امام محمد بن حسن الشیباني رح

سید سعید

امام محمدرحمه الله داسلامي نړۍ هغه ستره هستي ده چي پر پوهه او ځیراکت یې دوست او دښمن اعتراف کوي. نوموړی د حنفي فقهي لومړنی مرتب،محدث،فقه،مجتهد،نحوي،ریاضي دان او په نړیواله کچه تر ټولو لوی او تکړه قانونپوه و.

امام محمد بن حسن الشیباني رحمه الله په۱۳۱/ ۱۳۲هق کال د عراق په واسط کي زیږیدلی.امام محمد په کوفه کي ستر شوی او همدلته یې د قران کریم څه برخه حفظ کړې،په څوارلس کلنۍ کي یې د امام ابوحنیفه رحمه الله په درس کي ګډون وکړ او دامام صاحب په غوښتنه یې د قران کریم حفظ تکیمل کړ.

امام محمد د کمساري ځیراکت او ذهانت له امله په تنکۍ ځوانۍ کي د امام ابو حنیفه په درس کي د مغلقومسایلو ځوابونه لیکل،د امام صاحب سره یې څلور کاله درس ووایه او په ۱۵۰هق کال چي امام ابو حنیفه رحمه الله وفات شو، دامام صاحب دنومیالي شاګرد او ځاینتاستي امام ابویوسف رحمه الله په درس کي یې ګډون وکړ.

امام محمد رحمه الله له علم سره ډير زیات شوق درلود، په عراق سربیره یې دحجاز او شام مختلفو سیمو ته هم ستړي کونکي سفرونه کړي، له بیلابیلو استادانو سره یې د تفسیر،حدیث،فقه،ادب او نورو فنونو په درسونو او مجلسونو کي ګډون کړی دی.د امام محمد رحمه الله په وینا درې زره دیناره په میراث کي ورته ورسیدل،نیم مي په حدیث او فقه او نیم مي په لغت او شعر مصرف کړل.

امام محمد رحمه الله دامام ابو حنیفه او امام مالک رحمهماالله شاګردپاته شوی او د شافعي مذهب بنسټ ایښودونکي امام شافعي رحمه الله ته بیا دامام محمد صاحب د شاګردۍ ویاړ په برخه دی.

علماوو دامام محمد رحمه الله اثار پر دوو برخو تقسیم کړي:( ظاهرالروایة او نادرالروایة) ظاهر الروایة یا اصول عبارت دي له المبسوط،الزیادات،الجامع الکبیر،الجامع الصغیر، السیر الکبیر او السیر الصغیر څخه او نادر الروایة کي کیسانیات،هارونیات،جرجانیات،الاثار،الحجة،موطأاو نور شامل دي.

د امام محمد رحمه الله اثار:

المبسوط
الزیادات
الجامع الکبیر
الجامع الصغیر
السیر الکبیر
السیر الصغیر
کتاب الاثار
الموطأ امام محمد
الامالي
المخارج في الحیل
الاصل
الحجة علی اهل المدینه
موطا محمد:

په جنوبي اسیا،افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو کي ددیني علومو په مروج تعلیمي نصاب کي داحادیثو په لویه دوره کي دامام محمد رحمه الله موطاء هم دصحاح ستة ترڅنګ لوستل کیږي. امام محمد رحمه الله په موطا کي د یو یا څو احادیثو دذکر کولو څخه وروسته دامام ابو حنیفه رحمه الله موقف بیانوي،بیا خپل دریځ تشریح کوي که څه هم دامام صاحب سره موافق نه وي. دامام محمد رحمه الله پر موطا ستر محدث ملا علي قاري رحمه الله شرح لیکلې چي ډير خلګ ځني
مستفید شوي دي.

د امام محمد رحمه الله نومیالي استادان:

امام اعظم ابو حنیفه نعمان بن ثابت رحمه الله
امام مالک
مسعر بن كٍدام
مالك بن مغْوَل
عمر بن ذر الهمداني
سفيان الثوري
الأوزاعي
مالك بن أنس
مشهور شاګردان یې :

امام شافعي
أبو عبيد القاسم بن سلام
هشام بن عبيد الله الرازي
علي بن مسلم الطوسي
عمرو بن أبي عمرو
يحيى بن معين
محمد بن سَمَاعة
يحيى بن صالح الوحاظي رحمهم الله

دامام اعظم ابو حنیفه رحمه الله پراخ علم،عمیق نظر او په دین کي تفقه دصاحبینو په اثارو کي معلومیږي،په فقه کي صاحبین دامام ابوحنیفه دوو نومیالیو شاګردانو( امام محمد او ابو یوسف رحمهماالله) ته ویل کیږي.ابویوسف رحمه الله کتاب الخراج او الرد علی سیر الاوزاعي تالیف کړي او امام محمد بیا په فقه او قانون کي داسي شهکار اثار پنځولي چي نه یوازي مسلمان امت بلکي ټول بشریت یې مرهون دی.

د علماوو په اتفاق امام محمد دبني نوع په تاریخ کي لومړنی شخص دی چي نړیوال قانون یې لیکلی،د سولي،جګړې،سیاست او اقتصاد په اړه یې داسي نادر او په زړه پوري تشریحات په لیکلې بڼه وړاندي کړي چي ساری نه لري.

دابو یوسف له قضاوت څخه وروسته عباسي مشهور خلیفه هارون الرشیدامام محمد رحمه الله دقاضي په توګه وټاکه،امام محمد رحمه الله د قضاوت پرمهال هم خورا ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

امام محمد رحمه الله په ۱۸۹ هق کال د هارون الرشید سره دخراسان دسفر ملګری و،د هارون الرشید سره په همدغه سفر کي د نحو امام کسایې هم مل و.د تقدیر فیصله وه کسایې او امام محمد رحمه الله په همدې سفر کي د خراسان په ری کي وفات او همدلته دفن شول.د همدې دواړو امامانانو تر وفات وروسته به هارون رشید په ډیر حسرت سره ویل چي نحوه او فقه مي په ری کي دفن کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د