نړۍ

مولانا سمیع الحق د طالبانو او حکومت تر منځ د مذاکراتو څخه جلا سو

نن ټکی آسیا: د پاکستان د جمعیت علماء اسلام (س) مشر مولانا سمیع الحق اعلان وکړ چي هغه نور د پاکستان او طالبانو تر منځ د مذاکراتو څخه ځان ګوښه کوی، او نه غواړي چي نور ددغه دوه اړخونو تر منځ په مذاکراتو کي کوم رول ولوبوي.

مولانا سمیع الحق وویل چي ده ته په ۳۱ دسمبر باندي د وزیر اعظم نواز شریف سره په ملاقات کي دا دنده سپارل شوې وه، چي د طالبانو سره به اړیکه نیسي، چي نوموړي دوه ورځي پس د طالبانو سره اړیکه ونیوله، او مثبت جواب یې تر لاسه کړ، طالبانو د مذاکراتو لپاره هو کړه ورسره وکړه،

او زیاتوي چي په ۲ جنوري باندي ما وزیر اعظم ته پيغام ورکړ چي طالبان تیار دي، تاسو د مذاکراتو لپاره یو تګلاره برابره کړئ، او ماته یې وسپارئ، تر څو یې زه هغه بل طرف ته ورسوم.
خو نوموړی وای چي زه د هغه راهیسي بیا په انتظار یم، د حکومت او وزیر اعظم له خوا می هیڅ جواب نه دی تر لاسه کړی.

نوموړي زیاته کړه چي په پاکستاني فوځ باندي بریدونه د پاکستان په نقصان دي، او همداسي تیره ورځ د شمالي وزیرستان په سیمه کي د فوځ له خوا په ولسي او قبایلي سیمو کي بمباري ددې لامل شول چي نور زه نه غواړم په دې قسم مذاکراتو کي دخیل واوسم، زه ځان ګوښه کوم، خو وایم چي د فوځي عملیات او زور ازمائي څخه باید کار وانه خیستل شي.

نوموړي وویل چي زه نور د وینو په دې مذاکراتو کي برخه نه سم اخیستلای.

بل خوا د پاکستان د تحریک انصاف مشر ویلي چي داسي بریښي چي پاکستان حکومت په وزیرستان کي د فوځي عملیاتو په لور روان دی، نوموړي زیاته کړه چي حکومت د طالبانو سره په مذاکراتو کي ناکامه سوی، او د ټولو ګوندونو د غوښتني سره سم یې د مذاکراتو لپاره هلي ځلي نه دي کړي.
نوموړي وویل که چیري په خیبرپختونخوا کي فوځي عملیات کیږي، نو باید د دې صوبې حکومت په اعتماد کي واخیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x