ټولنیزه برخه

له مکې څخه مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت(دوهمه برخه)

عبدالمالک همت

د مدينې منورې په لار كي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم له مكې څخه تر رخصتېدو د مخه لا يو اعتمادي كافر عبد الله بن اُرَيقِط ليثي په اجوره دلاري د ښوولو لپاره ټاكلي وو. د پروګرام سره سم په څلورمه ورځ هغه د حضرت صديق دوې اوښي جبل ثور ته ور وستې او رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ابوبكر رضي الله عنه او عامر بن فهيره د دوشنبې په شپه  د الرحيق المختوم په قول د لومړۍ خور پر لومړۍ نېته او د بذل القوة په قول د لومړۍ خور پر پنځمه د مدينې په لوري رهي سول. تر يوې ورځي او شپې پرله پسې سفر وروسته بله ورځ غرمه چي تودوښه ډېره زياته سوه، نو ابو بكر رضي الله عنه د يوه سيوري په لټه كي سو، څو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم استراحت ورته وكړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم استراحت وكړ، او بيايې يوڅه شيدې ورته پيداكړې او هغه وچيښلې او بيا رهي سول. بيا د نبوت قافله د ام معبد عاتكه بنت خالد الخزاعية په خېمه كي تم سوه. ډنګري او وچي مېږي چي له دې امله يې د رمې سره نه وه بېولې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعا او د هغه په لاسونو د لوشلو له كبله دونه ډېري شيدې وكړې چي ټولو وچيښلې او په ماړه سول.

د قريشو يو بل چل :
قريشو ــ چي په خپلو ناپاكو مقاصدوكي پاته راغلي وه ــ يو بل چل په لاره واچاوه، ويې ويل : هرچا چي محمد يا ابو بكر ونيول او رايې وستل سل اوښان انعام وركول كيږي. كله چي سُراقه بن مالك بن جعشم المدلجي دا خبره واورېده، د هغه مبارك په لټه كي سو. اتفاقاً يې هغه و موند، خو د خداى په قدرت د هغه آس نوك وخوړ، پښې يې په مځكه ننوتلې او هغه ځني ولوېدى. دغه مهال سراقه د غشي په ويشتلو فال واچاوه چي حمله وكړم كه نه ؟ كه څه هم جواب نه وو، خو د سلو اوښانو ستر انعام هم څه داسي شى نه وو، چي د يوه غشي په فال يې پرېږدي. بيا پرآس سپور سو او په ډېره بېړه وړاندي وخوځېد، تردې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بېخي ډېر ور نژدې سو. خو بيا يې آس نوك وخوړ او غوځارسو. بيا يې فال واچاوه او وپوهېدى چي معامله څه بل ډول ده. بالاخره يې امان وغوښت چي ومنل سو، او هغه د قريشو د انعام په هكله دوى ته معلومات وركړل او بېرته د مكې په لوري رهي سو. په دي ډول د هجرت دا قافله مزل په مزل په امن او امان مدينې منورى ته ورسېدل.
وايي څنګه چي د مدينې اوسېدونكو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سفر په هكله معلومات وسو نو هغو د هغه مبارك د تشريف وروړلو انتظار پيل كړ. دوى به هره ورځ د سهار تر لمانځه وروسته د مدينې منورې د باندي وتل او د هغه انتظار به يې كاوه. څنګه چي به تودوښه زياته سوه نو به كوم سيوري ته ودرېدل. خو چي سيوري به ورټول سول، نو بېرته به ښار ته ولاړل. د هغه د تشريف وروړلو په مباركه ورځ هم هغوى د مدينې د باندي انتظار ايستلى وو، خو چي سيوري ټول سول هغوى هم نهيلي سول بېرته خپلو كورونو ته ولا ړل. خو څنګه چي دوى ولاړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم تشريف وروړ. تر ټولو دمخه هغه يوه يهودي وليد. څنګه چي هغه پوهېدى چي د مدينې خلك د هغه ورتلو ته په لېوالتيا سره منتظر دى، له دې امله هغه په لوړ آواز نارې كړې چي :

