لمونځ

فاتح کاروان

یو وخت موږک یو اوښ ولید، او ډېر یې خوښ شو، مینه خو مینه وي، که هر شی دی زړه واخیست او په یو کونج کې یې ځای کړ بیا یې نو ایستل په یو خدای کیدلای شي، د بشر په وس کې نشته، د موږک په زړه کې هم اوښ ځای ونیو، د اوښ مهار یې ونیو او د موږک کاله ته دواړه خرامان روان شول کله چې د موږک تنګې سوړې ته ورسېدل موږک ودرید، کله اوښ او کله خپلې سوړې ته وګوري، اوښ موږک ته زیر زیر وکتل، له غصې یې شونډې نورې هم لاندې لور ته وځړېدې او په ماڼیجنه لهجه یې موږک مخاطب کړ: ګوره موږکه! ستا میني ته احترام لرم، خو زما یوه خبره واوره او ګوره له غوږه یې و نه باسې، هغه دا چې یا داسې یار نیسه چې ستا له غار سره برابر او مناسب وي او یا داسې غار جوړوه چې له یار سره دی برابر وي.

امام ابن القیم الجوزي رحمه الله په خپل کتاب (روعة الفواید) کې دا نکل او اسطوره راخیستې ده او وروسته یې هر نر او ښځه مؤمن مخاطب کړی او د لمانځه په اړه توصیه ورته کوي: اې مؤمنه او مؤمنې! یا خو داسې لمونځ کوه چې ستا د معبود او الله جل جلاله له شان سره برابر وي او یا چېرته داسې معبود درته وګوره چې ستا د لمانځه په څېر وي.

“کیسې او پندونه”



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.