له مکې څخه مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت «لومړۍ برخه»

 عبدالمالک همت

كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د عربو او د تړۍ د نورو خلکو د ډول ډول اخلاقي، تمدني، ټولنيزو، او سياسي ورانيو د سمولو لپاره د اسلام د سيېڅلي انقلاب په لار واچاوه، نو دا داسي يو ستر او عظيم اوښتون وو چي تر دغه مهاله يې نړۍ والو سارى نه وو ليدلى. لكه چي پوهيږو د هغه د دغه بې ساري اوښتون بنسټ د لوى څښتن سبحانه پر يو والي او وحدانيت ولاړ وو.

دغه اوښتون د هغه مهال د كفري وران او فاسد نظام پر ځاى يوه نوې ماڼۍ ودانول. له دې امله د توحيد دغه نوى اوښتون د هغه مهال د هر فكري مكتب لپاره يو ستر ګواښ وو. د بتانو او نورو عبادت ځايونو اجاره دارانو خپله ديني اجاره داري په خطركي وليده.

واكمنو خپله واكمني، پانګوالو خپله پانګه، توكم پالو خپل توكميز لوړوالى، دود پالو خپل زاړه دودونه، مطلب هر بت پال د خپل بت د ماتېدو خطر د همدغي ﴿ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ﴾ له كلمې څخه احساس كړ. له دې امله د ” أَنَّ الْكُفْرَ كُلَّهُ مِلَّةٌ وَاحِدَةٌ “ په مصداق ټولو كفارو خپل منځي شخړي پرېښوولې او د دغه توحيدي دعوت په وړاندي د جګړې لپاره سره يو سول. په دې حالت كي هغه وګړي د دغه توحيد د بلونكي صلی الله عليه وسلم سره ملګري سول چي صاف او پاک ذهنونه يې درلودل، په حقيقت د پوهېدو او د هغه د منلو استعداد پكښې وو او د حق او صداقت لپاره يې سرو اورونو ته وردانګل او تر خپلو ككريو تېرېدل. د دغسي سپېڅلي دعوت لپاره د دغسي اوسپنيزي ارادې خاوندان په كار وه. دغسي وګړو يوه يوه، دوو دوو، او څلورو څلورو د دې غورځنګ ملا تړ ته وردانګل او د دې سره كشمكشس زياتېدى. چا خپل كار او كسب له لاسه وركاوه. څوك د خپلو خپلوانو لخوا له كوره شړل كېدى. چا به خپل دوستان او آشنايان له لاسه وركول. څوك به بندي كېدل او څوك به د ډبرو په وارو او ښكنځلو بدرګه كېدى. د دې بخولو او ناورينونو لا زمي ګټه دا وه چي موزيګيان او ټيټ انسانان د مړاني او همت دې روزنتون ته نه سواى داخلېدلاى او څوك چي ورته ورتله هغوى د انساني توكم ډېر ښه او رشتياني توكي (عناصر)وه كوم چي موږ يې د اصحابو کراموپه نومونو پېژنو(رضي الله عنهم اجمعين). الهي اسلام همدا اوس دغسي څو هستيو ته زښته ډېره اړتيا لري، نو ای پروردګاره په مسلمانانو کي داسي يو څو تنه چي د دغسي اصحابو کرامو زړونه ولري د دې دين د بيا خپرېدو لپاره را منځ ته کړه چي زموږ بې وزلو د زړونو د حزن زنګونه په ليري او اسلام هماغسي د لوړتيا او دبدبې دين سي.

كله چي په مكه كي د كفر او اسلام شخړه اوج ته ورسېده او د حق دين د پيروانو هلته نور اوسېدل ډېر ستونزمن سول، نو د لوى څښتن لخوا رسول مقبول صلی الله عليه وسلم او د هغه دغو سرښندونكو ملګرو ته مدينې منورې ته د هجرت حكم وسو.