” اى عربو ! اى بنو قيله وو ! ( د انصارو پخوانى نوم وو ) ستاسي بخت بيداره سو . تاسي چي د كوم چا انتظار ايستۍ هغه راغۍ !“. د دې اعلان په اورېدو سره ټول انصار؛ لوى او واړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم هر كلي ته راغونډ سول. د مدينې آسمان د تكبيرونو آوازونو پر سر واخيست او په ټول ښار كي خوښي او ښادي سوه. رسول الله صلی الله عليه وسلم د خرما د يوې وني تر سيوري لاندي تشريف درلود. د هغه ملګرى ابوبكر رضي الله عنه هم تقريباً د هغه همزولى وو. اكثرو خلكو هغه د مخه نه وو ليدلى. له دې امله هغو ته نه معلومېده چي كوم يو د خداى رسول دى؟ د خلكو ګڼه ګوڼه بېخي ډېره وه. دغه مهال د رسول الله له سره سيورى ايسته سو . ابوبكر سمدستي پاڅېد او خپل پټو يې دهغه پر سر ونيو. چي له دې څخه خلكو د خداى پېغمبر وپېژندى.
وروسته وسله والو مسلمانانو په حره ( يوه ډبرين ډګر) كي د هغه هركلى وكړ ، ځينو به په زوره شعارونه وركول:” الله اكبر رسول الله صلی الله عليه وسلم تشريف راوړ“. ”الله اكبر محمد صلی الله عليه وسلم تشريف راوړ“. ځينو كوچنيو نجونو د دريو سره دا

شعرونه ويل :
طلع البدر علينا
وجب الشكر علينا

من ثنيات الوداع
ما دعا لِله داع

ژباړه : د څوارلسم سپوږمۍ پر موږ باندي له ثنية الوداع نومي ځاى څخه ( له هغو غرونو څخه چي د سهيل لوري ته پراته دي ) را وختله. نو له دې امله پر موږ باندي د دې نعمت شكر تر څو چي يو تن هم لوى څښتن يا دوي او عبادت يې كوي، لازم او واجب دى.

ځيني وايي چي دغه مهال يې دغه شعر هم وايه :
ايها المبعوث فينا
جئت بالا مر المطاع

ژباړه : اى هغه څوكه چي زموږ د لا رښووني لپاره را لېږل سوى يې ! بېشكه چي تا موږ ته د منلو او اطاعت وړ امر راوړى دى.( تا موږ ته په واجب الاطاعت شريعت سره راتلل وكړل ).

بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د وسله والو كسانو او نورو په بدرګه رهي سو، د مدينې په لار كي ښى لور ته وګرځېد او د قبا په كلي كي د بنوعمرو بن عوف د قبيلې د يوه تن حضرت كلثوم بن هِدم العَمري كره يې چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ورتلو دمخه لا مسلمان سوى وو او يو شريف او صالح سپين ږيرى وو، واړول. په ځينو روايتونو كي وايي چي د سعد بن خيثمه په كور كي او سېدى. خو لكه چي د ابن هشام د سيرت له ٢/ ١١٩مخ او ابن سعد د الطبقات الكبرى له ١/ ٢٣٣ او ٣/ ٦٢٣مخونو څخه څرګنديږي سعد ښځه اوكوچنيان نه درلوده، نو هغه د خلكو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملاقاتونو لپاره خپل كور ورته چمتو كړى وو. په دې ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم د كلثوم كره اوسېدى، خو د خلكو سره يې ليدني كتني د سعد په كور كي كولې. دا د دوشنبې ورځ، د الرحيق المختوم په قول د لومړۍ خور اتمه او د بذل القوة په قول د لومړۍ خور دوولسمه وه او د نبوت (١٤) كال او د هجرت لومړى كال وو(). درې ورځي وروسته حضرت علي رضي الله عنه هم قبا ته پلى ورو رسېدى. په دې ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارك زړه ته ډاډ حاصل سو او دا وحي پر نازلي سوې:

 اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ  [ التحريم: ٤ ] ژباړه : لوى څښتن د هغه مرستندوى دى او جبرايل او ټول صالح مومنان او ټولي ملايكي د هغه ملګري او ملا تړي دي.

دا په مدينه كي يوه داسي تاريخي ورځ وه چي مخكي يې چا هلته سارى نه وو ليدلى. په قبا كي رسول الله صلی الله عليه وسلم څو ورځي تېري كړې. څنګه چي دلته نور هغه د مكې د پېر آزار او بېره نه وه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم او نورو مسلمانانو په قبا كي د آزاد اسلامي حكومت بنسټ د عبادت او تقوا د ځاى، د قبا د تاريخي جومات د بنسټ د ډبري په ايښوولو سره كښېښود. د دې جومات د بنسټ لومړۍ ډبره حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم كښېښوده، بيا حضرت ابوبكر، بيا حضرت عمر او بيا نورو اصحابو د دې جومات په بنسټ ايښوولو كي برخه واخيسته. چي په دې ډول د دې جومات د جوړولو كار پيل سو. روايت دى چي په دې كار كي رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه وو سره يوځاى كار كاوه او درنې ډبري به يې پر خپل مبارك نس لګولې او وروړلې به يې. صحابه وو چي هرڅونه ورته وويل چي تاسو زحمت مه باسئ او موږ ته يې را پرېږدئ خو هغه و نه منل او د هغو سره يې په دې كار كي سمه ونډه واخسته. وايي په كوم ځاى كي چي دغه جومات جوړ سوى دى هغه د كلثوم بن هدم د خرماوود وچولو غولۍ وو. هغه دغه ځاى رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د جومات جوړولو لپاره وركړ. رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې جومات سره ډېره مينه درلوده او هره اوونۍ به يې له مدينې څخه دغه جومات ته كله پر اوښه، كله پلى تشريف وروړى. د دې جومات په غولي كي د مخه يوه قبه وه دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اوښي د چوك كېدو ځاى وو. خو اوس چي يې د دغه جومات ودانۍ په نوي ډول جوړه كړې ده د دغي قبې څه نخښه نه ده پاته سوې. په د ې ډول دا په اسلام كي لومړنى جومات دى چي بنسټ يې ايښوول سوى دى. د دې جومات په هكله دا آيت نازل سوى دى :

 لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ  [التوبه:١٠٨] ژباړه : د کوم مسجد بنسټ چي له لومړۍ ورځي څخه پر تقوا ايښوول سوى دى(چي هغه د قبا جومات دى)، هغه د دې وړ دى چي ته په هغه کي (د لمانځه لپاره) ودرېږې. په دغه جومات کي داسي خلک دي چي (لکه چي له ګنهونو او معاصيو څخه په پرهېز ګاري او استغفار سره دځانونو پاکي خوښوي، همدا راز له نجاستونو او ناپاکيو څخه هم په اوبو سره د ځانونو) ښه پاکوالى او سپېڅلتيا خوښوي. او الله هم د ځان ښه پاکوونکي خلک خوښوي.

كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبا څخه د مدينې پر لوري رهي سو د جمعې ورځ وه او لږ مهال وروسته د جمعې د لمانځه وخت راورسېد. نو هغه وو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د بني سالم بن عوف په كلي كي په ” وادي رانونا“ نومي ځاى كي د لومړي ځل لپاره د جمعې لومړۍ خطبه واورول او سلو تنو ته يې د لومړي ځل لپاره په جمع لمونځ وركړ. اوس پر هغه ځاى جومات ودان دى چي مسجد جمعه او مسجد الوادي او مسجد عاتكه يې بولي. بيا مدينې ته داخل سو.
د دار السلام د تاريخ مدينه منوره په ١٠٥ مخ كي د الدرالثمين د ١٣٠ مخ په حواله ليكي :

”دغه جمعه د اسلام په تاريخ كي لومړۍ جمعه نه ده، بلكي د رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړۍ جمعه ده، د جمعې لمونځ هغه مهال فرض سوى وو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په مكه مكرمه كي وو. خو هلته د امن او واك نه درلودلو له امله هغه مبارك د جمعې لمونځ نه سو ادا كولاى.

د اسلام په تاريخ كي د جمعې لمونځ حضرت مصعب بن عمير رضي الله عنه د حضرت سعد بن خيثمه رضي الله عنه په كور كي د مدينې مسلمانانو ته وركړ. بيا د نبوي مسجد پر ځاى هم د جمعې لمونځ كېدى. كله چي مصعب بن عمير نبي صلی الله عليه وسلم ته ورغى نو اسعد بن زراره رضي الله عنه د جمعې لمونځ وركاوه. خو كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته تشريف وروړ د لومړى ځل لپاره يې په نوموړي ځاى كي د جمعې لمونځ په جمع وركړ“.

مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم تشريف وړل:
كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبا څخه مدينې منورې ته د تلو اراده وكړه نو د خپل نيكه عبدالمطلب
د مور پلرګنۍ ” بنو نجار “ ته يې پيغام ور واستاوه. ( د رسول الله صلی الله عليه وسلم له نيكه ګانو څخه يوه تن هاشم بن عبد مناف د بني نجارو څخه يوه ښځه چي سلما بنت عمر نومېده وكړه او له هغې څخه يې يو زوى شيبه نومى پيدا سو. هاشم د ٥١٠ع. كال په شاوخوا كي د شام په يوه سفر كي په غزه نومي ښار كي ومړ. بيا كله چي شيبه لوى سو د هاشم ورور مطلب شيبه نومى له مدينې څخه مكې ته بوت. د مكې خلكو داسي ګڼل چي شيبه ګوندي د مطلب مريى دى. نو ځكه يې هغه د عبدالمطلب په نامه ياد كړ او د حضرت محمد نيكه په عبدالمطلب وپېژندل سو. له دې امله بنو نجار د رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ما ګان بلل كېدل). هغوى د وسلو سره مخي ته ورغله، رسول الله صلی الله عليه وسلم پر اوښه سپور سو او د هغو د مخه رهي سو . حضرت ابوبكر د هغه ترشا سپور وو . د بنو نجارو او نورو مسلمانانو ډېره ګڼه ګوڼه وه. څوك سپاره، څوك پلي د هغه ترشا او ښي او كيڼ اړخ ته روان وه. دغه مهال نامتو صحابي حضرت عتبان بن مالك او عباس بن عُبادة بن نضله رضي الله عنهم د بنو سالم د قبيلې د نورو وګړو په شمول له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه هيله وكړه چي هلته واوسي، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل « زما د تم كېدو ځاى لا څه وړاندي دى ». بيا يې سفر ته ادامه وركړه. په لا ر كي چي د كومو مسلمانانو كورونه واقع وه، هغو د هغه د هركلي او زيارت شرف ترلا سه كاوه او په خپل ټاټوبي كي يې د هغه د اوسېدو هيله كول. خو هغه د خپلي اوښي واګي خوشي كړي وې او دا جواب به يې وركاوه چي :« زما اوښي ته د خداى جل جلاله له لوري دنده وركړه سوې ده، دا چي هرځاى چوك سي هغه به زما د استوګني ځاى وي ». د حضرت نبي كريم صلی الله عليه وسلم اوښه روانه وه، د كورونو پر بامونو او د لا ري پر دواړو خواوو د صحابه وو نرو او ښځو د تكبير ناري وهلې او ويل يې : ” اللَّهُ أَكْبَرُ جَاءَ رَسُولُ اللَّهِ. اللَّهُ أَكْبَرُ جَاءَ رَسُولُ اللَّهِ. اللَّهُ أَكْبَرُ جَاءَ مُحَمَّدُ ، مَرْحَبًا يَا نَبِيُّ اللَّهِ “. د انصارو معصوم كوچنيان د اسي خوشاله وه لكه د اختر مياشت چي پر را ختلې وي او د دريو سره يې دا ترانه ويل :

