غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد
که تیر هم شي کلونه او مودې د یار په وینو
په زړه کې به مې بلې وي ډیوې د یار په وینو

الله ته یې چې سر د پاکې میني نظرانه کړو
اباده مې په مینه کړې ټپې د یار په وینو

دې دشتو غرو وطن ته یی همدومره ښلا ورکړه
دا خاورې هم له شاتو شوې خوږې د یار په وینو

ښایست او خشبویي ته یی ګلاب غاټول عاجز وه
تناب باندې زوړنده وې جامې د یار په وینو

نسیمه ورته وایه چې مې خوب او ارام نشته
چې باد دسحر پورته کړي جنډې د یار په وینو

صیاده یوه مور د هدیرې له لوري راغله
بیا اوښکې یی شبنم کړې تر کوڅې د یار په وینو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.