پوهيږو چي له مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هجرت په تاريخ كي يوه ستره او عظيمه پېښه ده. دې چاري د تاريخ لوري ته ستر او ژور بدلون وركړ او د اسلام مقدس دين يې د لوى عزت، برم، ثبات، تائيد او مناعت خاوند كړ. د دې چاري په ترسره كېدو سره ناولي زړونه ولي سول، خيرن نفسونه سپېڅلي سول، حق ايمان څرګند سو او د باطل ټغر ورټول سو. د مسلمانانو له دې ستر مركزه ستري سوبي په برخه سوې او بالاخره مدينه منوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېنه او ټاټوبى وګرځېد چي په دې انتساب كي د هغې ستر شرف او فضيلت نغښتى دى. كوم چي عاقلان په پوهيږي؛ فضلا يې دركولاى سي او عالمان يې قدر اټكلولاى سي.

د دې بري راوړونکي هجرت لومړنۍ پيلامې:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا معمول وو چي هر كال به يې د تبليغ د فريضې د تر سره كولو لپاره د حج له نړۍ والي اجتماع څخه ګټه اخيستل او د بېلو بېلو ملكونو او ښارونو د وګړو سره به يې ليدل، هغوى ته به يې د اسلام او د خداى د وحدانيت دعوت وركاوه.

لكه چي تاريخونه څرګندوي دغه مهال د مدينې زيات اوسېدونكي اوس او خزرج وه. دوى د دې تر څنك چي مشركان او بت پالونكي وه، د ډېرو جګړو او بې اتفاقيو له امله ډېر خوار او په اقتصادي او ټولنيزو بدحاليو اخته وه. له دې امله له دوى څخه شپږو تنو چي د بنو خزرج په قبيله يې اړه درلوده د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت د يوولسم كال د حج له موقع څخه په استفاده غوښتل چي د مكې د قريشو سره خبري اتري وكړي او مرسته ځني وغواړي. خو قريشو د دوى سره له مرستي څخه معذرت وغوښت او ورته ويې ويل چي په موږ كي محمد صلی الله عليه وسلم د نبوت او د خداى لا ري ته د دعوت او د هغه د وحدانيت اعلان او تبليغ پيل كړى دى. له دې امله موږ خپله پرېشانه يو او ستاسي سره د مرستي كولو توان نه لرو. په دې توګه دغه وګړي د قريشو له مرستي څخه نهيلي سول.

وايي چي د يثرب (د مدينې پخوانی نوم يثرب وو) خلكو ( اوس او خزرجو ) د هغه ځاى د يهودو سره جنګ جګړې كولې. نو دوى ته
به دغو يهودو كله كله ويل چي يو نبي د خداى له لوري را لېږونكى دى چي هغه به د مكې خلك له هغه ځايه وبا سي؛ يثرب ته به راسي؛ موږ به يې پيروي وكړو او د هغه په ملگرتيا به تاسي د ” عاد او اِرَم ” غوندي ووژنو.

خو عجبه داده چي كله دغه نبي مبعوث سو او يهودو ته نژدې سو، همدغه يهود لومړني وګړي وه چي د هغه سره يې دښمنۍ ته ملا كلكه وتړل. له دې امله دى چي قرآن كريم د دوى د دغي متناقضي تګلاري په سبب پر دوى نيوكه كړې ده :

 وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ [البقره:89]

ژباړه : او کله چي دوى ته د الله له لوري داسي کتاب (يعني قرآن کريم د پيغمبر په واسطه) ورغى(ور ورسېد) چي د هغه کتاب (د تورات، د توحيد، د دين د اصولو او داسي نورو مقاصدو) تصديق هم کوي چي له وړاندي څخه د دوى سره دى ، (نو د هغه په وړاندي د هغو کړندود وګوره!) سره له دې چي هغو پخپله (د دې کتاب تر نزول ) دمخه د کافرانو(يعني د عربو د بت پالانو) په مقابله کي (تل د دغه کتاب په حواله او د پيغمبر په انتظار کي) له الله څخه د بري (فتحي او نصرت) دعاوي کولې (او ويل يې چي د آخري زمانې د پيغمبر راتله نژدې سوي دي، موږ به د هغه متابعت وکړو او د هغه په ملګرتيا به ستاسي سره وجنګيږو). خو کله چي هغه (پيغمبر) راغي، چي هغو وهم پېژندى، نود هغه(محمد صلى الله عليه وسلم د پيغمبرۍ) له منلو څخه يې انکار وکړ(او درواغجن يې وباله).

