افغانستان

خوست: د بهرنیانو په پوځي هوايي ډګر برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۱، ۱۳۹۵ل): د خوست ولایت د پوځي هوايي ډګر مخې چاودنه شوې او هوايي ډګر ته بریدګر ننوتلي.

د خوست ځايي چارواکو ویلي چې پیښه نن له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجې رامنځته شوه.

د راپورونو پر اساس لومړی یوه بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د هوايي ډګر په ختیځه دروازه کې انفجار ورکړ او بیا نور بریدګر د هوايي ډګر داخل ته ننوتلي.

د بریدګرو شمېر ۴ تنه اټکل شوی او جګړه لا هم دوام لري. ویل کیږي چې په هوايي ډګر کې ډیری بهرني پوځیان میشت دي.

د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x