فکور: د شلو جنګي ډلو د شتون ادعا ناسمه ده او سیاسي اهداف لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۹، ۱۳۹۵ل): د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور د افغان دولت هغه ادعا ناسمه او پر سیاسي موخو ولاړه بولي چې ګویا په افغانستان کې شل «ترهګرې» ډلې فعالیت کوي.

نوموړي له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې د ګډحکومت مشران ځکه د دغو ډلو په شمېر کې له مبالغې کار اخلي چې له یوې خوا بهرنۍ مرستې راجلب کړي او له بلې خوا د تکي تنها طالب په وړاندې د خپلو ځواکونو ماتې پټه کړي.

د روانې اونۍ په سر کې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د نوي کاري کال د پرانیستنې په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ شل «ترهګرې» ډلې په فعالیت بوختې دي.

ښاغلی فکور وايي د افغان حکومت مشرانو د شلو ډلو د شتون ادعا له امریکايي جنرال څخه زده کړې او خپل شخصي نظر یې نه دی. نوموړی زیاتوي:

«په دې شمېر کې د سیاسي ملحوظاتو لپاره یو څه اغراق شوی دی او بیا کاشکې دا د افغانستان حکومت خپل تحلیل وای، دا اول د امریکایي ځواکونو قومندان کانګرس ته اعلان وکړ، موخه یې دا وه چې د عسکرو د ډیرولو لپاره دلایل پیدا کړي او له بلې خوا امریکايي ولس ته وفهموي چې مونږ ځکه کامیابه شوي نه یو؛ چې دا جګړه دومره قوي ده چې له شلو ډلو سره په جګړه اخته یو».

د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وايي چې افغان حکومت د جنرال نیکلسن دغه ادعا اقتباس کړه، خو په دومره توپیر چې هغه طالبان نه یادول مګر افغان حکومت علاقمند دی چې د شلو ډلو په سر کې طالبان یاد کړي.

نوموړی زیاتوي چې که رښتیا هم په افغانستان کې شل جنګي ډلې فعالې وي نو «مهرباني وکړئ د دې ډلو نومونه دې  واخلي چې دا څوک دي چې تاسو پرې د افغانانو ذهنیتونه ډاروئ».

ښاغلی فکور وايي چې نه یوازې د دغو ګمنامو ډلو هویت نه اعلانیږي بلکې عملا هم داسې څه نه دې ترګوتو شوي چې د هغوی فزیکي شتون تثبت کړي. د نوموړي په وینا «تروریستي» ډلې شوقیان دي چې د مرګ ژوبلې مسئولیتونه په غاړه واخلي په داسې حال کې چې د عملي فعالیت څرک یې نه لیدل کیږي.

نوموړی زیاتوي چې افغان حکومت د دې لپاره چې خلک وډار کړي د داسې شلو ډلو د شتون ادعا کوي چې نه یې مارکې معلومې دي او نه یې نومان معلوم دي.

«اشرف غني او عبدالله له دې مسئولیته د ځان خلاصولو لپاره دا ادعا کوي چې یو طالب دې ونه وهلی شوای، دا طالب خو په تا پورې اړه درلوده، اردو دې رینجران خرڅوي، معاشونه یې اخلي، ډوډۍ یې اخلي، البسه نه ورسیږي، سمه قومنداني دې نشته».

د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وايي چې افغان حکومت ستراتیژي نه لري او د هیواد د سیاست اساسي کرښه یې نه ده جوړه کړې، نو په وینا یې، د خپلو مسئولیتونو څخه د تېښتې په هدف ولس او نړیوالو ته داسې وانمود کوي چې ګویا دوی په افغانستان کې یوازې له طالبانو سره نه بلکې له لسګونو نورو ډلو سره په جګړه اخته دي.

نوموړی وايي چې د طالبانو د نه ماتیدلو نیمايي عامل پخپله د حکومت ضعف او کمزوري ده او چارواکي له دغو حقایقو څخه د خلکو د پام اړولو په موخه ځانونه له شلو جنګي ډلو سره په جګړه کې مصروف ښيي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.