دیني، سیرت او تاریخ

د غسل اړوند (۱۲ درس)

احمد الله عاطفي
دمړي غسل لپاره ګرمې اوبه؟
دحنفي فقي او یوشمیر نورو فقهاوو رایه دی چې مړی په تړمو ( نیمه ګرم) اوبو ولمبوئ داغوره دی.

امام شافعي او ورسره ملګري(رحمهم الله) فرمايې : غوره دی چې مړی په یخو اوبو ولمبول شي.

دامام شافعي (رحمه الله) دلیل دادی: په یخو اوبو دغسل او پاکوالي هدف ترلاسه کیږي،دغسل احکام تر سره کیږي، مړي ته او هم ژوندیو ته تکلیف نه رسیږي.

که په ګرمو اوبو ولمبول شي ؟ حرارت ئې په بدن اغیزه کوي، اندامونه ئې سست او کلمې ئې نرمیږي،چې دغسل نه وروسته هم دنجاست ښکاره کیدو امکان زیاتوي او هم په کفن کې دکفن ملوث کیدو ویره قوي کوي.

دحنفي فقي پیروانو او ملګرو رایه دادی: مړی لمبول په شریعت کې دپاکوالي لپاره دی او دغسل ورکونکې موخه هم باید
بشپړ نظافت وي، څرنګه چې دژوندي انسان بدن په تړمو اوبو په ښه توګه د پاکوالي جوګه ګرځي په همدې قیاس دمړي بدن هم په تړ مو اوبو ښه پاکیږي.

په ګرمو اوبو سره دلمبلوپه ترځ کې دمړي په ګیډه کې څه وي ؟ وځي ، دې سره دپاکوالي داخلي او بیروني موخه تر لاسه کیږي، چې وروسته دکفن ملوث کیدو نه هم مخنیوی کیږي.والله اعلم

غسل لپاره دمړي لباس ویستل:
دمړي دغسل په عملي ترکیب کې هم کوم ژور اختلاف نشته،یواځي اختلاف دغسل لپاره دمړي نه دلباس په ویستو،تکرار دغسل، دمالوچو استعمال او په اُبو کې دکافورو په ګډولو کې دی.

دحنفي فقي په بنأ غوره دی له مړي لباس وویستل شي،څرنګه چې په ژوند کې یو انسان دپاکوالي ترلاسه کولو لپاره دغسل په وخت کي خپل لباس وباسي، ځکه دلباس په ویستو بدن په مږلو او وینځلو ښه پاکیږي.
امام شافعي (رحمه الله) فرمايې: دمړي نه دغسل لپاره لباس مه باسئ ، لباس سره ورته غسل ورکړئ،ځکه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) څخه دغسل لپاره کمیس نه و ویستل شوی.

دحنفي فقي اکابرینو قول دی : حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته دغسل ورکولو نه وړاندې،دکبارصحابهء کرامو مشوره په دې شوه چې دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دحرمت او عزت ساتلو په نیت کمیس ترې ونه ویستل شي،دویم داچې دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دنظافت ساتلو دا حال و چې درحلت نه وړاندې ئې هم دکوهیانو په اوبو لامبلې و، دهغه مبارک بدن له خیرو پاک و، او ستره خبره داچې له حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه کمیس ونه ویستلی شو دا دهغه مبارک لپاره ځانګړتیاوه.

صاحب دقدري(رحمه الله) فرمايې: له مړي نه دغسل لپاره دلباس ویستل واجب دی، دهغه په دلیل: مړي ته غسل دپاکوالي په موخه ورکول کیږي، که لباس ئې په تن وي له یويخوا دپاکوالي مخه تموي له بلې خوا استعمال شوي اُوبو سره لمدیږي، چې بیا دبدن سره مخلي او استعمال شوي اُوبه خلاف دطهارت دی په همدې بنأ له مړي نه دغسل لپاره دجامو ویستل واجب دي.والله اعلم

دمړي غسل په تر تیب او تکرار کې اختلاف
مړي ته دغسل په ورکولو کې داوبو اچولو په تکرار اوترتیب په څرنګوالي کي دعلماوو عملي لار ښووني.

صاحب دهدائې، قدري امام، نور الایضاح ، صاحب دکنز او زیات نورو فقهاوو دمړي په غسل کې د درې ځلو تکرار ذکر کړی نه دی بلکه روښانه کړی ئې ده چې دسر او ږیري له وینځلو وروسته د په ښي اړخ دومره اوبه واچول شي چې لاندي برخي هم اوبه ورسیږي،همدا عمل چپ لورته هم تکرار شي.
له دی وروسته دمړی ځان لورته په تکیه کولو په ګیډي لاس ومږئ،که څه ووتل هغه دووینځل شي، نه دغسل اعاده شته نه داودس .

فتح القدیر،بحر المحیط او درالمختار لیکلي: دمړي دسر او ږیرې له وینځلو وروسته دمړې په تخته په چپ لوري واړول شي، په ښي اړخ ئې اوبه واچول او ووینځل شي بیا دمړی ځان له تکیه او ګیډه ئې ومږئ،که کرکجن مواد ووتل هغه ووینځئ بیا په ښي اړخ واړوئ تر څو ئې په چپ اړخ اوبه واچوئ او وی وینځئ چې په دی تر تیب ددرې ځلو وینځلو سنت تر سره شي.

هدایه اومحيط البرهاني في الفقه النعماني،دمړي غسل په ترتیب کې داقوالو په ذکر سره ویلي: مړی اول په خالصو تړمو اوبو ولمبوئ، دویم ځل له هغه اوبو استفاده وکړئ چې دبیرې پاڼې په کې ایشل شوي وي، دریم ځل په مړي هغه اوبه واچوئ چې کافور ورسره ګډشوي وي.

شمس الایمه امام سرخسي(رحمه الله) فرمائې چې په اوبو کې اشنان او دبیري پاڼې وایشوئ او په همدغه تړمو اوبو مړي ته غسل ورکړئ، که ددي موادو تر لاسه کول تکلیف و، په خالصو اوبو چې ایشل شوي وي او بیا تړ مې شي مړي ته غسل ورکړئ،ځکه چې اصل مقصد داوبو په لمبول سره تر لاسه کیږي.

شیخ الاسلام او صاحب دمحیط (رحمهما) دغسل په ترتیب کې تاکیداً فرمايې: لمړی په مړي تړمې اوبه واچول شي،چې بدن ئې لوند شي، دویم ځل هغه اوبه چې بیرې پاڼې یااشنان ورسره ایشل شوي وي،په مړي واچول شي او په همدي اوبو سره ښه صفايې ئې وشي.

دریم ځل دمړی په هغو اوبو ولمبوئ،چې کافور مو ورسره ګډ کړي دي.

که له مړي کرکجن مواد ووتل:
دغسل په پای کې د مړي په خیټه درقیقي مسحي نه دکرکجن موادو په وتوکې دی دایمه کراموقول.
دحنفې فقې په بنأ که له مړي نه دغسل په پای کې غایطه مواد یا نور کرکجنه ماده ووتله یواځې به هغه وینځي اوهم ملوث شوی محل،له دي پرته نه دغسل اعاده شته نه داودس.

امام شافعي (رحمه الله) فرمايې: دملوث محل او ناپاکي له وینځلو سربیره مړی ته به دوباره اودس هم ورکوئ.

دحضرت ابن سیرین(رحمه الله) رایه دی چې ملوث محل او مواد پاک او مړی دوباره ولمبولی شي. والله اعلم

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x