اقتصادي که صلیبي جګړه

فاتح کاروان

د اسلام او کفر ترمنځ روانه جګړه اقتصادي جګړه نه ده، اقتصادي جګړه خو به هغه وخت وه چې روس او امریکا، چین او هند، کوریا او چین، هند او پاکستان یا یو له دغو دوو څخه په خپلو کې نښتي وای، دلته خو کیسه بل ډول ده په قصدي توګه یواځې اسلامي هېوادونه د جګړو په تاوده ډګر بدل شوي دي، دا سمه ده چې امریکا به د عراق تېلو او د افغانستان غني زیرمو ته سترګې خړې کړي وي، خو روسیه له سوریې او چیچنیا څه غواړي؟ چین له ایغور مسلمانانو څه غواړي؟ امریکا له سوډان څه غواړي؟؟ که د چا عقل مسخ شوی نه وي، که یې پر مغزو د شیطاني میډیا پیریان نه وي ناست په واز کومې به ومني چې هو! روانه جګړه د اسلام پرضد پیل شوی صلیبي جګړه ده، خو د نورو صلیبي جګړو برعکس دا ځل نصرانیان د دجال د راتلو په تمه د یهودو سره ملتیا کوي، دا ځل د ټولې نړۍ جګړې یهودیان رهبري کوي.

کله کله خو سړي ته تعجب ودریږي چې دا ملګري ملتونه اخر د کومې ښې شول؟ د ایغور، چیچن، برما، منځنۍ افریقا، نایجیریا او فلپین د مسلمانانو لپاره، خو یې یو پریکړه لیک هم صادر نکړ، مګر هغه د فلسطین لپاره چې یې صادر کړي وو هغه هم امریکا د ویټو په لغته ووهل او یواځې د کاغذ پرمخ تاریخ تېرې کیسې شوی، نو له دې وروسته به هم څوک د ملګرو ملتونو په منشور غولیږي؟ او بده لا دا چې اوس هم داسې د عقل دښمنان شته چې د افغانستان اشغال ته د اشغال په سترګه نه ګوري بلکې وایي چې افغانستان ته بهرني عسکر د ملګرو ملتونو په خوښه راغلي، د دوی مطلب دادی چې نعوذ باالله د ځمکې خدایان همدا د ملګرو ملتونو د امنیت شوری غړي دي هغه هم فرانسوي یهودیان، روسي دهریان، چینایي دهریان، انګلیسي او امریکایي صلیبیان، دوی حق لري چې د کوم هېواد د بمبارولو اجازت ورکوي او که پرې اقتصادي بندیزونه لګوي پدې شرط چې اسلامي هېواد وي، نو ملامتیا نشته پرې ځکه چې ځمکه د دوی ده!! د عقل نه کارول دغلته معلومیږي چې یو څوک ځانته مسلمان وایي، خو بیا هم د ملګرو ملتونو په پالیسۍ تېروځي هغه پالیسي چې درست اسلامي امت یې د جګړو قرباني کړی او چېرته چې جګړې دي اسلامي هېوادونو ته یې راوړي دي، حقیقت خو دا دی چې امریکا دغه د ملګرو ملتونو اداره په خپلو لاسو کې اخیستې لومړې له همدې لارې پر هېوادونو بندیزونه لګوي لکه افغانستان او عراق باندې یې چې ولږول او وروسته پرې هجوم ورووړي، بیا نو د جګړو مصارف، د نصرانیت د تبلیغ مصارف، د آزادۍ د مقاومتونو د ځپلو، هلته د فحاشۍ، ارتداد، قومي، سمتي او لساني تعصبونو د را پارولو، د اکثریت خلاف د اقلیتونو د را پاڅولو، د اسلامي مرکزونو د ړنګولو او په ټوله کې په اشغال شوو سیمو کې د اسلامپالو د ځواک د مخنیوي د هڅو مصارف همدغه ملګري ملتونه ورکوي، د ایمان او وجدان څښتنان د دې معاملې په حقیقت ښه خبر دي.

