افغانستان

دولت د خپلو وژل شوو عسکرو د جسدونو له انتقال څخه ډډه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۵ل): هغه دولتي عسکر چې له طالبانو سره په جګړو کې وژل کیږي، دولت یې د جسدونو د انتقال غم نه خوري.

د هلمند ولایت اوسیدونکي وايي چې د دولتي عسکرو جسدونه تر اونیو او میاشتو لاوارثه پراته وي خو د دولت د لاپروایۍ له کبله یې مړي خوسا شي، چې بیا یې کورنیو ته هم پیژندګلوي ستونزه وي.

په دې وروستیو کې د هلمند ولایت د سختو جګړو شاهد دی او په هره جګړه کې د لسګونو دولتي سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکول کیږي خو چارواکي یې د جسدونو له تسلیمولو څخه ځان په څنګوي.

د راپورونو له مخې، د هلمند په وروستیو جګړو کې دولتي چارواکو د سره صلیب نړیوالې ادارې ته ویلي چې مرکز لښکرګاه ته د وژل شوو عسکرو د جسدونو له انتقال څخه ډډه وکړي، ځکه چې د پاتې عسکرو په مورال منفي اغیز کوي.

تر دې وړاندې د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د سیمې خلکو له دولتي چارواکو شکایت کړی چې د عسکرو د جسدونو په انتقال کې نه یوازې دا چې پخپله هیڅ دلچسپي نه ښيي، هغو خلکو ته هم ستونزې جوړوي چې د عسکرو کورنیو ته د هغوی د جسدونو د سپارلو هڅه کوي.

د تېر کال په اګست میاشت کې د پکتیا د جاني خیلو ولسوالۍ د سقوط په جګړه کې ۴۸ عسکر ووژل شول، خو کله چې قومي سپین ږیري د مړو د جسدونو د لیږد په موخه سیمې ته ورسیدل دولتي ځواکونو پرې د هوان او توپونو ډزې وکړې او قومي سپین ږیري اړ شول چې د عسکرو جسدونه پرځای پریږدي او له سیمې ځانونه وباسي.

که څه هم طالبان د دولتي عسکرو مړي د قومي سپین ږیرو او د سره صلیب ادارې په منځګړتوب دولت او د مړو کورنیو ته سپاري، خو وخت په وخت داسې راپورونه ورکړل شوي چې دولت په لوی لاس د مړو د انتقال پروسه له خنډ سره مخامخ کوي.

د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د وژل شوو پولیسو جسدونه تر یوې اونۍ پورې د سره صلیب په تمه پراته وو، خو کله چې د سیمې اوسیدونکي د خوسا شوو جسدونو له بدبویۍ څخه په تکلیف شول، طالبانو یې په خپلوانو او اقاربو غږ وکړ چې پخپله ورشي او مړي تسلیم کړي. هغه مهال د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي و:

«د پولیسو جسدونه تر دا مهاله د جګړې پر ځای پاتې دي، نه یې بې وسه ګوډاګۍ ادارې غم وخوړ او نه یې هم خارجي بادارانو، موږ په څو واره له سره صلیب نه غوښتنه وکړه چي راشئ دا د پولیسو مړي یو خواته نقل کړئ، خو هغوی هم دا کار ونکړ، اوس یې جسدونه د حیواناتو خوراک دي، موږ یې له قریبانو غوښتنه کوو چي راشي او د خپلو وژل شویو پولیسو اجساد نقل کړي».

له بلې خوا د وژل شوو عسکرو کورنۍ هم د مړو په موندلو کې د دولت له نه همکارۍ او بابیزه چلند څخه شکایت کوي او د ګڼو نادرکه عسکرو وارثین دا مهال په هلمند کې د خپلو مړو په جسدونو پسې لالهانده ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د استعماری قدرتو یو کار چه می خوښیږی هغه همدغه د غلامانو له کارولو وروسته ورته د سپی په کچه هم ارزښت نه لری حتی کرکی تری لری ، د همدغه مړو مردادو عسکرو دجسدو حال به د کرزی ،ع او غ او نورو هم وی تاسی د نجیب مرادر چسد ولید چه څو ورځی خو ځوړند وو او له هغه وروسته به یی غوښی د هوا مرغانو یا د زمکو سبو خوړلی وی قبر یی نشته ، همدا حالت تاسی پرون د رضاشاه ولید چه د ایران په دغومره لویه خاوره کی یی د قبر ځای خبل نه کړو… نور لوستل »

pattang

څوک چې خپل دین، قام، اولس او ناموس خرڅوي نو په هغوی به کوم لېونی اعتبار کوي ؟؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x