اوکراین: پلازمينې کیف کې د لاریونونو په ترڅ کې ۵ مړه او ۳۰۰ ټپيان شوي
د اوکراين په پلازمينه کيف کې د لاریون کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ په شخړو او تاوتریخوالي کې پنځه تنه وژل شوي او تر درې سوو زیات کسان ټپيان شوي دي. د اوکرايني خبري رسنیو له قوله، پرون ټوله ورځ د مظاهره کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ د شخړو له کبله پنځه تنه وژل شوي او تر درې سوو زیات ټپيان دي. ویل کيږي چې لاریون کوونکو پر پولیسو د ډبرو او بوتلونو وارونه وکړل چې په مقابل کې پولیسو هم پر لاریون کوونکو اوښکې تویوونکی ګاز او لاسي بمونه کارولي دي. د یادونې وړ ده چې پرون ماښام ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر وکټر یونو کو وچ او اپوزیسیون مشر تر منځ د سیاسي کشالې د ختمولو په موخه د خبرو اترو وخت هم ټاکل شوی و