علومو اکاډمۍ کې څه تېریږي؟

بشیراحمد سروري
کله چې بدبختي د چا کور کې مېشته شي بیا نو د کور تر هر کونجه ځان رسوي ، دا کانه زموږ د هیواد د ناروغ سیاسي ماشین تر څنګ په اکاډمیکو مرکزونو هم شوی ده .

تر یو وخته داسي فکر کېده چې دهیواد سیاسي ناورین پر علمي او اکاډمیکو ځایونو هومره اغېز نه دی کړی دلیل دا ویل کېده چې علمي مرکزونه په علمي چارو کې په عقل پاخه دي تر ډېره دښو او بدو تفکیک کولای شي ، خو دې ورستیو د افغانستان علومو اکاډمۍ دننه د خنثی او ناولو عملونو دفساد بوی رسنیو ته راووت رئیسه ثرایا چې د خوني او پخواني پرچم ګوند وفاداره غړې ده او پر همدې ګوندي وفا يې نبوي سُنت نه پرځای کولو (د واده نه کولو) د قرباني ژمنه کړې ده.

دا دی اوس هم د علومو اکاډمۍ د ملي ادرسه د خپل شرمېدلي او ځکندني ګوند د نوم ښه کولو لپاره د اکاډمۍ په بودیجه د هغه ببرک کارمل چې دافغانانو دسر په کوپړه کې يې شوروي شراب څښلي تلین لمانځي اوکمونیستي رژیم ته د وفادارۍ شعوري خدمت او محبت ساتي دې مینه کې مصروفه ده او نورو ملي او علمي کارونو ته ترې بیخي وزګاره نه حتی خپله هم د علمي پروژې دپام وړ اثر نه لري. تر څنګ يې علمي منشي او مالي معاون په اخلاقي تماشو او جنسي ځورونو کې د خپل شهوت اور سړوي.

ټولو ته معلومه ده علومو اکاډمۍ ته له تېرو دوو کلونو چې کومې ځوانې نجونې ورغلي دي دوی يې په جنسي ځورونې بوخت دې کله ورته مالي مرستیال دمعاش پر سرخنډ او ځنډ جوړوي او علمي منشي يې د ترفیع او پروژې په بهانه ځوروي او دجنسي خواهیشاتو غوښتنه ترې کوي ، په دې کارونو يې ټوله اکاډمي خبره ده ، حتی څو ښځینه وو يې رئیسې او حتی جنایې ته شکایتونه کړي دي خو موضوع د ارتباطاتو پر اساس سره پټه ساتل کیږي افسوس دا چې داسي په ایمان سُستو کسانو هم اکاډمۍ ته لاره موندلې ده هغه چې د هیواد لوړ ارزښتونه تر خپل نفساني خواشاتو سپیلني کوي ، زه علومو اکاډمۍ ته دنژدې کس په توګه شرمېږم چې دې علمي ارګان کې په هډ او عقیده ناپاک کسان وینم سړی تعجب پاته کیږي چې دا ډول نالایق کسان له کومه ادرسه او دچا په پرمایش دې درانه مرکز کې ګمارل شوي دي .

بل دا چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په لویه پیمانه پښتو ژبه څنډي ته شوی ده او له صحنې وتلو ته نژدې شوی ده په دې کار اکاډمۍ کې پښتانه محقیقین ښه پوهیږي خو پر خپله دنده د ویري یا سیاسي فشارونو له امله څه نشي ویلای ،اړینه لا دا چي د دري ژبې دمحقیقینو دکتابونو لپاره پراخ کار او کمپاین کیږي هم ورته پرېمانه بودیجه شتون لري هم که په کال کې دپښتو ژبې سل کتابونه چاپیږي د دري ژبې پنځه سوه کتابه چاپیږي دا خپل د پښتو ژبې له صحنې ویستل دي ، ځینې کړې بوخت دي چې د خپلې ژبې او سیمې برخه او حصه درنه کړي ، ویل کیږي چې په تېرو لسو کلونو کې دلوی کندهار څخه علومو اکاډمۍ ته هیڅوک هم نه دی داخل شوی په ټوله کې ځینې د پردیو هیوادو مستخدمین د پښتو ژبې د څنډي کولو او بې روله کولو لپاره عمیق کار کوي ، حتی دپښتو ژبې علمي بستونه له کدرونو تش پاته دي نوی او ځوان پښتانه کدرونه په یوه بهانه ــ بله بهانه ناکامه کیږي او په شعوري جال او چال کې راګرځوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.