نو بيا هغه وو چي د حج پر مهال ( د ذي الحجې په مياشت كي ) چي د 620ع. كال د جولاى سره سمون خوري، رسول الله صلی الله عليه وسلم په منا كي د عقبې سره ( عقبه د دووغرونو ترمنځ تنگي ته وايي، دغه ځاى هم د دووغرونو ترمنځ واقع دى او له دې امله عقبه ورته وايي، اوس يې د دغه تنګي د غرونو دواړي خواوي پراخه كړي دي ). د شپې لخوا د يثرب د خزرج د قبيلي د دغو د شپږو تنو ځوانانو سره مخامخ سو. د خبرو اترو په ترڅ كي يې هغو ته د اسلام حقيقت څرګند كړ، قرآن يې ورته تلاوت كړ او د خداى جل جلاله لوري ته يې را وبلل.

هغو يو له بله سره وويل چي دا خو بېخي هما غه نبي معلوميږي چي يهودو يې موږ ته د راتلو په هكله ويلي وه. نو د دې لپاره چي يهود تر موږ وړاندي نه سي بايد د هغه خبري ومنو. نو هغه وو چي شپږ سره مسلمانان سول او ژمنه يې وكړه چي موږ به اسلام په يثرب كي نورو ته هم وړاندي كړو. د دوى نومونه دا وه :

ابو امامة اَسْعد بن زُرَاره بن عُدُس رضي الله عنه

عوف بن الحارث بن رفاعه رضي الله عنه

رافع بن مالك بن العجلان زُرَقي رضي الله عنه

قُطبه بن عامر بن حديده رضي الله عنه

عُقْبه بن عامر بن نابي رضي الله عنه

جابر بن عبد الله بن رئاب السلمي رضي الله عنه

( سيرة ابن هشام ٢/ ٤٥مخ او نور ). خو د بذل القوة په (٣٢) مخ كي له دغو نومونو څخه د ځينو پر ځاى د ځينو نورو نومونه يادوي.

كله چي دوى مدينې ته ورسېدل، نو يې هلته د اسلام پيغام خلكو ته واوراوه او له دې سره سم هلته كور په كور د رسول الله په هكله آوازه خپره سوه او زيات وګړي مسلمانان سول. د دې پايله دا سوه چي په راتلونكي كال كي چي د حج موسم را ورسېدى، نو د هغه ځاى دوولس تنه مخور د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت ته حاضر سول چي پنځه يې له هماغو وګړو څخه وه چي تېركال يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ليدلي وه ــ شپږم تن يې چي جابر وو نه وو ور سره راغلى ــ او اووه نور وه. چي نومونه يې دادي :

معاذ بن الحارث د عوف ورور رضي الله عنه

ذكوان بن عبد قيس بن خَلْدَة رضي الله عنه

عبادة بن الصامت بن قيس رضي الله عنه

ابو عبد الرحمن يزيد بن ثعلبة بن خَزَمَةَ رضي الله عنه

العباس بن عبادة بن نَضَلة رضي الله عنه

ابوالهيثم مالك بن التيهان رضي الله عنه

عُوَيم بن ساعدة رضي الله عنه

( سيرة ابن هشام ٢/ ٤٧مخ او نور ). خو د بذل القوة په ٣٨ مخ كي له دغو نومونو څخه د ځينو پر ځاى د ځينو نورو نومونه يادوي.

