پېښور ته غزل/ مصطفی ارين

مصطفی ارین

دچا نه زړګــې پاتې دی جانان په پــیښور کې
چې سختت شولو جانان سره ګذران په پيښور کې

د لر یو که دبر یو تر یو چت لاندې اوسـیږو
که وریځې په کابل راځي باران په پيښور کې

نو خود به پښتونخوا کې حاکمان ټول غلامان وي
چې نه وي احمد خان اوخوشحال خان په پيښورکې

چې( ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما )
همدغه شاعر غواړم غني خان په پيښور کې

نور مه وایه چې( لاړ شه کمیس تور ماته راوړه)
په خدای چې راته سپک ښکاري خپل ځان په پيښور کې

زما د خـوږې مینې فـــلسفه پکــې پرته ده
خبره ده پرې ځمکه او آسمان په پيښور کې

څوک نشته چې دخپل احساس آوازورباندې واورم
یا څیرې تر لــمن کړمه ګــریوان په پيــښور کې

پيغــلکه خـــړه پړه ، ګــرد وهلې ترینه راغله
زرګر سره ئې پاتې شوه پيزوان په پيښور کـې

یو ورځ به د برلین غوندې دیوال په اټک ړنګ شي
چې ضرب اومساوي شي پاکستان په پيښور کې

یه خـــدایه یو عــادل او مـیړنې پکې سلطان کــړه
سپيڅلی ښه پښتون یو سم پټان په پـــيښور کـــې

چې ټول سره نژدې کړي او دا ټول دې څنګ په څنګ کړي
بیا جـــوړ کــړي پښــتنو نه پارلمان په پيــښور کـې

یه خدایه بیا هماغسې قانون بیرته رائيج کړه
پښتون دې شي په خوي د ایمل خان په پيښور کې

سر تور ملا مستان او باچا خان روح به ژوندې کړې
آرینه خدای دې کړه د کلي خان په پيښور کې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د