ملا عبدالمنان نیازی

اسماعیل خان: ملا عبدالمنان نیازی د دولت په خوندي موټرو کې ګرځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۹، ۱۳۹۵ل): د هرات پخوانی والي او د جمعیت ګوند مخکښ غړی اسماعیل خان وايي چې افغان دولت د طالبانو له لیکو وتلیو کسانو ملاتړ او ساتنه کوي.

نوموړي تېره ورځ په هرات کې خبریالانو ته وویل چې ملا عبدالمنان نیازی او ملا ننګیالی په داسې موټرونو کې ګرځي چې سیکورټي او امنیت یې د افغان دولت په غاړه وي.

اسماعیل خان اندیښنه وښوده چې له یادو کسانو سره د دولت دا ډول پټې معاملې خطرناکې پایلې لرلی شي. هغه په ترکمنستان هیواد هم نیوکه وکړه چې له دغو «طالبانو» سره اړیکي لري او وسلې ورکوي، خو په هرات کې د دې هیواد قونسلګرۍ د نوموړي دا څرګندونې رد کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له لیکو وتلو کسانو سره د دولت له پټ ملاتړه پرده پورته کیږي. د تېر کال په جولای میاشت کې په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي احمد فرهاد مجیدي ویلي و چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو او د ملي امنیت ریاست ملا عبدالمنان نیازي ته په پښتون زرغون او شینډنډ ولسوالیو کې نظامي مرستې ورکوي.

د همدې کال په می میاشت کې ځیني روسي او غربي رسنیو هم راپور ورکړی و چې د افغان ملي امنیت او د امریکا استخباراتي اداره له طالبانو جلا شوې د ملا رسول جنګیالیو ملاتړ کوي او هغوی ته مالي او پوځي مرستې ورکوي.

د ملا عبدالمنان نیازي په اړه ویل کیږي چې په کابل کې د ملي امنیت تر ساتنې لاندي ژوند کوي او د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره هرات، کندهار او نورو ولایتونو ته په پوځي چورلکو او یا هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اړوند الوتکو کې سفرونه کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.