نحن جوار من بني النجار
يا حبذا محمد من جار

يعني : موږ د بني نجارو د كورنۍ نجوني يو . خوښي دي وي هغه چا لره چي محمد يې ګاونډى وي. لنډه داچي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ورتلو له امله يو ستر جشن جوړ سوى وو. حضرت براء بن عازب رضي الله عنه فرمايي :” ما هيڅكله د مدينې خلك دونه خوشاله نه وه ليدلي لكه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ورتلو چي خوشاله وه“. حضرت انس رضي الله عنه فرمايي :” په كومه ورځ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته تشريف وروړ نو د هغه ځاى كوڅه كوڅه او ذره ذره روښانه سول، او په كومه ورځ چي هغه وفات سو، نو په هغه ورځ د مدينې هرڅه تياره تر سترګو كېدل “.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ورتلو په ورځ ان حبشيانو لا د خوشالۍ په دود د نېزو او خنجرونو د لوبو ننداره وړاندي كړه. بالاخره د رسول الله صلی الله عليه وسلم اوښه ” قصواء “ تله تله، كله چي د بنو مالك بن نجار سيمي ته ورسېده، ودرېده، زنګنونه يې كت كړه او كښېنسته.( پر دغه ځاى وروسته د نبوي مسجد دروازه؛ باب جبرئيل جوړه سوه ). خو رسول الله صلی الله عليه وسلم لا پر ناست وو چي اوښه سمدستي بېرته ولا ړه سوه، څو ګامه وړاندي ولاړه او بيا بېرته را وګرځېده او پر هماغه لومړي ځاى چوك سوه. ګواكي په دې ډول يې د نبوي مسجد د جوړېدو ځاى په نخښه كړ. دغه مهال رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« هَذَا إِنْ شَاءَ اللَّهُ الْمَنْزِلُ » ( دا كه د خداى خوښه وه زما د استوګني ځاى دى). دغه ځاى ته د حضرت ابو ايوب انصاري رضي الله عنه كور ډېر نژدې وو، هغه له اوښي څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم اسباب را واخيستل او خپل كور ته يې يوړل. دغه مهال رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« إِنَّ الرَّجُلَ مَعَ رَحْلِهِ حَيْثُ كَانَ » يعني هر څوك د خپلو شيانو او اسبابو سره اوسيږي. په دې توګه د ابو ايوب انصاري كور د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اوسېدو مشرف سو. ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ.

بيت :
مبارك منزلى كان خانه را ماهى چنين باشد
همايون كشورى كان عرصه را شاهى چنين باشد

د اصحو رواياتو له مخي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابو ايوب په كور كي اووه يا اته مياشتي و او سېدى. ( سيرت ابن هشام ٢/ ١٢١،١٢٢مخونه، مدارج النبوت ٢/ ٦٤مخ او نور ).

وايي كله چي شپه نژدې سوه هر سړي كوښښ كاوه چي نبي كريم صلی الله عليه وسلم يې مېلمه سي. خو هغه مبارك وفرمايل :« نن زه د خپل محترم نيكه عبدالمطلب د مور د پلرګنۍ بنو نجارو مېلمه يم، دغه عزت او نېكمرغي به دوى ته حاصله سي ».
بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوي مسجد د ودانولو حكم وركړ.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x