شعـــــرونه

تله او راتله – نظام کندهاری

چي ستا پر نرمو شونډو سلګکۍ تله او راتله

لمبه مي د کوګل پر دنياګۍ تله او راتله

دا نن چي څو زلمو په خپلو وينو کړل خړوبه
يو وخت به پر دې لاره ملالۍ تله او راتله

د دواړو سترګو تور د زړګي سر يې شهيد شوی
تر قبره يې غمجنه مورکۍ تله او راتله

په درد مي وه خبر ستورو ژړل راسره ځکه
رڼه اوښکه تر سترګه د سپوږمۍ تله او راتله

شهيد يار يې آخير ديدن لپاره يو وار وروړئ
د کور تر دروازې يې ناوکۍ تله او راتله

شپونکي مي بدرګه کړل اسوېلي په نغمو باندي
تر غوږ مي د وير سانده د شپېلۍ تله او راتله

آخير يې د تنکۍ هيلو ګلابه را نه يووړې
ناترسه د خزان سپېره سېلۍ تله او راتله

چي ويني د نظام د غمځپلي زړه نه څاڅي
په زړه يې خاطره ستا ليونۍ تله او راتله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x