نړۍ

په مصر کې د کودتا ضد اتلس ورځنی لاریون اعلان شو

د پوځي کودتا په مټ د مصر د لرې کړای شوي منتخب ولسمشر محمد مرسي پلویانو پرون/چهارشنبه اعلان وکړ چې د راتلونکې جمعې له پیله د فبروري تر ۱۱مې نېټې پورې به د ۱۸ ورځو لپاره په ټول مصر کې سرتاسري لاریونونه وکړي. د کودتا ضد ایتلاف پرون د یوې اعلامې په ترڅ  کې ويلي چې دا ۱۸ ورځنی لاریون به د هغه ۱۸ ورځني لاریون په یاد چې په نتيجه کې یې پخوانی دیکتاتور حسني مبارک له واکه لرې شو، تر سره شي. ويل کيږي چې راتلونکې شنبه د جنوري ۲۵مه چې په مصرکې د لاریونونو د پیلیدو دریمه کلیزه ده، له شخړو او تاوتریخوالي ډکه ورځ وي. د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کې د مصر پلازمينه کې قاهره کې

د محمد مرسي د پلویانو په لاریون د پوځ له خوا وحشیانه برید په ترڅ کې شاو خوا ۱۰۰۰ تنه وژل شوي او نژدې ۲۶۰۰۰ کسان ټپيان شوي وو.
د مصر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ولسي رایو په نتيجه کې ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي له یوه کلن حکومت او د مخالفینو د لاریونونو له کبله د مصري پوځ د کودتا په نتيجه کې له واکه لرې کړای شو او تر اوسه پورې د اخوان المسلمین یو شمېر جګپوړو غړيو په ګډون په زندان کې شپې ورځې تېروي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x