ټکنالوژي

فيس بوك به د کال 2015 څخه تر 2018 خپل اتیا سلنه کارونکي له لاسه ورکړي

نن ټکی آسیا: د فیس بوک په اړه یوې نوي څیړني کي ویل شوي چي فیس بوک چي څومره تیز شهرت پيدا کړ، او د یو معدي مرض په توګه یې په نړۍ کي انتشار پیدا کړ، په راتلونکو کلونو کي به تر دې په ډیره تیزي سره له منځه ولاړ سي.

د برینستون په نامه پوهنتون څخه څیړونکو ویلي چي د دفیسبوک غوندي اجتماعي پاڼو ته د یو معدي مرض سره تشبیه ورکول به ډیر سم وي، ځکه چي په دې باندي خلګ ډیر ژر روږدیږي، او بیا په کراره کراره ځینی بیزاره کیږي، او پریږدي يي.

د همدې څیړونکو وړاندوینه کړې چي په راتلونکو کلونو کي د 2015 څخه بیا تر 2018 پوري کیدای شي ددې پاڼي کارونکي اتیا سلنه کم سي.

او زیاته کړې چي د وخت په تیریدو سره د فیس بوک کارونکي ددې پاڼي په کارولو پښيمانه کیږي، او اهتمام یې ورسره کمیږي، چي له کبله یې کارونکي مخ په کمیدو دي، او همداسي د اړیکو لپاره د ګرځنده تلیفونونو له لاري تر فیس بوک نور چټک وسايل ورځ په ورځ را منځته کیږي، چي له کبله یې فیس بوک خپل اهمیت له لاسه ورکوي.

باید وویل شي چي په دې وروستیو کي د ځوانانو په سطحه په امریکا کي د فیس بوک کارونکي کم شوي، خو بل اړخ ته ویل شوي چي سپين ږیرو اوس هم فیس بوک ته مخه کړې، او د پخوا په پرتله زیات شمیر فیس بوک کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x