fbpx
yawazi

هغه کس ومړ چې ستاسو د پرمخیون خنډ و

په زړه پوري اوښایسته کیسه: یوه ورځ چې دیوې کمپنۍ کارکوونکي دخپل کارځای ته ورسیدل یوه لوحه یې ولیدله چې پری لیکلې و: پرون هغه کس ومړچې ستاسو دپرمخیون خنډ و. اوپه کمپنۍ کې یې ستاسودترقي مخه نیوله. لطفا دجنازې له پاره ځانګړې شوې ځای ته ځانونه ورسوئ.

په پیل کې ټول کارکوونکي په دې خپه شول چې دکارملګری یې وفات شوی دی، وروسته دې ته په سوچ کې شول چې دابه څوک وي چې د دوی دکارمخه یې نېوله!.

  کله چې هغه ځانګړې ځای ته کارکوونکي ورننوتل دکمپنۍ د امنیت کسانو داسې ترتیب برابرکړی و چې دمړې دتابوت دکتلوپه ځای کې به ایله یوکس ځاییده، هغه یوه به مړی کوت اوبیابه بل هغه ځای ته ورتلو.

    هریوه به چې مړی وکوت واڼې به یې ووتلې، غړې به یې وتښتیدل اوله ډیرې حیرانتیابه یې خوله وازه او مخپر وړاندې به رهي شو.
تاسو پوهیږئ په تابوت کې به څوک و؟…..
په تابوت کې په کفن کې یواځې یوه هنداره ایښې وه، هر کس به چې دخپل مړه ملګرې دمخ لیدلو په نیت ور وکتل، په هنداره کې به یې خپل مخ ولید!!. دهندارې څنګ ته یوه کوچنۍ پاڼه ایښې وه په هغه لیکلې و:
په دې نړۍ کې یواځې یوکس ده چې هغه ستاهیلو او امیدونوته وروستۍ پوله ټاکي اوهغه پخپله……… ته یې!. که فرضا ستاسومدیربدل شي یامو دکارملګرې بدل شي، یادکارځای بدل شي، یامومالي حالت تغیر شي اویافرضا یوه میرمن پریږدئ بله وکړئ؛ ترڅوموچې پخپله خپل ځان نه یې تغیرکړئ د دې شیانو په تغیر سره په تاسوکې هیڅکله بدلون نشې راتلی.

    ستاپه ژوند کې بدلون ستاپه لاس کې ده. ته به خپله ځان ته اهداف اوموخې ټاکې او هغوته درسیدلو په صورت کې به ستاژوند تغیرمومي. خپل شخصیت اوخپلو وړتیاوته پامځیراوسه له ستونزو اوسختوکارونوهیڅ ویره مکوه.

   داراز دقومونو اوملتونو په اړه هم داقانون کارنده ده، هرقوم که دتغیر اوبدلون اراده لرې باید وګړې یې په خپله ځانونه تغیرکړي، دا قانون تردې حده پوخ اوثابت ده چې الله جل جلاله پخپله وایې: الله هیڅکله دیوه قوم حالت نه بدلوي څوهغوی پخپله دخپلوځانونو حالت تغیرنکړي. إن الله لایغیرمابقوم حتي یغیروا مابأنفسهم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د