افغانستان

هلال: حکمتیار دې خپل کانديد معلوم کړي

د ولسمشریزو ټاکنو مستقل کانديد انحینر قطب الدین هلال ويلي چې د حزب اسلامي مشر دې د  ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلې خوښې وړ کاندید خپلو پلویانو ته په ګوته کړي. د تندر نیوز ویب پاڼي د خبر سره سم ښاغلي هلال له یک ټلویزیون سره د مرکې کې و ویل چې، د حکمتیار له خوا خپلو پلویانو ته په راتلونکو ټاکنو کې  اصلح کاندید ته د رایه ورکولو په امر اوس هغوی حیران دي چې کوم نوماند ته رایه ورکړي. ښاغلي هلال ټینګار وکړ چې حکمتیار باید د همدې بلنې سره د خپلې خوښي وړ کاندید هم معلوم کړی وای.

قطب الدین هلال چې پخوا د حزب اسلامي د سیاسي کميټې مشر او د ګلبدین حکمتیار باوري شخص بلل کيده، د ولسمشریزو ټاکنو خپلواک نوماند دی. د یادونې وړ ده چې کابل میشت حزب اسلامي په دوو برخو وېشل شوی دی، د خالد فاروقي او عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ جلا جلا دفترونه لري او یو حزب اسلامي د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشري له هیواده بهر د بهرنیو عسکرو پر خلاف وسلوال مقاومت کوي چې اوس يې په خپله يوه نوې اعلاميه کې ويلي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د اصلح کاندید ملاتړ اعلان کړي. هلال وايي چې حزب اسلامي له ۲۰۰۲ کال راهیسي له امریکایانو سره ۱۵ ځله د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x