ټکنالوژي
امریکا: د پنټاګون پر کمپیوټرانو باندي برید کي ۲۴ زره فایلونه غلا شوي دي
نن ټکی آسیا: د امرکې د دفاع وزارت پر کمپیوټرانو باندي بهرنیو هیکرانو برید کړی، او تر ۲۴ زره زیات فایلونه يې غلا کړي دي.
دغه برید بهرني هیکرانو د روان کال په مارچ میاشت کي تر سره کړې وو.
د دفاع وزارت چارواکو ویلي چي دغه برید په تاریخ کي تر ټولو غټ برید وو، چي د دوی پر کمپیوټرانو تر سره سو.
ددغه معلومات د دفاع وزارت د سکرټري مرستیال د انټرنیټ او کمپیوتر د نوي ستراتیجي د جوړولو پر مهال ورکړی، هغه دا نه دي ویلي چي په دغو فایلونو کي کوم نوعه معلومات وه، خو ویلي چي مهم او د تشویش ډک معلومات په کښي وه.