دوى د منا په هماغه عقبه نومي ځاى كي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وليدل او ورته ويې ويل چي زموږ قوم د جنګ جګړو ، دښمنيو او شر شرارت په سخته بدمرغي اخته دى. ښايي خداى تعالى ستاسو په بركت هغوى سره جوړ او په اتفاق كړي. موږ به هغوى ستا بلني ته وبولو. كه هغوى خداى پر تا باندي را ټول كړل نو ته به د ډېر ستر عزت څښتن سې.

بيا دوى د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پرڅو خبرو بيعت وكړ.( دغه بيعت ته د عقبې لومړى بيعت وايي). له ابو ادريس عائِذُ الله بن عبد الله څخه روايت دى چي حضرت عُباده بن الصامت رضي الله عنه چي د بدر په نامتو جګړه كي هم حاضر وو او د عقبې د بيعت له ګډون كوونكو څخه وو ماته وويل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر شاوخوا د صحابه وو يوه ډله ناسته وه چي هغه وفرمايل :

« زماسره بيعت ( ژمنه، تړون ) وكړئ چي تاسي به د لوى څښتن سبحانه سره څوكنه شريكوئ، غلا به نه كوئ، زنا به نه كوئ، خپل اولا دونه به نه وژنئ، پر چا به د درواغو تور نه لګوئ، د شريعت په كارونو كي به زما له لا رښوونو سر نه غړوئ. له تاسي څخه چي چا پر دې تړون كړنه وكړه د هغه ثواب پر لوى څښتن دى او كه چا له دغو چارو څخه كومه تر سره كړه او په دې دنيا كي يې سزا وليدل، ( د حد او تعزير په اقامه سره ) نو هغه به د ده د ګناه كفاره وي او كه يې خداى تعالى پر دې دنيا پرده وكړه، نو د هغه كار خداى ته سپارلى دى، چي تر ور تېريږي او كه سزا وركوي » ( بخاري، ١٨ حديث او مسلم، ١٧٠٩ حديث ).

په بذل القوة فى حوادث سنى النبوة (٣٣) مخ او نورو كي وايي چي سره د دې چي د ” بيعة النساء “( د ښځو د بيعت ) آيت تر دغه بيعت ډېر وروسته ( د هجرت په شپږم كال ) نازل سوى وو، خو بيا هم دغه بيعت د هغه مطابق وو. وايي چي تر دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم هغو ته د ابراهيم د سورې دا آيت :  وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا  د سورې تر پايه پوري تلاوت كړ.

مدينې ته د سفير يا ښوونكي لېږل:
د حج د مناسكو په پاى ته رسېدو سره، رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغو خلكو سره خپل سفير حضرت مصعب بن عميرالقرشي العبدري رضي الله عنه مدينې ته ولېږى، څو د هغه ځاى خلكو ته د اسلام د دين احكام ور زده كړي او هلته اسلام خپوركړي. دغه سفير يا ښوونكي هلته د نورو مسلمانانو په مرسته د اسلام په خپرولوكي غټ برياليتوب ترلاسه كړ. چي په پايله كي يې د نبوت په ديارلسم كال د حج په موسم كي د مدينې څخه (73) تنه مسلمانان، چي دوې تنې ښځي نسيبة بنت كعب او اسماء بنت عمرو بن عدى هم پکښېکي وې د حج د فريضې د ادا كولو لپاره مكې ته ورغله.

دوى په مدينه كي يا د مكې په لار كي يوله بله سره وويل چي موږ بايد رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته را وبولو. نو هغه وو چي د ذي الحجي پر (12) د شپې په تياره كي يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د عقبې په تنګي كي غونډه وكړه. كله چي ټول سره راغونډ سول نويې وويل :” اى د لوى څښتن استازې! موږ ستاسو سره پر كومو شرايطو مدينې ته ستاسو د تشريف وړلو په هكله تړون وكړو ؟ “.

هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « تړون به پر دې خبره وي چي تاسي به ستاسي په هره خوښه او ناخوښه خبره كي زما خبره منئ، پر نېكيو به حكم كوئ، له بديو به ډډه كوئ، خدايي خبري به كوئ ، د خداى په وړاندي به د چا د ملامتيا څخه نه بېرېږئ او چي زه تاسي ته درسم نو تاسي به زما مرسته كوئ او د خپلوځانونو، شتو او كور كهول د غړو غوندي به مي ساتنه او ننګه كوئ. د دې په پايله كي تاسو ته جنت دركول كيږي ».

د دې سره ټول انصار پاڅېدل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې بيعت وكړ. بيا له دوى څخه اسعد بن زُراره رضي الله عنه چي په دوى كي تر ټولو كشر وو پاڅېد د رسول الله صلی الله عليه وسلم لا س يې ونيو او ويې ويل :

” اى د يثرب خلكو ! ښه فكر وكړئ، موږ چي دا دونه ستونزمن سفر وكړ او د ده حضور ته حاضر سوي يو، دا له دې امله وو چي دى د لوى څښتن استازى دى. د ده له مكې څخه ايستل او زموږ وطن ته يې بېول د ټولو عربو دښمني او زموږ د خپلو مشرانو د وژني او تورو جنګ دى. نو كه تاسي دغه ټولي ستونزي زغملاى سئ تاسي به په يقين سره د لوى څښتن له لوري د ثواب مستحق ياست او كه د كومي نفساني كمزورۍ خطره وي نو اوس يې لا وواياست، تاسي به په يقين سره د الله په وړاندي معذوره ياست“.

انصارو وويل :” اى اسعده ! د دې خبري تصور هم مه كوه، موږ به هيڅكله له دې بيعت څخه سر ونه غړوو او نه به يې مات كړو“.
د دې بيعت د زيات ټينګښت لپاره حضرت براء بن معرور بن صخر الخزرجي النجاري رضي الله عنه  د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارك لاس ونيو او ويې ويل :” هو! په هغه سپېڅلي ذات لوړم چي ته يې په حقه نبي را لېږلى يې، موږ به تر خپلو ځانونو زيات ستا ساتنه وكړو. په خداى ږو چي موږ پښت له پښته جګړه مار وګړي پاته سوي يو او د وسلې په كارو لو ښه پوهېږو“ .

تر دې وروسته انصارو دا اندېښنه څرګنده كړه چي كه د الله تعالى په مرسته او نصرت تاته برى په برخه سو نو ته به موږ نه پرېږدې او خپل قوم ته به بيرته نه ورځې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« داسي هيڅكله نه كيږي! زما ژوند او مړينه ستاسي سره ده. زه او تاسي به يَو يُو، د چا سره چي ستاسي جنګ وي د هغه سره به زما جنګ وي او د چا سره چي ستاسي سوله وي د هغه سره به زما هم سوله وي ».

په دې ډول د عقبې دوهم تاريخي او نامتو بيعت ( بيعت عقبۀ كبرىٰ) تر سره سو. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« تاسي خپل دوولس تنه مشران ماته را معرفي كړئ، څو هغوى د خپلو قبيلو كالخوايي وكړي ». انصارو دوولس تنه مشران؛ نهه له خزرجو او درې له اوسو څخه وروپېژندل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په تجويز د هغو د قبيلو نقيبان وټاكل سول.
د اسلام نوى ټاټوبى :

د دې بيعت په ترسره كېدوسره اسلام د كفر او جهالت په ناولي چاپېريال كي ځان ته د يوه نوي، سپېڅلي وطن بنسټ كښېښود، او رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانوته اجازه وركړه چي خپل دغه نوي ټاټوبي، مدينې منورې ته هجرت وكړي. چي تردې بيعت دوې مياشتي اوڅو ورځي وروسته په مكه كي بې له هغو مسلمانانو چي مشركينو په زور راگرځولي وه، نور ټول د رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ابو بكر رضي الله عنه او علي رضي الله عنه په شمول له مكې څخه ووتل.

