
کتاب : زما ژوند له طالبانو سره «لومړۍ برخه»
څپرکی : د ژوندیو هديره
لیکوال : په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف
ژباړه : «عبدالفتاح فاتح»
د ژوندیو هديره
د څلورو کلونو په دوران کې کوم چې ما په ګوانتانامو کې تېر کړل ،داسې څه مې واوریدل او مې لیدل چې هیڅ د منلو وړ نه وو دا هرڅه په کېمپونو کې پېښېدل .
له بندیانو سره څو ځله داسې پېښې وشوې چې د ټولو ، اسلامي ، بشري ،انساني او نړیوالو قانونو خلاف وې .
په ۲۰۰۳ کال کې د رمضان دمیاشتې په پيل کې کومه چې د مسلمانانو لپاره دروژې نیولو میاشت ده موږ ته د زندان د مسئولینو له خوا وویل شول چې :خرما ، شات او یو څه ځانګړي خوراکي توکي به راته راوړي که څه هم دا عادي شیان وو خو بیا هم موږ ورته خوښ و.
د روژې په دوهمه ورځ له پوځيانو څخه یوه یې موږ ورټلو ، له۴۸ بندیانو څخه یوازې موږ دریو یې عکس العمل وښود او له موږ څخه یوه پوځي د اوبو په بوتل وویشت ،بندي ژر تر ژره له موږ څخه جلا کړل شو او یوې ځانګړې خوني ته د سزاء ورکولو لپاره یوړل شو.
تر دې یوه ورځ وروسته راته وویل شول چې موږ ته به سزا راکول کېږي ، موږ دریو ته به د ۴۴ ورځو لپاره د خواړه او د څښلو لپاره اوبه نه راکول کېږي .
موږ دا خبره له یوه لوړپوړي چارواکي سره شریکه کړه ،ورته ومو ویل : څو د روژې د میاشتې د احترام په خاطر خپله پرېکړه بیرته واخلي او د یوه بندي د بدې رویې له امله ټولو ته سزاء ورنه کړي.
خو د هغه جواب هم منفي وو ویل یې : دا د پوځ اصول دي ،یوې ډلې ته د یوه غړي له امله سزاء ورکول کېدای شي .
یو بل وخت یوې ښځينه پوځۍ د قرآن کریم بې حرمتي وکړه د کوټې د تلاشي په وخت کې یې قران کریم تر خونې د باندې وغورځاوو دې پېښې د بندیانو احساسات راوپارول ، په اعتصاب یې لاس پورې کړ او پرېکړه یې وکړه چې :جامې به نه بدلوي ، بهر به نه وځي او له هرې لارې چې کیداي شي پوځیان به بېرون باسي.
اعتصاب سمدستي شروع شو ، لېکن ددې په ځای چې مسئولین له بندیانو سره وویني د هغوي غوښتنه پوره کړي او ښځينه پوځۍ ته د هغې د کار له امله سزاء ورکړي برعکس یې له جبر او زور نه کار واخست .
بې هوښه کوونکی ګاز په بندیانو وشیندل شو ، پوځیان کوټو ته دننه شول او هر بندي یې له خپلې خوني بهر ته راویست .
له ټولو نه هر څه واخستل شول ، سرونه او ږیرې یې وخرېیل شول ،منځنی بلاک له شوره ډک شو او هیڅوک خوب ته نه پرېښودل کېدل .
بل وخت په یو ځانګړي بلاک کې چې اندیانا نومېده بندیانو د تکبیر نارې وهلې او د زندان پنجرې یې ټکولې هیڅوک هم نه پوهېدل چې په اندیانا بلاک کې څه پيښ شوي.
لږ وروسته خبر شوو چې پوځیانو یو عرب ورور چې مشال نومېده وهلي ، ډیرو بندیانو فکر کړی وو چې ګواکي مشال وژل شوی ، دوي د زندان پنجرې ټکولې ، چیغې یې وهلې او د مشال په باره کې یې معلومات غوښتل .
امریکایانو لومړی غبرګون د امنیت په زیاتوالی وښود خو وروسته یې اعلان وکړ چې مشال ژوندی دی خو په یوه نازک روغتیايي حالت کې .
دوې میاشتې وروسته مو ولیدل چې د مشال ټول وجود فلج شوي ،نه خبرې کولای شي ،نه تګ کولای شي او نه هم کښېنستلای شي.
مشال دوه نیم کاله په همدې حالت کې د زندان په روغتون کې وساتل شو ، خو نه يې وجود روغ شو او نه یې روغتیالي حالت
ښه شو او په پای کې د سعودي عربستان حکومت ته وسپارل شو .
په ګوانتنامو کې هر څه پېښ شول ، په لومړي ځل چې وروستل شوم حالت بیخي خراب و او همداسې ورځ تر بلې هر څه د خرابي په لور تلل.
په ګوانتنامو کې هر شی تجارت ګرځېدلی وو ، رویې او امتیاز په محقق پورې اړه درلوده ، که بندي د محقق پوښتنو ته ځواب ویلای وای ، او ددوي ټولې غوښتنې یې پوره کړې وای هر څه ورته ممکن وو :تشناب کاغذ ، د اوبو بوتلونه او آن څلورم کېمپ ته وړل چې نسبت نورو کېمپونو ته د استوګنې یو هوسا ځای وو.
او هغه بندیانو چې ددوی په خوښه به یې کار نه کاوه سزاء ورکول کېده ملافاضل ته ۴۱ ورځې له دې امله سزاء ورکول شوه چې د تحقیق په دوران کې یې د محقق پوښتنو ته ځواب نه وایه د ورځې له خوا به یې دده د تحقیق خونه فوق العاده سړه کړه ، د شپې له طرفه پوځیانو ته دنده ورکول شوې څو نوموړی ویښ وساتي او د ورځې به یې په د زندان په صحن کې ګرځاوو څو خوب ونه کړي .
هغه خلګ چې د بندیانو سره د ملاقات لپاره راتلل څلورم کېمپ ته وړل کېدل کوم چې د هستوګنې له پلوه یو هوسا ځای وو هغوی ته کله هم اصل ګوانتنامو نه ښودل کېده .
ډېر ځله د فوځیانو له خوا قران کریم وښکنځل شو ، دوی د قرآن ددې لپاره ښکنځلو څو موږ په روحي توګه وځوروی ، څو ځله مو د قران نسخې راټولې کړې او ټولې مو دوي ته وسپارلې ځکه موږ نه شوای کولای ساتنه یې وکړو ، خو ددې په ځای چې دوی له موږ نه د قران نسخې واخلي موږ ته به یې سزا اعلان کړه .
په هر صورت بندیان ددې نړۍ تر ټولو بې وسه قشر دی اوبندي ګوانتنامو ته ته وړل کېدو وروسته نور هیڅ په انسان نه حسابېده.
نور بیا ……..
ډیره ښه لړۍ ده چي هر ورځ نشر شي نو خوند به ځني واخلو .