کرکیټ: افغانستان آیرلینډ ته په ماتې ورکولو یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۰، ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکيټ لوبډلې نن آیرلینډ ته په ماتې ورکولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
افغانستان په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې ۱۰ پرلپسې نړیوالې شل اوریزې لوبې ګټي.

افغان لوبډلې تېر کال ویسټ انډيز تر ماتې ورکولو وروسته پرلپسې ۱۰ نړیوال شل اوریزې سیالۍ وګټلې. افغان لوبډلې وکولای شول چې عمان، عربي امارت او آیرلینډ ته په شل اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړي.

تر دې وړاندې دا ریکارډ له انګلستان سره و او اته پرلپسې سیالۍ یې ګټلې وې.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله اوسمهال له آیرلینډ سره ۳ شل اوریزې او ۵ یو ورځېنۍ سیالۍ لري چې د شل اوریزو سیالیو لړۍ د دریو لوبو له منځه افغانستان دوه ګټلي.

افغانستان په نننۍ لوبه کې پچه وګټله او د لومړۍ توپوهنې پریکړه یې وکړه. پیل یې ښه نه و، شهزاد او اصغر ژر وسوځېدل خو وروسته نجیب ترکی وتوانېد چې لوبه کنترول کړي او آیر لینډ ته لوړ هدف وټاکي.

نجیب ترکي په نننۍ سیالۍ کې ۹۰ تېزې منډې جوړې کړې. سربېره پر دې محمد نبي په یواځې ۱۵ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان آیرلینډ ته په ۲۰ اورونو کې ۱۸۵ منډې هدف وټاکه.

آیرلینډ توپوهنه په پیل کې خورا تېزه وه. دغې لوبډلې په لومړیو پنځو اورونو کې ۶۲ منډې جوړې کړې خو وروسته باران پیل شو او لوبه وځنډیده.

د D/L method له مخې آیرلینډ ته په ۱۱ اورونو کې ۱۱۱ منډې هدف وټاکل شو خو د راشد خان قوي ورو توپ اچونې آیرلینډ دې ته پرېنښود چې منډې ترسره کړي، هغه یو ځل بیا افغانستان ته لوبه وګټله. راشدخان په دوه اورونو کې ۳ منډې ورکړې او ۵ ویکټې یې واخېستلې او افغانستان ته یې په ۱۷ منډو لوبه وګټله.

د شل اوریزو د درې لوبو د لړۍ درېیمه سیالي به په ۱۲ مارچ په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې وشي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.