د مشركينو غونډه او د محمد صلی الله عليه وسلم د وژلو پرېكړه :
څنګه چي د مكې مشركو قريشو احساس كړه چي معامله د دوى له لاسه وزي، نو بالاخره يې د نبوت د ( 14 )كال د صفري په ( 26 ) نېټه چي د 622ع. كال د سپټمبرله ( 12 ) سره سمون خوري د پنجشنبې په ورځ ترغرمې د مخه ( د علامه محمد سليمان منصورپوري د څېړنو له مخي چي الرحيق المختوم باوري بللي ) د مكې په پارلمان ” دار الندوه ” كي د تاريخ تر ټولو خطرناكه غونډه جوړه كړه چي په هغې كي د قريشو ټولو استازو گډون وكړ. په غونډه كي د حضرت محمد د له منځه وړلو لپاره ډول ډول تجويزونه وړاندي سول او مسترد سول. خو د ابوجهل دا تجويز د رايو په اتفاق ومنل سو چي د هري قبيلې څخه دي يو يو تن په يوه پلا پرمحمد په تورو واري وكړي او ودې وژني. په دې ډول به د هغه وژنه پر ټولو قبايلو ووېشل سي او ” آل هاشم ” به يوازي د ټولو قبايلو سره مقابله و نه كړاى سي. خو د دې بر عكس د لوى څښتن تدبير بل وو، لكه چي فرمايي :

﴿ وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴾ [الانفال:٣٠] ژباړه : او (اى پيغمبره!) هغه مهال درپه ياد کړه چي کافرانو(ستا د قوم مشرکانو په مکه کي) ستا پر خلاف چلونه سنجول (نخشې او دسيسې سنجولې)، چي تا ونيسي، بندي دي کړي، يادي ووژني او يادي (له خپله وطنه) وباسي، هغو (ستا په باب) خپل چلونه په کار اچول او الله هم خپل تدبير کاوه (د هغو د سيسې يې پر دوى باندي د جزا په دود ور اړولې او باطلولې يې) او الله تر ټولو ډېر ښه تدبير کوونکى (چاره کوونکى) دى.

د دې تاريخي هجرت اجازه :
د دې سره سم حضرت جبرائيل سمدستي د خداى تعالى وحي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راوړې او د قريشو له دغه جوړجاړي څخه د خبرولو په ترڅ كي يې ورته وويل چي خداى تعالى دا نن شپه تاته له دې ځايه د تللو اجازه دركړې ده او دا آيت پر نازل سو :

 وَقُلْ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا  [الا سراء :٨٠]

ژباره : او (ای پيغمبره!) ووايه چي:” ای ربه ! ماچي کوم ځای ته ننباسې د رښتينولۍ (ستا په طاعت کي او د خير ښېګڼي) سره مي ننباسه(، څو هغه څه چي زما نه خوښيږي پکښي ونه وينم) او له کومه ځايه چي مي باسې هم مي د رښتينولۍ سره (ستا په طاعت او رضا کي) ځني وباسه. او ماته (په ځانګړې توګه) له خپله لوري داسي ځواک (قوت اوڅرګند دليل او حجت) راکړه چي (عقلونه قانع کړي او) زما د دښمن په وړاندي زما نصرت او ملاتړ په وسي “.

