نړۍ

امريكا: سختې واورې او توفانونو د ژوند چارې په ټپه درولي

د امريکا په شمال ختیځو سیمو کې د سختو واورو او توفانونو له امله دژوند چارې په ټپه دريدلي او له درې زرو زیات پروازونه منسوخ شوي دي، دولتي ادارې او ښوونځۍ هم بندې دي. په شمال ختیځو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی او خلکو ته ويل شوي چې باید خپلو کورونو کې و اووسي. د سختو وارو او توفانونو له کبله سپينې ماڼۍ هم خپل خبري کانفرانس ځنډولی او د مسیاچوټس والي ډيول پيټرک هم خپله کلنۍ وينا ځنډلوې ده. ميري لينډ او ديلاویر ایالتونو کې دولتي ادارې بندې دي. کنيټکي کټ او ورجینا ایالتونو کې هم ټولې تعلیمې ادارې بندې او خلکو ته ویل شوي چې باید له خپلو کورونو را ونه وځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x