د حزب اسلامي نوې ناویلې

ذبیح الله خورشیدی
ټاکل شوې وه د حزب اسلامي یوه ډله بندیان چې لیست یې د ولسمشر غني پرمېز دی ازاد شي، خو اوس حزب ته نږدې سرچینې وایي، نه یوازې د دوی ملګري له بند خونو ازاد شول، بلکه تر ۷۰ هغه حزبیان نیول شوي چې کابل ته د حزب اسلامي مرکه کوونکي پلاوي لیدو لپاره راغلي وو او یا راتلل.

حزب اسلامي شمشاد ته ویلي، په لومړي ګام کې دې لږ تر لږه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ بندیان خوشې شي په دې منځ کې درې تنه داسې بندیان دي چې د حزب اسلامي لپاره د حیثیت خبره ده او تېرېدی ترې نه شي.

لطف الله صادق چې یو شاعر او فرهنګي سړی دی ،قاضي رحمن داد چې یو ښوونکی دی او نجیب د بشیر بغلاني زوی چې د نشه یي توکو د قاچاق په تور دا مهال په ۱۶ کاله بند محکوم دی.

د سولې په موافقو کې د بندیانو تبادله یو نړیوال اصل دی او د ژنیو کنوانسیون کې په واضح ډول ذکر شوي دي هغه وسلوالې ډلې چې د وسلوال مخالفت څخه لاس اخلي او قانون ته غاړه ږدي باید له بند خونو ازاد شي.

دغه راز د بښنې نړیوال سازمان هم مخالفت نه لري چې وسلوالې ‌ډلې وسله پرځمکه ږدي او د سولې له بهیر سره یوځای کېږي، اوس مونږ ټولو لپاره مهمه داده چې وینه بنده شي او څوک ونه وژل شي.

سره له دې چې حزب د خپلو بندیانو په خوشې کېدو ټینګار لري خو حزب سره په شوې هوکړه کې یوازې هغه بندیان خوشې کېږي چې سیاسي وي نه هغه بندیان چې په نشه یي توکو کې ښکیل وي او جنایي جرم یې کړی وي.

حزب اسلامي یوې باوري سرچینې وړمه ورځ شمشاد ټلویزون سره په خبرو کې ویلي، د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو په برخه کې کله هم د خپلې پرېکړې نه په شاه کېږي ان که حکومت خپلې ژمنې پوره هم نه کړي،خوبیا هم حزب راستنیږي او قطعآ د وسلوال مخالفت څخه لاس اخلي.

له دې دریځونو ښکاري چې تر اوسه ظاهره د دواړو لورو نیت، اخلاص او اراده ډېره ښه ده، خو تر دې دمه د حکمتیار د راستنېدو پر وړاندې لږ تر لږه د مو افقې درې ډېر ضروري شرطونه نه دي پوره شوي.

د بندیانو ازداول ، حزب کډوالو لپاره د سرپنا لپاره ځمکه او د حکمتیار د استوګونې لپاره د امنیتي پلوه ډاډمن ځای.

د موافقې له مخې باید د حزب کډوالو ته د سرپنا لپاره ځمکه ورکړل شوې وای چې دا کار تر اوسه نه دی شوی او حزب د اوس لپاره یوازې ۱۰۰۰ نومرې ځمکه خپلو کډوالو ته غواړي.

اساسي خبره حزب ته داده که د موافقې دغو شرطونو چې د بندیانو پرېښودل او کډوالو ته د سرپنا لپاره د نومرو وېش ته هغه هم په خورا محدود حد کې پام ونه شي، نو حکمتیار ته به د حزبیانو پر وړاندې څه مخ پاتې وي.

حزب اسلامي ویلي، چمتو دي چې خپل نظامي تشکیلات منحل کړي ولې وسلې اکثرا د خلکو شخصي ملکیت دی او حزب یې ترې نه شي اخیستلای چې دا کار د نورو تنظیمونو له وسه هم پوره نه و، او نه یې تر اوسه له خپلو غړو وسلې ټولې کړي دي اوس هم ځینې احزاب چې په سر کې یې اسلامي جمعیت راځي وسلې لري او بې وسلې کولو پروګرام ته نه دي سپارلي.
په هېڅ دونیا کې سیاسي احزاب او ګوندونه وسلې نه لري، خو په افغانستان کې ډیری سیاسي احزاب وسلې لري او په خپلو سیمو کې ان د وسلو پراخې زېرمې او کانالونه لري چې راتلونکې کې به په لوی ګواښ بدلېدای شي.

حزب اسلامي مشر ښاغلی حکمتیار نه باید نور دې ته په تمه شي چې خلک یې په اوږو سپور راولي که په دې ملت یې زړه درد کوي او خپله خاوره ورته ګرانه وي او نور په هېواد کې د وینې توېدل نه غواړي پرته له کوم شرطه کابل ته راشي او دلته د سولې لپاره کار وکړي.

په همدې هیله

ذبیح الله خورشیدی

شمشاد ټلویزیون کابل



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. حکومتیار اوس هم کابل څه چه به ارګ او حتی نظامی بیسو کی تشریف لری صرف به بدلو قوارو ګرځی کله ږیری په مخ اچوی ، کله ږیړخریلی وی کله یی پکول به سر او کله یی نیکټایی تړیلی وی . د ږیری وختونه او ارمانونه یی تیر کړی او س د ددجالی فیشنو مزی ګوری او دا هڅه هم لری چه څوک یی ونه پیژنی ، نه پیژندل دا چه غلامان او بادلاران ونه پیژنی بلکه دا چه مظلوم اولس یی په نښه نه کړی او د انسان او مسلمان په جامه کی له شیطان څخه د ټولو څو مخیو او مظلوم اولس د تقلونو غچ تری واخلی .
    هغه اوس هم د داعشیانو د مشر په حیثیت د مطلوم اولس د بیا او بیا وژلو د پاره وخت ناوخت دی خبله او نور قاتلین یی خنجری شړوی .
    دی له سره بندیان نه لری ، هلال د حزب لوی سړی دی ولی بندی نه شو ، د بندیخانی په ځای مشاور وزیر جوړ شو او ددفتر لری عسکر لری غیرن بهیر ولی نه بندی کیږی امین کریم ولی نه بندی کیږی همدغه د حزب لوی خره دی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.