دا نن چې په برما کې د مسلمانانو عام وژنه کېږي امریکا او ملګري ملتونه، خو څه چې هغه تش په نوم مسلمانان هم پرې خاموش دي کوم چې د اسلامي مقاومتونو په غندلو کې د یهودو او نصرانیانو نه وړاندې روان دي، مګر که دا سبا ورځ په برما کې یو اسلامي تنظیم او حرکت په جهادي مقاومتي هڅو پیل وکړ، بیا به تاسو ګورئ همدا امریکایان، ملګري ملتونه او تش په نوم مسلمان روشن فکران به په یوه خوله پر هغه حرکت د تروریزم نوم ږدي او فعالان به یې په شلو بدو نومونو نوموي، بندیزونه پرې لګوي او نړۍ ته به یې ظالمان ورپېژني، لکه څنګه چې مخکې دوی همدا ناوړه کړنه په وار وار د نورو اسلامي حرکتونو په حق کې ترسره کړی ده، امریکایان د ټولې نړۍ د جګړو مسؤل دي، مګر دومره جرأت په ملګرو ملتونو یا د دوی په هغو پلویانو کې چې ځان ته د بشر دوستانو خطاب کوي نشته چې امریکایي عسکر ترهګر وګڼي!! دا خبره د چا په خیال او وهم کې هم نه راګرځي دوی، خو یواځې د اسلامي غورځنګونو ټکولو ته کار ویلې پدې جرم چې ولې د خپلو هېوادونو د آزادۍ لپاره د امریکا خلاف جګړه کوي؟!

لږ دلته نږدې په چین کې وګورئ چې د ایغور یا شرقي ترکستان او سینګیانګ ایالت مسلمانان یې د څومره ظلم لاندې نیولي، دومره ظلم چې د لمونځ کولو، اسلامي نکاح، اسلامي حجاب اغوستلو، روژې نیولو، ګیرې پرېښودلو، حج کولو او د دیني مدرسو یا حلقو جوړولو اجازه هم ورته نشته، د فرصت په موندلو به درته یو درجن تاریخي او فعلي شواهد د دوستانو سره شریک کړو چې چین د نړۍ تر ټولو وحشي حکومت لري آن د روس او امریکا نه هم وحشي، خو د یو مسلمان په صفت د ایغور د مسلمانانو په حق کې نه دا چې اسلامي هېوادونو غږ نه دی پورته کړی بلکې وخت نا وخت یې د ترکستان مسلمانان هم لاس نیولي چینایانو ته بېرته سپارلي کوم مسلمانان چې د چینایانو د ظلم نه تښتېدلي وو، ښه مثال یې د حامد کرزي په وخت کې او د اشرف غني د دورې په پیل کې په بدخشان کې د نیول شویو ترکستاني مسلمانانو بیرته چین ته سپارل وو؛ ملګري ملتونه، د بشري حقوقو سازمانونه او اسلامي کانفرانس دا ټول نن خاموش دي، خو که سبا ورځ د ایغور مسلمانو مقاومت کوونکو لخوا د مقاومت څپو زور واخیست تر هر چا وړاندې به زموږ د هېواد د ډیموکراتانو په شمول د اسلامي هېوادونو په منځ کې فعال تغریبي تنظیمونه دغه مقاومت غندي او مقاومت کوونکي به ترهګر نوموي د فلسطین قضیه ستاسو په مخ کې ده؛ داسې ګڼ نور مثالونه هم شته چې د امریکا لخوا روانه جګړه موږ ته ښه تشریح کوي تر څو موږ پوه شو چې روانه جګړه د اسلام او کفر جګړه ده، متحد کفر په بې اتفاقه اسلامي نړۍ هجوم ور وړی، در ګرده اسلامي ځمکې لاندې کوي، اسلامي تحریکونه ځپي او په اسلامي هېوادونو کې د خپلو لاسپوڅو او سیکولر عناصرو څخه جوړ حکومتونه منځ ته راوړي، تر څو په همدې توګه اسلامي نړۍ محکومه وساتي او پرینږدي چې مسلمان امت سره متحد او د خپل حق د پوښتنې جوګه شي،

تر کومه ځایه چې د تش په نوم مسلمانانو خبره ده، نو د دوی اذهان مغشوش، فکرونه یې مستعمره او ضمیرونه یې وژل شوي دي، ځکه خو د اسلامي حرکتونو غړي باید د دوی پروپاګند ته په هماغه نظر وګوري په کوم نظر چې د دجالي رسنیو او مطبوعاتو پروپاګند ته ګوري، بېشکه چې بری به د اسلام د پیروانو او رښتوني مؤمنانو وي.

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.