې چارواکو ویلي چې له دې وروسته به یوازي هغه څوک پر دغه لاره پرېښودل کیږي چې پاسپورټ او ویزه ولري.

باید وویل شي چې د تیري میاشتي فروري پر ۱۶مي نیټې د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوا په امر د افغانستان سره ټولي پولې او لارې وتړل شوې او په دغه هیواد کې په زرګونو افغانان چې ځیني يې په قانوني اسنادو سفر کړی وو، بند پاتې وه. چې زیات شمېر یې په تیرو دوه ورځو کې د تورخم او چمن له لاري افغانستان ته واوښتل او ګمان کیږي چې اوس به هم ډېر افغانان بند پاته شوي وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.