تردې اطلاع وروسته هغه غرمه د ابو بكركورته ورغى، ورته ويې ويل چي ماته د هجرت اجازه سوې ده. حضرت صديق ورته وويل : ماته به هم ستاسي د ملګرتيا شرف را په برخه سوى وي ؟ هغه ورته وفرمايل : هو. په دې ډول د سفرلپاره تيارى ونيول سو او رسول الله صلی الله عليه وسلم بيرته خپل كور ته ولاړ. هغه حضرت علي رضي الله عنه را وغوښت او ورته ويې ويل چي ما ته د هجرت حكم سوى دى او نن شپه مدينې طيبې ته ځم. ته به زما پركټ بيده سې او زما دغه زرغون حضرمى ( په حضرموت يا جنوبي يمن كي جوړ سوى) پټو به درباندي واچوې. تاته د دوى له لاسه څخه څه تاوان نه رسيږي، سهار د هغو كفارو امانتونه چي ماته يې ايښي وه وركړه او بيا مدينې ته راپسي راسه.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د كور كلابندي :
د كفارو د پلان سره سم د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم كور د يوولسو وسله والو كسانولخوا محاصره سو، څو هركله هغه راووزي بريد پروسي او له منځه يووړل سي. العياذ بالله.
كله چي د شپې ډېره برخه تېره سوه، رسول الله حضرت علي پرخپل ځاى پرېښووى ، له كوره راووتى او د دغو وسله والو پر سرونو يې يو موټ خاوري وشيندلې. د خداى په قدرت له دغو وسله والو كسانو څخه هيچا ونه ليدى، او په داسي حال كي چي د يس د سورې لومړني نهه آيتونه يې تلاوتول د حضرت ابوبكركورته ولاړى او له هغه ځايه دواړه د پنجشنبې په ورځ د الرحيق المختوم، عربي،١٩٤ مخ په قول د صفري پر ٢٧ د نبوت په (١٤) كال (). چي د ٦٢٢ع.كال د ستمبر د ١٢ ـ١٣شپې سره سمون خوري او د بذل القوة (٩٧) مخ په قول د لومړۍ خور په لومړۍ نېټه له مكې څخه د جبل ثور پر لوري رهي سول او هلته د ثور په نامه په يوه سمڅه ( غار ) كي پټ سول.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم او حضرت ابوبكر صديق په دې سفر يوازي حضرت علي او د ابوبكر كورنۍ خبره وه. د ابوبكر صديق لوڼو بي بي عايشې او بي بي اسماء د دوى د لاري د توښې په برابرولو كي ډېر زيار وايست. وايي چي دوى په دغه شپه داسي رسۍ ونه موندلې چي د دوى د خوړو د بوجۍ خوله په وتړي. نو بي بي اسماء خپل كمربند دوې ټوټې كړ په يوه يې د بوجۍ خوله وتړل او په بله يې خپله ملا وتړل. په ځينو روايتونو كي وايي چي په يوه يې د بوجۍ خوله وتړل او په بله يې د مشك خوله وتړل. له دې امله دا له همدغي شپې څخه په ” ذات النطاقين “ ( د دوو كمربندونو په خاوندي ) ونومول سوه.

د ثور په سمڅه (غار) كي :
د صديق اكبر رضي الله عنه يو ځوان زوى عبد الله به چي ډېر هوښيار وو، شپه په دغه سمڅه كي تېرول او سهار وختي به ښارته تى، د قريشو سره به يوځاى سو، څه مشوره چي به هغو سره كوله د هغې په هكله به يې د شپې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته اطلاع را وړل. دغه راز د حضرت صديق يوه آزاد سوي مريي عامر بن فهيره به د ورځي وزې پوولې او ماښام به سمڅي ته ورغى، رسول الله صلی الله عليه وسلم او حضرت صديق ته به يې شيدې وركولې. په دې ډول درې شپې؛ د جمعې، شنبې او يك شنبې شپې تيري سوې.

د قريشو لخوا د رسول الله صلی الله عليه وسلم لټون:
كله چي قريش پوه سول چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې له لاسه وتلى دى سخت په غوسه سول او هرلوري ته يې په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسي سړي ولېږل، چي له هغو څخه يوه ډله د ثور د سمڅي تر خولې ورسېدل. څنګه چي ابو بكرد هغو د قدمونو كښهار واورېدى و يې ويل :

” اى د خداى رسوله كه له دغو څخه يو سړى مازي كښته وګوري، نو سمدستي به مو وويني“.
هغه ورته وويل :« اى ابو بكره ! پټه خوله سه ! زموږ دوو، درېيم خداى دى ». د دې معجزې له مخي تلاښ كونكو دوى ونه موندل او بېرته ولاړل.

(نور بيا).



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.