نړۍ

هلمند کې د امریکایانو سپي د «قهرمان» لقب ګټلی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۵ل): په ۲۰۰۱م کال افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ سره امریکایانو په ځانګړو مهارتونو روزل شوي سپي هم له ځان سره راوړل، چې د طالبانو په خلاف پوځي عملیاتو کې ترې استفاده کوي.

امریکایانو دغه سپي د خپلو ځانونو د ساتنې، تلاشیو، د ماینونو پاکولو، د چاودیدونکو توکو او مخدره موادو کشفولو او په دښمن باندې د مخامخ برید لپاره روزلي دي.

که څه هم امریکایان د ټولو هغه سپیو درناوی کوي چې له دوی سره یې په جګړه کې ستړیاوې ګاللي وي، خو د «لوکا» په نامه سپي یو له هغو څخه دی چې په امریکايي پوځ کې يې د «قهرمان» لقب ګټلی.

لوکا په ۲۰۰۶ کال د امریکا په پوځ کې خدمت پیل کړ او په افغانستان سربېره یې عراق کې هم د امریکايي پوځيانو سره همکاري کړې او په ۴۰۰ ګزمو او عملیاتو کې يې ونډه اخیستې. دغه سپي په هلمند ولایت کې هم له امریکایانو سره په یوه سنګر کې وخت تیر کړی.

له امریکا څخه خپرېدونکې (NJ Pet Community) ویب پاڼې لیکلي چې «لوکا» سپی تر یو زړور عسکر هم تکړه باتور دی او په افغانستان کې يې د طالبانو په خلاف جګړه کې د میلیونونو امریکایانو زړونه ګټلي او بالآخره یې په دې لار کې خپله یوه پښه هم قرباني کړه.

د لویدیځوالو رسنیو په وینا، د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۲۳مه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونه له لوکا سپي سره په ګزمه بوخت وو، سپي دوه ځمکني ماینونه په پرلپسې ډول کشف کړل. د امریکايي پوځ فرقه مشر (وان راډیګز) وايي چې یوناڅاپه یې د چاودنې اواز تر غوږ شو او لوخړې پورته شوې.

د (Today) ویب پاڼې لیکلي چې کله نوموړي امریکايي عسکر دا کیسه کوله په سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې او زیاته یې کړه چې «له چاودنې وروسته مې په لوکا نظر ولګید، مخکنۍ کیڼه پښه یې سخته ژوبله شوې وه، ژر مې په غیر کې واخیست او لږ هاخوا مې د ونو په مینځ کې پښه ورپټۍ کړه». که څه هم د امریکایانو دغه قهرمان سپی بیا جرمني او له هغه ځایه کلیفورنیا ته د علاج لپاره ولیږدول شو خو پښه یې د خپلو امریکايي بادارانو څخه د دفاع په لار کې د ابد لپاره قطع شوه.

د نوموړي مشهور امریکايي سپي د قهرمانۍ غږ اوس د امریکا پولې نړولي او تېر کال د برتانیې لخوا هم په تر ټولو اوچت پوځي مډال (ویکتوریا صلیب) باندې ونازول شو.

دد غه قهرمان سپي کارنامو په لویدیځوالو رسنیو کې د تودو بحثونو موضوع ګرمه ساتلې او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالې (ماریا ګوډویچ) یې په اړه د (بحري ځواکونو د قهرمان سپي داستان) تر سرلیک لاندې ځانګړی کتاب هم لیکلی.

که څه هم تر دې وړاندې امریکایانو خپل بې شمیره روزل شوي سپي تر زخمي کیدو یا استفادې وروسته وژلي دي، خو د لوکا بخت ځکه ویښ و چې د امریکا پخواني ولسمشر بیل کلنټن په ۲۰۰۰م کال کې فرمان صادر کړی و چې امریکايي عسکر کولی شي چې له کاره لویدلي سپي په کور کې وساتي. د امریکایانو دا «قهرمان» سپي اوس په کلیفورنیا ایالت کې د یو متقاعد امریکايي عسکر په کور کې ژوند کوي.

د سپي پالونکی وايي چې د کلونو په تېریدو لا هم د «قهرمان سپي» په ذهن کې د هلمند پیښه تازه ده او اوس هم چې کله لوړ اواز واوري سخت وارخطا کیږي او ګومان کوي چې د چاودنې غږ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دا خو حیرانوونکی تصادف دی ، چه هغه قهرمان حیوان سپی د چبار قهرمان په نامه انسانی سپی بدل شوی ، جبار قهرمان هم د روسانو دکمونستی دوره کی د روسانو قهرمان ملحد سپی وو او دغه قهرمان سپی په هلمند کی دنده ترسره کوله حیرانوونکی یی بیا دا چه هماغه روسانو ساتلی او روزلی قهرمان سپی اوس به هماغه هلمند کی د امریکانانو د حیوانی قهرمان سپی په ځای هماغه د روسانو انسانی قهرمان سپی کاروی . حیوانی قهرمان سپی خو یی د الهی قهرمانانو به مقابل کی د ماتی سره مخ یوه پشه یی له لاسه ورکړی او… نور لوستل »

pattang

زما یوه کاترۍ توره سپۍ وه چې دجوار په وخت کې به یې دجوارو اوږي خوړل ، په هغه وخت کې زه کوچنی د 7 او یا8کالونو به ومه چې زمونږ کور کلیوالوړ مجبور که چې سپۍ مونل دشپې وتړو ، خو سپۍ به د ورځې هم لاړه او جواري به یې خوړل . اخر مې پلار په بله اولسوالي کې یوو اشنا سړي ته ورکړه چې هغه له مونږه ډیره لرې وه . درې ورځې زه ډیر پسې غمګین وم په څلورمه ورځ ګورم چې سپۍ مې بیرته راغله او زما پښوته ولوېده. خو دا واقعت دی چې سپی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x